تازه خبرونه
ا.ا د کندهار زندان د نشه يي توکو د درملنې پر مرکز بدل کړ
د افغانستان اسلامي امارت چارواکو د کندهار مرکزي زندان د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز بدل کړ.
د اناتولي خبري سرچینې د راپور له مخې؛ دمګړۍ د کندهار په مرکزي زندان کې ۸۰۰ روږدي او ۱۰۰۰ بندیان ساتل کېږي.
د کندهار زندان مرستيال مولوي منصور ويلي: مونږ د روږدو کسانو لپاره ډېر فرصتونه برابر کړي دي؛ مونږ یو ځانګړی ښوونکی استخدام کړی، چې دوی ته د مخدره توکو د پرېښودو مشوره ورکړي. مونږ د دوی لپاره یو کلینیک هم جوړ کړی، چې هره ورځ یې درملنه کوو. که دلته د دوی درملنه ونشي؛ د روږدو کسانو عمومي او ځانګړيو روغتونونو ته به یې ولېږدوو. مونږ خپله هڅه کوو، چې دوی روغ او ښه وساتو.
يو معتاد محمد نومي ویلي، چې دوى ته ډاډمنې آسانتياوې برابرې شوې دي.
هغه زیاته کړې: مونږ ټول روږدي په زندان کې یوو. مونږ ټول د ښار په ادیره کې وو … په درې یا څلورو ورځو کې مو پوره خواړه نخوړل. اوس په دې زندان کې د ورځې درې ځله خوراک کوو. دا زندان زمونږ د رغېدو لپاره ښه دی.
یو بل بشیر احمد نومی روږدی وایي: زه دوه اوونۍ وړاندې په ارغنداب کې د طالبانو (اسلامي امارت) له خوا ونیول شوم او له یوې میاشتې راپدیخوا دلته یم. که روږدي کسان له روغتیا برخمنېدل غواړي؛ نو روغېدلی شي. اوس زه خپل لمونځ او اودس په وخت ترسره کوم.
دا په داسې حال کې ده، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا درې میلیون کسان روږدي دي؛ خو اسلامي امارت دغه شمېره تائید کړې نده.
تازه خبرونه
اسلامي امارت درېیم هېواد ته د افغان کډوالو د احتمالي لېږد په اړه د مسوولانه چلند غوښتنه وکړه
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې له افغان کډوالو سره باید د نژاد او نورو توپیرونو له په پام کې نیولو پرته، د نافذه قوانینو، منل شویو اصولو او انساني کرامت پر بنسټ چلند وشي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په غبرګون کې، چې له مخې یې امریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال پاکستان یا درېیم هېواد ته ولېږدوي؛ ویلي، چې د افغان کډوالو د برخلیک په اړه باید د هغو قانوني حقونه او انساني کرامت په پام کې ونیول شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې له افغان کډوالو سره باید د نژاد او نورو توپیرونو له په پام کې نیولو پرته، د نافذه قوانینو، منل شویو اصولو او انساني کرامت پر بنسټ چلند وشي.
په دې خبرپاڼه کې له امریکا غوښتل شوي، چې په دې اړه له مسوولانه او سنجول شوي چلند څخه کار واخلي او د افغان کډوالو د برخلیک په اړه هر ډول پرېکړې او اقدامات د روښانه دوهاړخیز تفاهم، اړینې همغږۍ او د اړوند کسانو د حقونو او مشروع غوښتنو په پام کې نیولو سره ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کډوالو د برخلیک په اړه باید د لنډمهالو امتیازاتو او نورو ملاحظاتو له مخې پرېکړې ونهشي او په دې بهیر کې د انساني کرامت، حقونو او بشري معیارونو ساتنې ته پام وشي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویلي، د خپلو اتباعو د ملاتړ او هغوی ته د خوندي او داوطلبانه راستنېدا د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې هر ډول رغنده همکارۍ ته ژمن دی او د خپلو وګړو د حقونو او خوندیتوب تأمین خپل مسوولیت ګڼي.
