تازه خبرونه
په کندهار ولایت کې وسلوالو طالبانو ته درانده ځاني زیانونه اوښتي – دفاع وزارت
د افغانستان دفاع وزارت ویلي؛ تېره شپه د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په تابین سیمه کي د امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې د ځانمرګو برید کوونکیو په ګډون ۷۵ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو په ډاګه کړې، چې د افغانستان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ د شنبې پر شپه د سویلي ولایت کندهار په ارغنداب او پنجوایي ولسوالیو کې ګډ چاڼیز عملیات ترسره کړي دي.
دغه راز څرګنده شوې، چې د دغو عملیاتو په بهیر کې ۱۲ وسلوال طالبان هم ټپیان شوي دي.
یادې قول اردو زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونو ته په دې عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو شپږ موټرسایکلونه او یو شمېر وسلې هم لاسته ورغلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې د چاودیدونکیو توکو ډک موټر او وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه راز د دې ولایت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو یو بل له چاودیدونکیو توکو څخه ډک موټر بمبارد شوی دی.
خبرپاڼې دا هم په ډاګه کړې، چې لږ تر لږه ۳۲ ماینونه، چې طالبانو په ارغنداب ولسوالۍ کې ملکي وګړیو او افغان ځواکونو ته د ځاني زیانونو د اړولو لپاره ښخ کړي وه؛ کشف، شنډ او له منځه وړل شوي دي.
له دې مخکې د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ویلي وه؛ وسلوالو د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو بریدونه کړي، چي په ځوابي برید کي د لس ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۴۷ وسلوال طالبان وژل شوي او وسلي یې هم امنیتي ځواکونو خپلې کړې دي.
که څه هم یادې قول اردو د امنیتي ځواکونو د ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویلي؛ خو یوې امنیتي سرچینې څرګنده کړې؛ پدې بریدونو کي پېنځه پولیس هم وژل شوي دي
طالبانو تر دې دمه د دغو څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه15 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی15 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
