تازه خبرونه
انګلستان د استوګنې لپاره خپل ټول افغان کارمندان مني
د انګلستان حکومت څرګنده کړې، چې دغه هېواد هغو افغان سیمه ییزو کارمندانو ته، چې له دوی سره یې پوځي خدمت ته وردانګلي؛ د استوګنې او وېزې د ورکړې بهیر ګړندی کوي.
د بي بي سي د څرګندړونو له مخې؛ د انګلستان لومړي وزیر د دفاع، کورنیو چارو او کور جوړونې وزارتونو ته لارښوونه کړې، چې د افغان همکارانو او د هغو د کورنیو د لیږد او بیا میشته کیدو بهیر ګړندی کړي.
بي بي سي په ډاګه کړې، چې دا پلان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل سره همغږی شوی دی او د بریټانیا حکومت ویلي، چې د دې نوي پلان د پلي کیدو لامل په افغانستان کې د امنیتي حالت بدلون دی.
په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو د سیمه ییزو همکارانو د امنیت په اړه اندېښنې هغه مهال راپورته شوې، چې دوی له هېواده د وتلو نیت څرګند کړ.
تمه ده، چې په دې پروژه کې به د بریټانیاوي پوځ لږ تر لږه ۳۰۰۰ سیمه ییز افغان غړي او کورنۍ یې د استوګنې له ونډې برخمن شي.
د بریټانیا دفاع وزیر بن والاس د افغان وګړیو د بیا میشتیدنې د پلان چټکتیا ته هرکلی څرګند کړی او وایي، چې که دوی ونلېږدول شي؛ ښایي د طالبانو لخوا د غچ اخیستونکیو بریدونو سره مخ شي.
نوموړي بي بي سي ته ویلي: هغو افغانانو، چې د انګلستان لپاره سترې سرښندنې کړي؛ د ستاینو وړ دي او اوس وار زمونږ دی، چې د ژغورلو هڅې یې تر سره کړو.
د یادونې ده، چې تر دې دمه د بریټانوي ځواکونو ۱۳۰۰ افغان سیمه ییزسرتېري او د هغوی کورنۍ دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.
تازه خبرونه
د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
نن سېشنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بختالرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
تازه خبرونه
په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه4 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
تحول5 days agoتحول: له امریکا سره د اړیکو لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار
-
لوبی2 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
نړۍ4 days agoپر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریفالله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو
-
لوبی5 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ آریانا خوست لوبه وګټله؛ عینو مېنه او خراسان فاریاب مساوي شول
-
تازه خبرونه4 days agoد قطر یوه لوړپوړي چارواکي له کورنیو چارو وزیر سره ولیدل
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد امریکا او حوثیانو استازو په عمان کې پټه لیدنه کړې
