Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشر غني په کابل کې د پروسټاټ بریالي عملیات تر سره کړل

خپور شوی

د

(Last Updated On: وری ۱۸, ۱۴۰۰)

یو اویا کلن ولسمشر اشرف غني تېره شپه د کابل په سردار محمد داوود خان روغتون کې د پروسټاټ بریالي عملیات تر سره کړي او دمګړۍ یې روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

ولسمشر اشرف غني په ډاګه کړې: ما د شهید سردار محمد داوود خان په روغتون کې د پروسټاټ بریالي عملیات ترسره کړل.

هغه په خپل ټویټ کې د دغه روغتون له ډاکټرانو او نرسانو مننه کړې او څرګندوي، چې عملیات یې په بریالیتوب پای ته رسیدلي دي.

اشرف غني زیاته کړې؛ دا عملیات د مسلکي او تجربه لرونکیو ډاکټرانو لخوا بریالي ترسره شول.

د ولسمشر سلاکا سید شاه حسین مرتضوي د هغه روغتیایي حالت د ډاډ وړ بولي او زیاتوي، چې ولسمشر غني نن له روغتون  رخصت شوی دی.

مرتضوي څرګندوي، چې پر دولتي روغتون او د دې خاورې پر ډاکټرانو باور د ولسمشر د ملي ډاډ ښکارندویي کوي.

تازه خبرونه

ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر ویلي، چې ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نللیکې پروژې بشپړولو ته ژمن دی.

د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر محمد میرات امانوف په پاریس کې د انرژۍ په اړه د ترکمنستان د پانګونې غونډې ته څرګنده کړې، چې هېواد یې د ټاپي پروژې په برخه کې له نړیوالو قوانینو سره سم پرمختګ کړی دی.

هغه وایي: ترکمنستان د ټاپي د طبیعي ګاز نل‌لیکې جوړولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، چې موخه یې جنوبي آسیا ته په کال کې ۳۳ میلیارډ مټر مکعب ګاز رسول دي.

امانوف دا ټینګار هم کړی، چې په ترکمنستان کې د ګازو د نل‌لیکې د غځولو چارې بشپړې شوي او اوس له نړیوالو معیارونو سره سم له دغه هېواده بهر هم د دغې پروژې په اړه خبرې روانې دي.

د ټاپي پروژې اجرائیوي رییس همداراز څرګنده کړې، چې د طبیعي ګازو له کارولو سره به په هوا کې د کاربن ډای اکساید ګازو د خپرېدا کچه راټیټه شي.

 

 

Continue Reading

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!