Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې له کرونا ۳۶۹ کسان مړه او ۲۰۹۱۷ اخته شوي

خپور شوی

د

د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې، چې د کرونا ویروس له ۵۷۵ نویو مثبتو پېښو خبر ورکوي؛ وايي، چې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا پر کرونا ویروس اخته ۱۲ ناروغان مړه شوي دي.

 د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ له دې ناروغۍ ۷ کسان په کابل، ۴ په هلمند او یو کس په میدان وردک ولایتونو کې له ژوندانه بې برخې شوي، چې له دې سره په ټول هېواد کې د مړه شویو ناروغانو شمېر ۳۶۹ ته پورته شوی دی.  

عامې روغتیا وزارت زیاته کړې، چې په کابل کې د ۱۹۳، په هرات کې د ۱۵۱، په کندهار کې د ۳۹، په پکتیکا کې د ۷، په ننګرهار کې د ۲۳، په بادغیس کې د ۱۳، په تخار کې د ۵، په لوګر کې د ۲۲، په نیمروز کې د ۱۰، په میدان وردک کې د ۷، په پروان کې د ۱۳، په لغمان کې د ۳، په هلمند کې د ۳۹، په کونړ کې د ۲۶،  په غور کې د ۱۰، په زابل کې د ۸، په بدخشان کې د ۱ او په دایکندي کې د ۵ کسانو کتنې مثبتې وې، چې له دې سره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۲۰۹۱۷ ته پورته شوی دی.

دغه راز په تېرو ۲۴ ګړیو کې ۳۲۹ کسان له رغیدو وروسته کورونو ته رخصت شوي، چې په هېواد کې د ټولو رغیدلیو کسانو شمېر۲۰۹۱۷ ته رسیدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې حکومت د نورو درې میاشتو لپاره ګرځبندیز اعلام کړی دی.

د دغې نوې طرحې له مخې؛ په عمومي ځایونو کې پر ماسک کارولو ټینګار شوی؛ له لس کسانو د دېرو پر راټولیدنې او د فاتحې او ودنو پر مراسمو بندیز اړین ګرزول شوي دي.

 ویل کیږي، چې هوټلونه، ستډیوګانې، عمومي ځایونه، پارکونه او ښوونیز بنسټونه به تر درې نورو میاشتو تړلي وي؛ خو ښوونیز بنسټونه کولی شي خپل درسي بهیر انلاین روان وساتي.

دا په داسې حال کې ده؛ چا، چې په کابل او نورو ولایتونو کې خپل ناروغان د کرونا د تشخیص مرکزونو ته وروستي، وایي، په تېرو درې ورځو کې د کرونا ټسټونه د کیټونو د نشتوالي له کبله دریدلي دي.

خلک وایي، د کویډـ ۱۹ ناروغۍ د کیټونو نشتوالی د اندېښنې وړ دی او دې چارې ډله ییز مرګ ته زمینه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

د پښتو او دري ژبو د لیکدود د سمون او یو شان کولو پېنځه ورځنی علمي او فرهنګي ورکشاپ پیل شو

په دې پروګرام کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال شیخ عبدالرحمن طیبي، د دغه وزارت یو شمېر رییسانو، د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو استازو، د علومو اکاډمۍ، کابل پوهنتون او د ښوونې او روزنې پوهنتون استازو، استادانو، څېړونکو، ژبپوهانو، لیکوالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

Published

on

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیالۍ د ژبو عالي شورا کمیسیون د افغانستان په ملي موزیم کې د«پښتو او دري ژبو د لیکدود د سمون او یو شان کولو» پر موخه پېنځه ورځنی علمي او کلتوري ورکشاپ پیل کړی دی.

مسوولانو ويلي، د دغه ورکشاپ موخه د ژبو د علمي بنسټونو پیاوړتیا، د لیکلو د طریقې همغږي او د ادبي او فرهنګي معیارونو لوړول دي.

په دې پروګرام کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال شیخ عبدالرحمن طیبي، د دغه وزارت یو شمېر رییسانو، د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو استازو، د علومو اکاډمۍ، کابل پوهنتون او د ښوونې او روزنې پوهنتون استازو، استادانو، څېړونکو، ژبپوهانو، لیکوالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ولسي کلتور رییس حافظ سیف‌الرحمن محمدي ویلي، چې د ژبو عالي شورا کمیسیون د هېواد ژبو ته د آسانتیاوو برابرولو او د ملي او نورو ژبو لپاره د یو شان لیکدودونو د چمتو کولو په موخه جوړ شوی دی.

شیخ عبدالرحمن طیبي هم د ژبو پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د هېواد د ټولو ژبو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ژمن دی او د ژبې، قوم، سیمې او مذهب پر بنسټ باید د خلکو ترمنځ تعصب نه‌وي.

دغه راز د پوهنتون یو شمېر استادانو، د پوهنې وزارت مسوولانو او د افغانستان د علومو اکاډمۍ استازي د پښتو او دري ژبو لپاره د یوه ګډ لیکدود د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.