تازه خبرونه
د افغانستان جګړه مې په درې اوونیو کې ګټلی شوه – ډونالډ ټرمپ
ټرمپ د یکشنبې پر ورځ د آیوا ایالت په ډوبوک ښار کې د منځمهالو ټاکنو یوې ټاکنیزې غونډې ته ویلي، چې د امریکا پخوانیو حکومتونو په جګړو کې د روښانه موخې او بریا لپاره ګام نهدی پورته کړی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې د افغانستان جګړه یې په درې اوونیو کې ګټلی شوه. هغه د امریکا پر پخوانیو ولسمشرانو نیوکه کړې، چې ولې یې د دغه هېواد په تر ټولو اوږده جګړه کې بریا ترلاسه نهکړه.
ټرمپ د یکشنبې پر ورځ د آیوا ایالت په ډوبوک ښار کې د منځمهالو ټاکنو یوې ټاکنیزې غونډې ته ویلي، چې د امریکا پخوانیو حکومتونو په جګړو کې د روښانه موخې او بریا لپاره ګام نهدی پورته کړی.
هغه د افغانستان په جګړه کې د امریکا پوځي حضور ته په نغوته کې هم ویلي:« افغانستان، کلونه او کلونه. مونږ هېڅکله د بریا لپاره جګړه نهکوو؛ د بریا لپاره جګړه نهکوو، بلکې د مساوي کېدا لپاره جګړه کوو.»
هغه زیاته کړې:« ما دغه جګړه په درې اوونیو کې ګټلی شوه.»
ټرمپ د ویتنام جګړې په اړه هم ورته ادعا کړې او ویلي یې دي، چې هغه جګړه یې په یوه اوونۍ کې ګټلی شوه.
امریکا د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د ۲۰۰۱ز.کال په اوکټوبر کې پر افغانستان پوځي عملیات پیل کړل. دغه جګړه نږدې ۲۰ کاله روانه وه او امریکايي ځواکونو د ۲۰۲۱ز.کال په اګست کې له افغانستان څخه خپل وتل بشپړ کړل.
تازه خبرونه
خبریالان د رښتیا ویلو له کبله درنده بیه پرې کوي- ګوترش
ګوترش د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د بېسزا پاتې کېدو د پای ته رسولو نړیوالې ورځې پر مناسبت، چې د نومبر پر دوهیمه لمانځل کېږي؛ خبرداری ورکړی، چې د خبریالانو پر نښه کول او د هغوی د غږ غلي کول خلک له معلوماتو بېبرخې کوي او ټول زیانمنوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش ويلي، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خبریالان اوس هم د رښتیا او حقیقت ویلو له کبله درنده بیه پرې کوي.
ګوترش د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د بېسزا پاتې کېدو د پای ته رسولو نړیوالې ورځې پر مناسبت، چې د نومبر پر دوهیمه لمانځل کېږي؛ خبرداری ورکړی، چې د خبریالانو پر نښه کول او د هغوی د غږ غلي کول خلک له معلوماتو بېبرخې کوي او ټول زیانمنوي.
هغه ویلي:« کله، چې خبریالان پر نښه کېږي او د هغوی د راپورونو خپرول بندېږي؛ په حقیقت کې مونږ ټول زیان وینو.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل پیغام کې د خبریالانو لپاره د عدالت پر ټینګښت او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د جرمونو د عاملانو د ځوابویلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
-
نړۍ2 days agoد جرمني د ځوان نسل په تاوتریخجنو لاریونونو کې د فرانکفورټ هټۍ لوټ شوې
-
تازه خبرونه1 day agoامریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي- اسوشیټډ پرس
-
تازه خبرونه5 days agoاروپايي ټولنې له افغانانو سره پر روان ملاتړ ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه2 days agoد داعش غړی اوغور بهادر اسلامآباد هوايي ډګر ته له ننوتلو وروسته په بلوچستان کې روزل شوی و- سرچینې
-
لوبی5 days agoد افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډلې نامیبیا ته ۶-۲ ماتې ورکړه
-
نړۍ18 hours agoټرمپ له کانګرس پرته د حکومتولۍ پر پلان کار کوي- رویټرز
-
لوبی2 days agoد افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره لوبډلې په لومړي فوټبال نړیوال جام او ننداره کې دریاتیایم مقام خپل کړ
-
لوبی2 days agoافغانستان د سکاټلینډه پر ماتې ورکولو د هانګکانګ شپږآوریزو سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه
