تازه خبرونه
د پاکستان لومړی وزیر به روانه اوونۍ مسکو ته سفر وکړي
اسلام آباد تېره ورځ په ډاګه کړې، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به روانه اوونۍ په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره وګوري.
د پاکستان د لومړي وزیر دغه دوه ورځنی سفر، چې چارشنبې پر ورځ پیلیږي؛ د اوکراین له روان کړکیچه مخکې پلان شوی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ د سرمشریزې په بهیر کې به دواړه مشران د انرژۍ په اړه د همکارۍ په ګډون پر دوه اړخیزو اړیکو بیا کتنه وکړي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پوتین او عمران خان به د افغانستان د وضعیت پر اړوند مسایلو هم خبرې وکړي.
د پاکستان او روسیې اړیکې په تېرو څو لسیزو کې پر نشت حساب شوي؛ ځکه، چې اسلام آباد د سړې جګړې پر مهال له امریکا ملاتړ وکړ او په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې پر افغانستان د امریکایي ځواکونو له برید سره سم واشنګټن د ناټو د لوی متحد دریځ وروباښه.
په تېرو څو کلونو کې د امریکا او پاکستان اړیکې د افغانستان له سیاسي شرایطو سره بدلې او د مسکو او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو هیلې راوټوکېدې، چې د ګازو او انرژۍ په برخو کې د پروژو د طرحې په اړه یې همغږي ښکاره بېلګه ده.
عمران خان د دوشنبې پر ورځ په یوه خپره شوې مرکه کې د دې سفر نېټه په ډاګه کړه او له غرب سره د دې سفر اغېزو ته یې ډېر اهمیت ورنکړ.
هغه د پاکستان نیوزویک ته ویلي: دا سفر د اوکراین د اوسني کړکیچ له راڅرګندیدو مخکې پلان شوی و… ما د ولسمشر پوتین بلنه ډېره ژر ترلاسه کړه.
د یادونې ده، چې دا په تېرو دوه لسیزو کې مسکو ته د یوه پاکستاني مشر لومړی سفر دی.
تازه خبرونه
اووه خصوصي پوهنتونونه د یوه کال لپاره ځنډېدلي؛ د دوه نورو جوازونه لغوه شول
دغه وزارت ویلي، چې دا پرېکړه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د پسرلني سمسټر پر مهال په ټول هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو له ارزونې او څېړنې وروسته شوې ده.
تازه خبرونه
روسیه د افغانستان له لارې هند سمندر ته د اوسپنېپټلۍ بدیله لار جوړول ارزوي
خوسنولین له ټاس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي؛ د دې لارې موخه دا ده، چې د هرمز او باسفور تنګیو لپاره بدیله لاره رامنځته شي او روسیه پر دغو تنګیو خپله تکیه راکمه کړي.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال مارات خوسنولین ويلي، هېواد به یې د افغانستان له لارې هند سمندر ته د اوسپنېپټلۍ د یوې لارې د جوړولو امکان وڅېړي.
خوسنولین له ټاس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي؛ د دې لارې موخه دا ده، چې د هرمز او باسفور تنګیو لپاره بدیله لاره رامنځته شي او روسیه پر دغو تنګیو خپله تکیه راکمه کړي.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړې، د هرمز او باسفور تنګیو د امنیتي ګواښونو له کبله د ترکمنستان، ایران، افغانستان او پاکستان له لارې د نوي اوسپنېپټلۍ او ټرانزیټي لارې د جوړولو طرحه هم څېړل کېدی شي.
نوموړي ویلي؛ هره هغه لاره، چې هند ته د لاسرسي زمینه برابره کړي، د مسکو لپاره د منلو وړ ده.
دا وړاندیز په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدا وروسته د هرمز تنګي له لارې د سمندري لېږد د امنیت او باوري تګ راتګ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی، چې د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګاز د پام وړ برخه یې له لارې لېږدول کېږي.
تازه خبرونه
روسي شرکتونه په افغانستان کې د برښنايي وسایلو پر تولید پانګونه کوي
د دغه شرکت مسوولانو زیاته کړي، افغانستان د برښنايي وسایلو د تولید په برخه کې د میلیونونو ډالرو پانګونې د راجلبولو وړتیا لري.
د افغانستان برښنا شرکت مسوولانو ويلي؛ د روسیې یو شمېر لوی شرکتونه په افغانستان کې د برښنايي وسایلو د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.
د دغه شرکت مسوولانو زیاته کړي، افغانستان د برښنايي وسایلو د تولید په برخه کې د میلیونونو ډالرو پانګونې د راجلبولو وړتیا لري.
د دوی د څرګندونو له مخې، د برښنا شرکت ډېره برخه اړین وسایل له ګاونډ او نورو هېوادونو څخه پېرودل کېږي او د کورني تولید زیاتېدا کولی شي تر یوه بریده پر وارداتو تکیه راکمه کړي.
د خصوصي سکټور غړيو هم ويلي، د برښنايي وسایلو د تولید په برخه کې پانګونه یوه جدي اړتیا ده.
دوی ټینګار کړی؛ په هېواد کې د برښنايي وسایلو د پراختیا او تولید په برخه کې د پانګونې بهیر باید چټک شي، چې د دغو وسایلو واردات کم او کورنی تولید زیات شي.
د خصوصي سکټور د څرګندونو له مخې؛ دا کار به د وارداتو پر کچه تکیه راکمه او د زرګونو کسانو لپاره د کار زمینه هم برابره کړي.
اقتصادي شنونکو ويلي؛ د برښنا د تولید ترڅنګ باید د برښنا د تولید او لېږد لپاره د کارېدونکو وسایلو د تولید په برخه کې د پانګونې کچه لوړه شي، چې په هېواد کې تولید شوي برښنايي وسایل د هېواد بازارونو ته وړاندې او د بهرنیو محصولاتو د واردولو مخه ونیول شي.
د یادونې ده، چې اوسمهال له چین، ایران، ترکیې او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته برښنايي وسایل واردېږي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoپه پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کړکېچ د ژورېدا په حال کې دی ـ د خوړو نړیوال پروګرام
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days agoساینسپوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoکه امریکا بیا برید وکړي، د خلیج د انرژۍ تاسیسات به تر برید لاندې راشي – ایران
-
لوبی5 days agoافغانستان له ایرلنډ سره په ۵۰آوریز لوبلړۍ کې د خپلې نړیوالې درجې د پیاوړتیا په لټه کې دی
-
لوبی4 days agoد افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ایرلینډ سره د بریالي پیل په لټه کې ده
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې پرمختګ شوی
