سوداگري
پاکستان افغانستان ته د هند د مرسته شویو غنمو د وړيا لېږد اجازه ورکړه
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر څرګنده کړې؛ د افغانستان هغه ګاډي، چې د هند مرسته شوي غنم د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدوي؛ کولی شي په وړیا توګه تګ راتګ وکړي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې، چې اسلام آباد د بشري وجوهاتو له مخې له هند څخه افغانستان ته د غنمو د لېږد لپاره چمتووالی بشپړ کړی او د دغه هېواد د ګمرک ادارې ته یې لارښوونه کړې، چې له ستونزو پرته یې رسمي کارونه تر سره کړي.
د راپور له مخې؛ ۶۰ موټرو ته به اجازه ورکړ شي، چې له افغانستان څخه لاهور ته د واګې بندر او له هغه ځایه د هند تر عطاري پورې د هند له چارواکو څخه د غنمو لومړۍ جوپه رابار کړي.
د ګمرک يوه لوړ پوړي چارواکي اړوند سرچینې ته څرګنده کړې؛ د حکومت د پرېکړې له مخې، مونږ به د عطاري په پوله کې له هند څخه د غنمو د رابارولو لپاره له افغان چارواکو څخه کوم محصول، ټکس او ماليه ونه اخلو.
د هند حکومت له یوه افغان لوژستیکي شرکت سره هوکړه کړی، چې کولی شي د تورخم له لارې تشې لارۍ لاهور ته ولېږدوي. د راپورونو له مخې، په تورخم کې به پاکستان ته له ننوتو سره سم چارواکي د موټرو کلکه امنیتي پلټنه وکړي.
د راپورونو له مخې؛ په عطاري کې به هندي چارواکي له خپلو موټرو څخه د غنمو د بارولو آسانتیاوې برابروي. بیا افغان ګاډي واګه پولې ته ستنیږي او له پوره امنیتي پلټنې وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته ستنیږي.
ټاکل شوې، چې دا بهیر د کب پر درېیمه د فبرورۍ پر ۲۲ پیل او یوه میاشت به روان وي، چې شاوخوا پنځوس زره ټنه غنم به افغانستان ته ولېږدول شي.
سوداگري
د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې پلاوی کابل ته راغی
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې سفر موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.
په افغانستان کې د ایران سفارت په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې دغه پلاوی د افغانستان د صنعت او کانونو په ملي او نړیوال نندارتون کې برخه اخلي او له افغان چارواکو سره به سوداګریزې ناستې او خبرې ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې سفر موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.
د افغانستان د صنعت او کانونو ملي او نړیوال نندارتون د ۲۰۲۶ز.کال د جون پر نههویشتمه په کابل کې پرانیستل شوی او د صنعت، کانونو او سوداګرۍ په برخو کې د کورنیو او بهرنیو ګډونوالو کوربهتوب کوي.
افغانستان او ایران له اوږدې مودې راپدېخوا اقتصادي اړیکې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې همکارۍ سره له دې، چې د سیمې سیاسي او مالي ننګونې شته؛ روانې ساتل شوې دي.
سوداگري
افغانستان او قرغزستان د ګډې سوداګریزې شورا پر جوړولو ټینګار وکړ
د سفارت د څرګندونو له مخې؛ له دې کار څخه موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پراخول دي.
په قرغزستان کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په بېشکک ښار کې د افغان ـ قرغز سوداګریز فورم پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د ګدې سوداګریزې شورا د جوړېدو په اړه هوکړه شوې ده.
د سفارت د څرګندونو له مخې؛ له دې کار څخه موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پراخول دي.
په قرغزستان کې د افغانستان سفارت چارسمبالي عبدالشکور حقاني په دې ناسته کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې او ټرانزیټ په برخو کې پراخ ظرفیت شته او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا هم دواړو هېوادونو ته ګټه لري.
د یادونې ده، چې په افغان ـ قرغز فورم کې د افغانستان او قرغزستان د دولتي ادارو چارواکو، د سوادګرۍ خونو غړو او د خصوصي سکټور استازو ګدون کړی و.
سوداگري
د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړهلیک په نوي ډیلي کې د دې فډراسیون د عمومي منشي سارب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ، پانګونې او تجارتي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړهلیک په نوي ډیلي کې د دې فډراسیون د عمومي منشي سارب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د سید کریم هاشمي پر مشرۍ د افغانستان پلاوي هم د یاد فډراسیون له رییس نیرمل کومار مینډا او یو شمېر نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د زیاتوالي او د خصوصي سکټور د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې فډراسیون ویلي، چې دا هوکړهلیک د بنسټیزو همکاریو د پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ او پانګونې د نورو ډېرو فرصتونو د برابرولو لپاره لاسلیک شوی دی.
دې بنسټ همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان او هند د سوداګریزو ټولنو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د نویو همکارۍ فرصتونو رامنځته کولو ته ژمن دی.
-
تازه خبرونه3 days agoپناه غوښتونکي ښايي تر ۱۰ زره پونډو پورې لګښتونه بېرته ورکړي
-
International Sports5 days agoد مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد
-
تازه خبرونه5 days agoله ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیرخان متقي
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د پاکستان د وروستيو هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان د هوايي بریدونو ۳۳ ټپیان کابل ته ولېږدول شول
-
لوبی5 days agoافغانستان او ازبکستان په خوست کې دوستانه شلآوریزه لوبه کوي
-
تازه خبرونه3 days agoیوناما پر افغانستان د پاکستاني پوځ په وروستيو هوايي بریدونو کې د ۷۷ کسانو مرګ او ژوبله تائید کړه
