لوبی
د افغانستان کرکټ لوبډلې له بنګله دېشه دوه یمه ۲۰ آوریزه لوبه وګټله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن (شنبه، د کب ۱۴) له بنګله دېش سره د شل آوریزو نړیوالو سیالیو دوه یمه او وروستۍ لوبه پر اته ویکټو وګټله.
بنګله دېش لوبډلې لومړی په ۲۰ آورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو ۱۱۵ منډې یې جوړې کړې.
د بنګله دېش په توپ وهنه کې مشفق الرحیم تر ټولو ډېرې ۳۰ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري فضل فاروقي او عظمت الله عمرزي د بنګله دېش درې درې لوبغاړي وسوخول.
د هېواد ملي لوبډلې په ۱۷.۴ آورونو کې ټاکلی هدف پوره کړ. حضرت الله ځاځي ۵۹ او عثمان غني ۴۷ مندې تر سره کړې.
له دې بریا سره افغان لوبډلې د ۲۰ آورونو لړۍ ۱-۱ مساوي کړه.
لوبی
لیگ قهرمانان افغانستان؛ سرسبز یاشلر و خراسان فاریاب بدون گول مساوی کردند
تیمهای سرسبز یاشلر و خراسان فاریاب در چهلویکمین دیدار فصل ششم لیگ قهرمانان افغانستان روشن، با نتیجه ۰–۰ به تساوی رسیدند.
این دیدار امروز (سهشنبه) در استدیوم فدراسیون فوتبال افغانستان برگزار شد. دو تیم در جریان ۹۰ دقیقه بازی و دقایق اضافی، فرصتهای خود را به گول تبدیل نکردند و در نهایت به تقسیم امتیازها رضایت دادند.
رقابتهای فصل ششم لیگ قهرمانان افغانستان روشن بهگونه زنده و انحصاری از تلویزیون آریانا پخش میشود.
لوبی
عینو مینه کندهار، استقلال کابل را ۳ بر ۲ شکست داد
تیم فوتبال عینو مینه کندهار در چهلمین دیدار فصل ششم لیگ قهرمانان افغانستان روشن، استقلال کابل را با نتیجه ۳ بر ۲ شکست داد.
این دیدار امروز (سهشنبه) در ورزشگاه فدراسیون فوتبال افغانستان برگزار شد.
استقلال کابل در نیمه نخست با گول هارون نوری در دقیقه ۳۸ از حریف پیش افتاد. نوری در دقیقه ۴۰ نیز گول دوم خود و استقلال کابل را به ثمر رساند.
عینو مینه کندهار در نیمه دوم برای جبران نتیجه وارد میدان شد و در دقیقه ۵۵، محمد یاقوت با ضربه سر نخستین گول این تیم را به ثمر رساند.
سلطانی پنجشیری در دقیقه ۸۰ گول دوم عینو مینه کندهار را وارد دروازه استقلال کرد. چهار دقیقه بعد، سلیمان پوپل، بازیکن استقلال کابل، به اشتباه دروازه خودی را باز کرد تا عینو مینه با نتیجه ۳ بر ۲ به برتری برسد.
استقلال کابل در دیدار بعدی خود روز ۸ اکتوبر برابر آرمان افسی قرار میگیرد و عینو مینه کندهار نیز در همین روز به مصاف آریاناخوست خواهد رفت.
رقابتهای فصل ششم لیگ قهرمانان افغانستان روشن بهگونه زنده و انحصاری از تلویزیون آریانا پخش میشود.
لوبی
د افغانستان کرکټ لوبډله په راتلونکو میاشتو کې له ګڼو نړیوالو لوبو سره مخ ده
پېنځه ورځنۍ ټسټ لوبه به د تلې پر اووهلسمه / د اوکټوبر پر نهمه پیل او پر ژوندۍ بڼه به له آریانا ټلویزیون څخه خپره شي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په راتلونکو څو میاشتو کې ګڼې نړیوالې لوبې لري، چې د دې بوخت مهالوېش لړۍ به د جمعې پر ورځ په متحده عربي اماراتو کې له بنګلهدېش سره د یوې ټسټ لوبې پر ترسره کېدا پیل شي.
پېنځه ورځنۍ ټسټ لوبه به د تلې پر اووهلسمه / د اوکټوبر پر نهمه پیل او پر ژوندۍ بڼه به له آریانا ټلویزیون څخه خپره شي.
له بنګلهدېش سره له ټسټ لوبې وروسته به افغانستان، بنګلهدېش او زیمبابوې په درېاړخیزه یو ورځنۍ لوبلړۍ کې ولوبیږي، چې سیالۍ به یې د اوکټوبر له اووهلسمې څخه تر درویشتمې ترسره شي.
د درېاړخیزې لوبلړۍ لومړۍ دوه لوبې به په ابوظبۍ او پاتې دوه لوبې په شارجه کې ترسره شي.
افغانستان به له دې وروسته له زیمبابوې سره درې شلآوریزې لوبې هم ترسره کړي، چې د لړم پر پېنځمه،اوومه او لسمه / د اوکټوبر پر اووهویشتمه، نههویشتمه او د نومبر پر لومړۍ ترسره شي.
له شلآوریزو لوبو وروسته به افغانستان له زیمبابوې سره دوه ټسټ لوبې هم وکړي. لومړۍ ټسټ لوبه به د لړم څوارلسمه / د نومبر پر پېنځمه او دوهیمه به د لړم پر دوهویشتمه / د نومبر پر دیارلسمه پیل شي. له زیمبابوې سره ټولې پېنځه لوبې به په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
ټولې یادې شوې لوبې به پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپریږي، چې له کبله به یې د افغانستان د کرکټ مینهوال په راتلونکو اوونیو کې د کرکټ د درې واړو بڼو ګڼې نړیوالې لوبې وګوري.
د افغانستان کرکټ بورډ له بنګلهدېش او زیمبابوې سره د راتلونکو بوختو سیالیو لپاره د ټسټ، یو ورځنیو او شلآوریزو لوبو لوبډلې هم اعلان کړې دي.
رحمت شاه په دې وروستیو کې د ټسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی او په دواړو بڼو کې به د افغانستان لوبډله رهبري کوي.
نوموړي په اګسټ کې افغانستان د ایرلینډ پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو په څلور- صفر بریا کې هم رهبري کړی و. له بنګلهدېش سره راتلونکې ټسټ لوبه به د ټسټ لوبو د بشپړ وخت لوبډلمشر په توګه د هغه لومړۍ دنده وي.
چټک توپاچوونکی عصمت عالم هم له هند سره د وروستۍ ټسټ لوبې له لاسه ورکولو وروسته بېرته د ټسټ لوبډلې ته راغلی دی.
د منځنۍ کرښې توپوهونکی شاهدالله کمال او چټک توپاچوونکی یمین احمدزي هم د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس روانو سیالیو کې د ښو لوبو له ترسره کولو وروسته بېرته لوبډلې ته بلل شوي دي.
شاهدالله په دغو سیالیو کې د ۷۶.۸۵ منډو په اوسط ۵۳۸ منډې کړې دي. په داسې حال کې، چې یمین ۴۲ ویکټې اخیستې او د ۱۲.۷۳ ویکټو په اوسط سره یې د ټورنمنټ د توپاچوونکو په لښتیلیک(جدول) کې لومړی ځای خپل کړی دی. دواړه لوبغاړي اوسمهال په خپلو برخو کې د دغو سیالیو مخکښان دي.
تجربهکار کیڼلاسی سپین توپاچوونکی ضیاالرحمن اکبر هم له نږدې یو کال ټپي کېدو وروسته بېرته د ټسټ لوبډلې ته راستون شوی دی.
د برکلیګ توپاچوونکی خلیل ګربز، چې په ۲۰۲۴ز.کال کې له ایرلینډ سره د ټسټ لوبې لپاره د افغانستان د لوبډلې برخه و؛ هم بېرته لوبډلې ته بلل شوی دی.
راشد خان او ابراهیم ځدراڼ د طبي سلا له مخې په اوسني پړاو کې په اوږده بڼه کې له لوبېدو څخه د ډډې کولو پر سپارښتنه اوس هم له ټسټ لوبو استراحت کوي.
په سپین توپ کرکټ کې د منځنۍ کرښې توپوهونکی دروېش رسولي له یو ورځنۍ او شلآوریزې لوبډلو څخه ایستل شوی دی. په داسې حال کې، چې محمد نبي هم د شلآوریزې لوبډلې برخه نهدی.
محمد اکرم، چې د ۲۰۲۶ز.کال په آسیايي لوبو کې یې له شلآوریزو لوبو څخه خپله لومړۍ لوبه کړې، له زیمبابوې سره د شلآوریزې لوبلړۍ لپاره په لوبډله کې ځای موندلی دی.
ځوان چټک توپاچوونکې عبدالله ترهخېل هم د شپږیزې کرکټ لیګ په یوولسم پېر کې د خپلو ښو لوبو له کبله د شلآوریزې لوبډلې لپاره غوره شوی دی.
اعجاز احمدزی او شاهدالله کمال هم شلآوریزې لوبډلې ته بېرته بلل شوي دی. په داسې حال کې، چې فرید احمد ملک له هند سره د افغانستان د وروستۍ شلآوریزې لوبلړۍ پر مهال د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې و؛ اوس د ۱۵ کسیزې اصلي لوبډلې برخه ګرځېدلی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان ویلي، ټسټ کرکټ د افغانستان لپاره اوس هم له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او له بنګلهدېش او زیمبابوې سره راتلونکې لوبې د لوبډلې د ځوانو لوبغاړو لپاره؛ په اوږده بڼه کې د تجربې د ترلاسه کولو لپاره مهم فرصتونه دي.
هغه زیاته کړې، درېاړخیزې یو ورځنۍ لوبلړۍ به د ۲۰۲۷ز.کال د کرکټ نړیوال جام لپاره د افغانستان د چمتووالي یوه برخه وي. نوموړي د ملي لوبډلې لپاره د پرلهپسې او لوړ کیفیت نړیوالو لوبو د برابرولو په برخه کې د کرکټ بورډ پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.
آریانا راډیو او ټلویزیون د افغانستان پر کچه د راتلونکو نړیوالو کرکټ لوبو د خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي، چې له مخې به یې د ملي لوبډلې ټسټ، یو ورځنۍ او شلآوریزې لوبې په ټول هېواد کې د مینهوالو لپاره پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
دا تړون د افغانستان د سپورټ د ودې او پیاوړتیا لپاره د آریانا راډیو او ټلویزیون د روان ملاتړ یوه برخه ده، چې له لارې یې د هېواد د سپورټ مینهوالو ته د مهمو سپورټي سیالیو پراخ لاسرسی برابرېږي او د افغان لوبغاړو، ملي لوبډلو او د هغوی د مینهوالو ترمنځ اړیکې پیاوړې کیږي.
آریانا راډیو او ټلوېزیون د سپورټ په برخه کې د خپلو خپرنیزو پانګونو له لارې د افغان سپورټ لپاره د پراخې رسنیزې زمینې برابرولو او د راتلونکي نسل د لوبغاړو او مینهوالو د هڅونې لپاره خپلې ژمنې روانې ساتي.
د افغانستان ټسټ لوبډلې جوړښت
رحمت شاه(لوبډلمشر)، اکرام علیخېل(مرستیال لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی)، افسر ځاځی( ویکټ ساتونکی)، صدیقالله اتل، عبدالمالک، حشمتالله شهیدي، رحمانالله ځدراڼ، شاهدالله کمال، عصمت عالم، قیس احمد، ضیاالرحمن اکبر، خلیل ګربز، محمد سلیم ساپی، ضیاالرحمن شریفي او یمین احمدزي.
احتیاطي لوبغاړي: بهیر شاه محبوب، نصیرخان معروفخېل، بلال سميع او بشیر احمد.
د افغانستان یو ورځنۍ لوبډلې جوړښت
رحمت شاه( لوبډلمشر)، رحمانالله ګربز( مرستیال لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی)، اکرام علیخېل(ویکټ ساتونکی)، صدیقالله اتل، ابراهیم ځدراڼ، حشمتالله شهیدي، عظمتالله عمرزي، محمد نبي، راشد خان، ننګیالی خان، ایام غضنفر، بلال سميع، ضیاالرحمن شریفي، فضلالحق فاروقي او یمین احمدزی.
مل احتیاطي لوبغاړی: قیس احمد.
د افغانستان شلآوریزې لوبډلې جوړښت
ابراهیم ځدراڼ(لوبډلمشر)، رحمانالله ګربز(ویکټ ساتونکی)، نورالرحمن(ویکټ ساتونکی)، صدیقالله اتل، محمد اکرم، شاهدالله کمال، اعجاز احمدزي، عظمتالله عمرزي، عبدالله ترهخېل، راشد خان، نور احمد، مجیبالرحمن، فضلالحق فاروقي، عبدالله احمدزی او فرید احمد ملک.
احتیاطي لوبغاړي: فریدون داودزی، قیس احمد او ننګیالی خان.
د افغانستان دغه بوخت نړیوال مهالوېش د کرکټ مینهوالو لپاره د لیدو ډېر څه لري؛ ځکه په راتلونکو اوونیو کې به د ټسټ، یو ورځنیو او شلآوریزو لوبو لړۍ ترسره شي او آریانا ټلویزیون به دغه لوبې پر ژوندۍ بڼه خپروي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoهند او پاکستان د یو بل لوړپوړي ډیپلوماتان احضار کړل
-
تازه خبرونه23 hours agoآریانا افغان هوایي شرکت د یو پاکستاني شرکت ۱۵ کلن انحصار پای ته ورساوه
-
تازه خبرونه3 days agoترکیې له افغانستان څخه هند ته د نشهيي توکو پر لېږد تورن کس هند ته وسپاره
-
لوبی2 days agoد افغانستان کرکټ لوبډله په راتلونکو میاشتو کې له ګڼو نړیوالو لوبو سره مخ ده
-
تازه خبرونه3 days agoد واخان ۱۲۱ کیلومټره سړک د چین تر پولې بشپړ شو
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد یمن حکومت د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو عملیات پیل کړل
-
تازه خبرونه2 days agoایران او افغانستان له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخ دي – ایرانی ډیپلوماټ
-
سیمه ییز خبرونه23 hours agoد یمن دولتي ځواکونو د بابالمندب تنګي شاوخوا سیمې بېرته ونیولې
