لوبی
په کرکټ ملي لوبډله کې شرف الدین اشرف د اصغر افغان ځای ناستی شو
د افغانستان کرکټ بورډ څرګنده کړې، چې شرف الدین اشرف به د اصغر افغان پر ځای د هند پر وړاندې د ملي لوبډلې په ۱۵ کسیزه لوبډله کې د سیالۍ ډګر ته ورودنګي.
د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او لوبډلمشر اصغر افغان د کرکټ شل آوریز نړیوال جام په درېیمه لوبه کې د نامیبیا پر وړاندې د افغانستان له بریا مخکې اعلان وکړ، چې له لوبډلې یې استعفا کړې او وروستۍ ملي لوبه به یې د نامیبیا پر وړاندې.
اصغر افغان تېره يکشنبه خپله وروستۍ لوبه ترسره او د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مينه والو او لوبغاړیو د خوښيو په ترڅ کې يې په رسمي بڼه مخه ښه وکړه.
شرف الدین اشرف کیڼ لاسی لوبغاړی دی، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ټیټو برخو کې د لوبېدو تجربه لري او د نړیوال جام لپاره د لوبغاړیو په نوملړ کې خوندي پاتې و.
ټاکل شوې، چې نن شپه د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په ابوظبي کې د کرکټ ۲۰ آوریز نړیوال جام په سیالیو کې خپله څلورمه لوبه له هند سره تر سره کړي.
لوبی
د افغانستان هندبال فډراسیون رییس د دې څانګې په نړیوال کانګرس کې ګډون وکړ
دغه ناسته د هندبال نړیوال فډراسیون د ۱۰۷ غړو هېوادونو د استازو په ګډون په قاهره کې جوړه شوې وه.
د افغانستان د هندبال فدراسیون رییس هدایتالله کامهوال د دې سپورټي څانګې په نړیوال کانګرس کې، چې په مصر کې ترسره شو؛ ګډون وکړ.
دغه ناسته د هندبال نړیوال فډراسیون د ۱۰۷ غړو هېوادونو د استازو په ګډون په قاهره کې جوړه شوې وه.
دا نړیوال کانګرس د ډسمبر له نولسمې تر دوهویشتمې پورې روان و، چې په کې د هندبال د نړیوال او آسیايي فډراسیونونو ټاکنې هم ترسره شوې.
د ټاکنو په پایله کې مصري حسن مصطفی د تر ټولو ډېرو رایو پر ترلاسه کولو د څلورو کلونو لپاره د هندبال نړیوال فډراسیون د رییس په توګه وټاکل شو.
دغه راز د آسیايي برخې په ټاکنو کې بدرمحمد ذیاب صالحالذیاب د هندبال د آسیايي فډراسیون د رییس په توګه وټاکل شو.
د افغانستان د هندبال فډراسیون مسوولانو ویلي، چې د دې نړیوال کانګرس په څنډه کې یې د هندبال له لوړو پوړو چارواکو سره په ځانګړې توګه د اسیايي هندبال د نوي رییس سره، لیدنې کړې دي. د دوی په وینا، د آسیايي هندبال رییس په دې لیدنه کې د افغانستان د هندبال پر پراختیا، ملاتړ او پرمختګ ټینګار کړی دی.
په دې نړیواله ناسته کې د افغانستان ګډون د سپورټي اړیکو د پیاوړتیا، د نړیوالو ملاتړونو د جلبولو او د هېواد د هندبال د ودې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، چې په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو ستونزو او محدودیتونو سره مخ و.
لوبی
آریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.
آریانا ټلویزیون په افغانستان کې د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي. د فیفا د څرګندونو له مخې؛ د جایزو دا تاریخي لسم پړاو د سېشنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځهویشتمه / د ډسمبر شپاړلسمه ) د قطر په دوحه کې ترسره او په کې به د نرینه او ښځینه فوټبال د مهمو جایزو ګټونکي اعلان شي.
دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.
په دې مراسمو کې به شاوخوا ۸۰۰ میلمانه؛ د فیفا رییس ګیاني اینفانټینو، د فیفا شورا غړي، د فوټبال افسانوي لوبغاړي او د فډراسیون غړي او استازي ګډون وکړي.
په جایزو کې غوره نرینه او ښځینه لوبغاړي، غوره روزونکي، ګولساتونکي او غوره ګولونه شامل دي.
ځانګړې جایزې لکه د فیفا د عادلانه لوبې جایزه او د مینهوالو جایزه به هم ورکړ شي. د ګټونکو په ټاکلو کې د مینهوالو له ۱۶ میلیون څخه ډېرې رایې رول لري.
په افغانستان کې د دې مراسمو مینهوال کولی شي په دې اړه وروستي معلومات د آریانا نیوز له اوبپاڼې، ټولنیزو پاڼو او د آریانا ټلویزیون د لیدلو له لارې ترلاسه کړي او د دغو مراسمو له ژوندۍ خپرونې خوند واخلي.
لوبی
کلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو لهخوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.
د ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل مسي د هند سفر د کلکتې په سالټ لیک لوبغالي کې له ګڼهګونې سره مخ او مینهوالو یې څوکۍ ماتې او شیان یې ډګر ته وغورځول. ټاکل شوې وه، چې مسي په دې لوبغالي کې ۴۵ دقیقې پاتې شي؛ خو له ۲۰ دقیقو وروسته ترې ولاړ.
د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو لهخوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.
د لویدیځ بنګال اعلی وزیرې ممتا بنرجي د مسي او د هغه له مینهوالو بښنه غوښتې او د پېښې د بشپړې څېړنې او د مسوولانو د پېژندلو لپاره یې د یوې څېړنیزې کمېټې د جوړولو امر کړی دی.
مسي ټاکل شوې، چې هند ته د خپل سفر پر مهال د کلکتې، حیدرآباد، ممبي او نوي ډیلي په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون وکړي.
د لویدیځ بنګال ایالت د فوټبال د مینهوالو د زړهراکښونکې لېوالتیا او سپورټي ګډوډیو تاریخ لري او دا لومړی ځل ندی، چې د سالټ لیک لوبغالی د داسې پېښو شاهد دی.
-
تازه خبرونه3 days agoافغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
-
تازه خبرونه2 days agoد ترکیې استخباراتو ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د داعش یو غړی نیولی
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ دې د بندیزونو او فشارونو پر ځای اقتصادي اړیکې پراخې کړي – ملابرادر
-
تازه خبرونه3 days agoایران ته د ناقانونه تېرېدا پر مهال درې افغان کډوال له سختې یخنۍ مړه شول
-
تحول4 days agoتحول: له افغانستان سره د سوداګرۍ د آسانتیا لپاره د ایران هڅې
-
روغتيا3 days agoد عامې روغتیا وزارت پلاوي په نوي ډیلي کې له همدرد بنسټ څخه لیدنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoپر کابل برید د هیڅ پلمې له مخې د منلو وړ ندی
-
لوبی2 days agoد افغانستان هندبال فډراسیون رییس د دې څانګې په نړیوال کانګرس کې ګډون وکړ