ګډونوالو ویلي؛ د دغو دوه ژبو په لیکدود کې یو شمېر توپیرونه شته او د دغه ورکشاپ موخه د دغو توپیرونو څېړل او د معیاري او همغږو لیکلو د طریقو رامنځته کول دي، چې په علمي، ښوونیزو، اداري او کلتوري(هڅوبي ) برخو کې ترې ګټه واخیستل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ولې منځګړي د افغانستان او پاکستان په اوربند ټینګولو کې پاتې راغلل؟

په دې شننه کې راغلي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اوربند د ۲۰۲۵ز.کال په اوکټوبر کې له سختو نښتو وروسته رامنځته شو؛ قطر او ترکیې د اوربند په هوکړه او ورپسې خبرو کې رول درلود، خو د دواړو لوریو ترمنځ د«اوربند د ماتولو» د تعریف پر سر بنسټیز اختلاف اوس هم نه‌دی حل شوی.

Published

on

د«مدرن ډیپلوماسي» خپرونې په خپره شوې شننه کې ویل شوي، چې د سعودي عربستان، قطر، ترکیې او چین له‌خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو له هڅو سره – سره د امنیت په اړه د یوه روښانه او د عملي کېدا وړ هوکړه‌لیک نشتوالی اوس هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې سولې د ټینګښت پر وړاندې ستر خنډ دی.

په دې شننه کې راغلي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اوربند د ۲۰۲۵ز.کال په اوکټوبر کې له سختو نښتو وروسته رامنځته شو؛ قطر او ترکیې د اوربند په هوکړه او ورپسې خبرو کې رول درلود، خو د دواړو لوریو ترمنځ د«اوربند د ماتولو» د تعریف پر سر بنسټیز اختلاف اوس هم نه‌دی حل شوی.

د دغې شننې له مخې؛ په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د حضور او فعالیت موضوع د دې کړکېچ  منځنی ټکی دی. اسلام‌آباد له کابل څخه د دغې ډلې پر وړاندې د مشخصو او د کره کېدا وړ اقداماتو غوښتنه کوي. په داسې حال کې، چې د افغانستان حکومت دغه تورونه ردوي او د پاکستان له‌خوا د افغانستان پر خاوره بریدونه له ملي حاکمیت سرغړونه بولي.

« مدرن ډیپلوماسي» د افغانستان او هند د مخ پر پراخېدونکو اړیکو یادونه هم د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د بې‌باورۍ د زیاتېدا له عواملو څخه کڼي او ټینګار یې کړی، چې د پاکستان او هند پراخې سیالۍ د منځګړیتوب بهیر پېچلی کړی دی.

په شننه کې زیاته شوې، چې څلورو منځګړو هېوادونو د کړکېچ په مدیریت او د نښتو د پراخېدا په مخنیوي کې تر یوه بریده بریالیتوب ترلاسه کړی؛ خو د اختلافاتو د بنسټیز حل لپاره یې کومه پایله نه‌ده ترلاسه کړې.

د لیکوال پر باور د موضوع اصلي خنډونه د اوربند د ماتولو د تعریف پر سر اختلاف، د امنیتي اندېښنو د حل لپاره د دواړو لوریو د غوښتنو توپیر او د باور نشتوالی بلل شوي دي.

په دې شننه کې چین، له پاکستان سره د نږدې اړیکو، له افغانستان سره د پراخو اړیکو او د سیمې د ثبات په برخه کې د خپلو اقتصادي او امنیتي ګټو له کبله، د منځګړیتوب د ګډ چوکاټ د همغږۍ لپاره مناسب انتخاب بلل شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان کې د بدیلو عایداتي سرچینو پر پراختیا د یوناما ټینګار

د یوناما د څرګندونو له مهخې؛ ګانیون له سیمه‌ییزو چارواکو، قومي مشرانو او د ټولنې له استازو سره د خلکو پر ژوند د اغېز کوونکو موضوعاتو؛ د ښځو د وضعیت او د نشه‌يي توکو د پایلو د کمولو لپاره د هڅو په اړه خبرې کړې دي.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر(یوناما) ويلي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې او سرپرستې جورجټ ګانیون بدخشان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د بدیلو عایداتي سرچینو د پراختیايي فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې پر ډېرو پرله‌پسې پانګونو ټینګار کړی دی.

د یوناما د څرګندونو له مهخې؛ ګانیون له سیمه‌ییزو چارواکو، قومي مشرانو او د ټولنې له استازو سره د خلکو پر ژوند د اغېز کوونکو موضوعاتو؛ د ښځو د وضعیت او د نشه‌يي توکو د پایلو د کمولو لپاره د هڅو په اړه خبرې کړې دي.

هغې په فیض‌آباد ښار کې له ښځینه متشبثینو سره لیدلي او د روږدو کسانو د درملنې او بیا رغونې له یوه مرکز څخه یې هم لیدنه کړې، چې د ملګرو ملتونو له‌خوا یې ملاتړ کیږي.

ګانیون د کشم ولسوالۍ په سفر کې د ښځو لپاره له یوه خوندي ځای او د لبنیاتو له یوه داسې پروسس مرکز څخه هم لیدنه کړې، چې ښځې یې اداره کوي او د کوکنارو د کښت لپاره د بدیل عاید زمینه برابروي.

یوناما زیاته کړې، چې ګانیون د افغانستان له خلکو څخه د ملګرو ملتونو پر ملاتړ ټینګار کړی او د تلپاتي بدیلو عایداتي فرصتونو او بدیلو پراختیايي لارو په برخه کې یې د ډېرو پانګونو غوښتنه کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!