سوداگري
د آسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره ۵۰ میلیون ډالر مرسته ومنله
د آسیا پراختیايي بانک د کرونا ویروس واکسینو د پلي کولو لپاره له افغانستان سره نن سه شنبه( د وري ۳۱ ) د ۵۰ میلیون امریکایي ډالرو مرسته تصویب کړه، چې حکومت وکولی شي لوړکیفیت لرونکی واکسین وپېري او په دې اړه هېوادنۍ وړتیاوې لوړې کړي.
د آسیا پراختیایي بانک مشر ماساتسو ګو آساکاوا ویلي: افغان دولت په پام کې لري، چې شپېته سلنه پر شرایطو برابرو کسانو ته د کرونا واکسین وکړي. د آسیا پراختیایي بانک دوه اعشاریه شپږ میلیون وګړیو ته د واکسین برابرولو له لارې غواړي، چې په دې بهیر کې یوولس سلنه وګړي تر پوښښ لاندې ونیسي. د دې واکسین د وېش پروګرام د کواکس شرکت له لارې چمتو کیږي.
په افغانستان کې له تېرو دوه اوونیو راپدیخوا پر کرونا ویروس د اخته کېدو پېښې ډېرې شوي؛ تېر کال هم په همدې شپو او ورځو کې پلازمېنه کابل او لوی ښارونه د دغې ناروغۍ د ګواښونو له کبله کرنتین شوي وه.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زي ویلي، چې له درې اوونیو راپدیخوا پر کرونا د خلکو د اخته کېدو پېښې ډېرې شوي او هره ورځ له ۵ تر ۱۰ کسان له دې ناروغۍ مري.
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو څرګنده کړې؛ د ۱۴۰۰ لمریز هجري کال له پیلېدو سره پر کوویډ – ۱۹ د اخته کسانو شمېر هره ورځ ۱۲۰ کسانو ته رسیږي.
د افغان جاپان د بېړنیو څارنو څانګې مسوول شیرین آقا ناصري زیاته کړې؛ د دې ویروس له کبله مړینې هره ورځ له ۵ تر ۱۰ ته رسیږي.
ناروغ لرونکیو په ډاګه کړې؛ افغان جاپان روغتون، چې په کابل کې د کرونایي ناروغانو درملنې ته ځانګړی شوی، ټول بسترونه یې ډک شوي دي.
د رسمي څرګندونو له مخې؛ له دوشنبې ورځې راپدیخوا اووه کسان دې ناروغي مړه کړي او ۱۷۶ نور پرې اخته شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي؛ که خلک روغتیایي سپارښتنې رعایت نکړي؛ لوی ښارونه به د کابل په ګډون کرنتین شي.
سوداگري
د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړهلیک په نوي ډیلي کې د دې فډراسیون د عمومي منشي سارب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ، پانګونې او تجارتي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړهلیک په نوي ډیلي کې د دې فډراسیون د عمومي منشي سارب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د سید کریم هاشمي پر مشرۍ د افغانستان پلاوي هم د یاد فډراسیون له رییس نیرمل کومار مینډا او یو شمېر نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د زیاتوالي او د خصوصي سکټور د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې فډراسیون ویلي، چې دا هوکړهلیک د بنسټیزو همکاریو د پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ او پانګونې د نورو ډېرو فرصتونو د برابرولو لپاره لاسلیک شوی دی.
دې بنسټ همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان او هند د سوداګریزو ټولنو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د نویو همکارۍ فرصتونو رامنځته کولو ته ژمن دی.
سوداگري
قزاقستان له افغان شرکت سره د جست ډبرو د صادراتو تړون لاسلیک کړ
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
د قزاقستان چارواکو ویلي، د دغه هېواد شالکیازینک شرکت په افغانستان کې له افغان ـ جرمن باختر شرکت سره د جست ډبرو د برابرولو تړون لاسلیک کړی دی.
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
د تړون له مخې، هر کال به شاوخوا ۳۰ زره ټنه د جست ډبرې له افغانستان څخه قزاقستان ته صادرېږي. د تړون ټول ارزښت ۱۸.۸۸ میلیون ډالر ښودل شوی او موخه یې شالکیازینک تولیدي فابریکو ته د خامو موادو برابرول دي.
قزاقستاني چارواکي وایي، افغانستان پر پراخو اقتصادي فرصتونو لرونکي بازار بدلېږي او د کانونو، کرنې او رغونې په برخو کې د همکارۍ زمینه پراخېږي.
د رسمي څرګندونو له مخې، په ۲۰۲۵ز.کال کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۵۴۱ میلیون ډالرو اوښتې او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې ۳ میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.
سوداگري
د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ ۲۵ تفاهملیکونه لاسلیک شول
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې هوکړهلیکونو کې د درملو، سابو، تازه او وچو مېوو د وارداتو او صادراتو ترڅنګ بانکي همکاري، اوړه، غنم، غوړي او کچالو هم رانغاړي.
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
-
تازه خبرونه4 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه2 days agoپه کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
-
نړۍ2 days agoشمالي کوریا به خپل اټومي دریځ وساتي – کیم جونګ اون
-
International Sports2 days agoمسي د نړیوال جام په ګولوهنه کې ریکارډ جوړ کړ؛ ارجنټاین حذفي پړاو ته ولاړ
