تازه خبرونه
د نوي لمریز کال په تله کې به د غزني پارلماني ټاکنې تر سره شي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ډاګه کړې؛ د غزني ولایت د ولسي جرګې او د ټول هېواد د ولایتي، ولسوالیو شوراګانو او ښاروالیو ټاکنو طرحه وروستۍ شوې او ټاکل شوې، چې دا ټاکنې به د ۱۴۰۰ لمریز هجرې کال د تلې په میاشت کې تر سره شي.
دوی غواړي، چې ولایتي شوراګانې قانوني شي.
کمیسیون له حکومته غواړي، چې د امنیت او بودجې په برخو کې له دوی سره همکاري وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي؛ د غزني او ولایتي شوراګانو د ټاکنو عملیاتي طرحه وروستۍ او ولسمشرۍ ته لېږل شوې ده.
د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ د ټاکنې د ترسره کولو لپاره د ۱۴۰۰ لمریز د تلې میاشت غوره شوې او د دې پروزې سند له یوناما لاسلیک شوی دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولانا محمد عبدالله ټینګار کوي، چې دا ټاکنې دوه یم پړاو نلري او لګښت به یې له تېرو ټاکنو کم وي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر حبیب رحمان ننګ ویلي؛ ۱۹ میلیون ډالر د غزني لپاره په پام کې نیول شوي او اتیا میلیون ډالر د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ته؛ خو دا بودجه وروستۍ نده او د بدلون وړ ګڼل شوې. مونږ د خپلو ونډوالو حکومت او یوناما ملاتړ خپل کړی او ناستې مو روانې دي.
کمیسیون دا ټینګار هم کړی، چې د دې ټاکنو د امنیت ساتنه او د لګښتونو برابرول د حکومت مسوولیت دی او ژر به له امنیتي بنسټونو سره د ټاکنو د امنیت په اړه غونډه ولري.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه
تازه خبرونه
د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمهییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشهيي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.
د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.
ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوسمهال په سيمه کې د يوه سولهييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.
د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.
اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرلهپسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.
تازه خبرونه
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي
د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.
پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.
مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.
-
نړۍ4 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
سیمه ییز خبرونه24 hours ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
لوبی5 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
تازه خبرونه23 hours ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
لوبی21 hours ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل