Connect with us

تازه خبرونه

د ناورین په درشل کې د افغانستان پریښودل به “تاریخي تېروتنه” وي

خپور شوی

د

د افغانستان په اړه د م.م د امنیت شورا د غونډې ویناوالو ویلي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین او اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره باید بېړني ګامونه پورته شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې ډیبرا لینز څرګنده کړي: د افغانانو پرېښودل به اوس یوه تاریخي تېروتنه وي – یوه داسې تېروتنه، چې له دې مخکې هم له غمجنو پایلو سره مخ شوې ده.

هغې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د واک نیولو له کبله افغان ولس د داسې شرایطو پر لامل، چې د دوی ګناه نده، د پریښودو، هېرېدو او مجازاتو سره مخ شي.

لینز څرګنده کړې؛ له تېرو درې میاشتو راپدیخوا په کابل او ولایتونو کې له اسلامي امارت سره ښکېلتیا ګټوره او رغنده وه. نوی حکومت په ملګرو ملتونو کې شتون او نړیواله پېژندنه غواړي او په دې لټه کې دی، چې د دوی او نړیوالو ترمنځ د رامنځته شوی درز په اړه باور رامنځته کړي.

هغې ویلي، چې په حکومت کې د ټولګډون د مسلې په ګډون تشې پاتې دي.

هغه وایي؛ یوناما له اسلامي امارت سره په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو او د نجونو د زدکړې په اړه د ستونزمنو مسلو له راپورته کولو څخه ډډه نده کړې.

هغې په ډاګه کړې، چې اسلامي امارت دا ډول اندېښنې په پام کې نیولي؛ خو دوی دا روښانه کړې، چې د اوس لپاره د امتیازاتو محدودیتونه پخپل حال پاتې دي، چې دوی یې په ځینو مسلو کې رامنځته کولو ته لیواله دي.

لینز وایي؛ اسلامي امارت بریالی شوی ندی، چې د داعش خراسانۍ ډلې د پراختیا مخه ونیسي؛ ځکه، چې هڅې یې مخ پر ډېرېدو  او فعال دي. په ۲۰۲۰ کې یې خپل بریدونه له ۶۰ څخه په ۲۰۲۱ کې ۳۳۴ ته رسولي. او په ټولو ولایتونو کې یې ځای نیولی دی.

هغې په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت ته په نغوته کې څرګنده کړې، چې د مخنیوي وړ؛ ځکه دی، چې فلج شوی اقتصاد تر ډېره د مالي بندیزونو له کبله دی.

هغې څرګنده کړې، د ژمي په رانژدې کېدو سره به تر ۲۳ میلیونو پورې افغانان د خوراکي توکو د خوندیتوب له بحران او یا په بېړني حالت کې وي. په داسې حال کې، چې یو وخت د قحطۍ خطر په کلیوالو سیمو پورې محدود و؛ د افغانستان له ۱۱ ګڼ میشتو ښاري سیمو څخه ۱۰ یې اوس د اټکل له مخې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب په بېړنۍ کچه کې دي.

لینز خبرداری ورکړ، چې د اقتصاد دوامدار خرابوالی د افراطیت خطر ډېروي او د بانکدارۍ سکټور فلج کولی هم شي. دغه راز د مالي سیسټم ډېر نامنظم والی د نارسمي پیسو تبادلې ته زمینه برابروي، چې کولی شي د تروریزم، قاچاق او مخدره توکو قاچاق آسانه کړي؛ خو دا حالت به لومړی پر افغانستان اغېزه وکړي او بیا به سیمه او نړۍ اغېزمنه کړي.

هغې ټینګار کړی، چې د خلکو یوازې پرېښودل به یوه تاریخي تېروتنه وي.

د امنیت شورا په بحث کې ګډږونوالو هم د بېړنیو او بې پرې مرستو غوښتنه وکړه. ځينو استازیو د تروريستي بريدونو وروستۍ لړۍ وغندله. په داسې حال کې، چې نورو د ښځو، لاريون کوونکیو او خبريالانو د حقونو د تر پښو لاندې کولو او د خپلسري اعدامونو په ګډون د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې.

د چین استازي ویلي، چې افغانستان باید وکولی شي، چې د پرمختګ پر لور سمه لاره تعقیب کړي او له نړیوال بانک او نړیوال وجهي صندوق (آی ام اف) څخه یې وغوښتل، چې د مالي مرستو پر بیا پیلولو غور وکړي.

هغه وپوښتل: کله، چې ښوونکیو او ډاکټرانو د یو نیم کال معاشونه نه وي ترلاسه کړي، نو څوک د نجونو د زدکړې او یا له وبا سره د مبارزې خبرې له کومه کوي؟

هغه زیاته کړې، دا ډول اقدامات له اخلاقي پلوه د منلو وړ ندي او بشري ناورین نور هم چتکولی شي.

د امريکا استازي جفري ډي لارينټيس هم له افغان ولس سره د مرستې پر اړتيا خبرې وکړې.

هغه ویلي: د افغانستان خلک باید د اسلامي امارت د پرېکړو دوه چنده قیمت ادا نکړي او په همدې خاطر باید په افغانستان کې له رامنځته کېدونکي بشري ناورین سره د مقابلې لپاره خپله پوره هڅه وکړو. مونږ ویاړو، چې په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د لویې برخې پوره کوونکي یوو. دا مرسته به په مستقیم ډول د یونیسف، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون د خپلواکو بشردوستانه سازمانونو له لارې اړو کسانو ته ورکړ شي.

دغه راز د اسلامي امارت د تمې خلاف په ملګرو ملتونو کې د تېر حکومت استازي غلام محمد اسحاقزي امنیت شورا ته ویلي، چې افغانستان له یوه داسې بحران سره مخ دی، چې تاریخي ریښې لري.

هغه څرګنده کړې: نړېدلى اقتصاد، د خوراکي توکو سخته ناامني، اساسي حقونه او آزادۍ، د ميليونونو افغانانو ژوند او انساني کرامت له ګواښ سره مخ دى. که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، نو ټول افغانستان به نږدې فقر او بېوزلي تجربه کړي.

د پاکستان استازي همداراز د افغانستان د شتمنیو د کنګل کېدو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه او یادونه یې وکړه، چې هېواد یې له دغه هېواد سره د غنمو، وريجو، بېړنیو طبي وسایلو او نورو اړینو توکو ترڅنګ د ۳۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم د افغانستان مرکزي بانک د ۹ میلیارډ ډالرو زیرمه، چې ډېره برخه یې په امریکا کې ساتل کیږي، بنده شوې ده. په داسې حال کې، چې ټاکل شوې وه افغانستان د اګست پر ۲۳ د پیسو له نړیوال صندوق څخه ۴۵۰ میلیون ډالر مرسته ترلاسه کړي؛ خو دغه سازمان د نوي حکومت په اړه د روڼتیا د نشتوالي له کبله دغه مرستې وځنډولې.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!