تازه خبرونه
د کمال خان او شورابک بندونو ودانیزې چارې بشپړې شوې
د اوبو د تنظيم ملی ادارې چارواکو ویلي؛ له کلونو انتظار وروسته د نیمروز د کمال خان او د بد خشان د شورابک د اوبو بندونو ودانیزې چارې بشپړې شوې او د اوبو زیرمه کول یې روان دي.
د اوبو د تنظيم ملي ادارې مسوولینو ویلي، چې د هېواد په سهیل او لویدیځ کې د دوه بندونو کارونه بشپړ شوي او په نږ دې راتلونکي کې به په رسمي بڼه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دوۍ زیاتوي، چې د کمال خان بند په افغانستان کې د اوبو د راګرزولو(مهارولو) یوه له اړینو پروژو څخه ده، چې چارې بشپړې شوي؛ لوړوالی یې ١٦ متره او د اوبو د زیرمې وړتیا یې ٥٢ میلیون مټرمکعبه ده، چې نږدې ۸۰ زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.
د بد خشان د شورابک بند، چې ۷,۵ میګاواټه د برښنا تولیدي وړتیا لري ۱۵۰۰۰ کورنیو ته برښنا برابرولی او چارې یې بشپړې شوې دي.
د اوبو د تنظیم ملی ادارې ویاند نظام الدین خپلواک وایي: د کمال خان بند او د شوورابک بندونو چارې بشپړې شوې او نږ دې دوه سوه میلیونه ډالر پرې ولګېدل. د دې بندونو پرانستل به مو دهېواد په اقتصادي وده او پراختیا کې خورا مثبت اغېز ولري.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم افغان حکومت له دې هڅې هرکلی کوي او زیاتوي، چې افغانستان د بندونو جوړولو په برخه کې ښه وړتیا لري او حکومت باید د بندونو د جوړولو لړۍ نوره پراخه کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش څرګنده کړې؛ د اوبو د تنظيم ادارې له هڅو هرکلی کوم. هېواد مو د اوبو د مهار لو او د انرژۍ د تولید لپاره خورا ښه وړتیا لري او باید د بندونو د جوو لو بهیر نور هم پراخ شي.
د خصوصي سکتور غړي هم پدې باور دي، چې د هېواد د اقتصادي بحران د حل یوازنۍ لار په هېواد کې د اوبو بندونو جوړولو، د اوبو مدیریت او د برښنا تولید ته پاملرنه ده.
د دغې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د دغې پروژې له پرانستل کیدو سره به د لسګونه زره هېوادوالو په ژوند کې مثبت اقتصادي بدلونو نه رامنځته شي.
تازه خبرونه
افغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګردي مېز د ملګرو ملتونو او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه کړې ده.
د قطر سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګانیون، د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمیت، د بهرنیو چارو وزارت دوهیم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
تازه خبرونه
بلجیم د اروپايي ټولنې په ناسته کې د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون لپاره ویزه صادره کړه
د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.
بلجیم اعلان کړی، چې د اسلامي امارت پېنځه کسیز پلاوي ته یې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ په اړوند ناسته کې یې د ګډون لپاره ویزه صادره کړې ده. دا لومړی ځل دی، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د هغو د استازو کوربهتوب کوي.
د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.
رویټرز د دوه اروپايي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د دې پلاوي ویزه یوازې سېشنبې( د جون درویشتمه) لپاره اعتبار لري.
ویل شوي، اروپايي کمیسیون تېره میاشت د اسلامي امارت چارواکي بروکسل ته وربللي وه، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې ورسره وکړي.
اروپايي کمیسیون ټینګار کړی، چې دا ناسته یوازې تخنیکي ده او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو معنا نهلري.
د کمیسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي، غړي هېوادونه د هغو کسانو د بېرته ستنولو لارې چارې ارزوي، چې سخت جرمونه یې کړي یا امنیت ته ګواښ بلل کېږي او دا ناسته هم په همدې تړاو جوړېږي.
د رویټرز له لوري د لیدل شوي لیک له مخې، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ته استول شوی؛ د خبرو اصلي محور د هغو افغان وګړو بېرته ستنول او بیا منل دي، چې په اروپايي ټولنه کې د استوګنې حق نهلري.
-
تازه خبرونه5 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري5 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days agoاماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکه
-
تازه خبرونه2 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان سولې ته رسېدلی، اوس اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه23 hours agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه2 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
