تازه خبرونه
اسلامي امارت د ښځو د ستونزو پر حل کولو ټینګار څرګند کړ
اسلامي امارت د افغان ښځو او نجونو د اوسني وضعیت په اړه د اندېښنې له څرګندولو سره همهاله ویلي، چې په هېواد کې د ښځو د ستونزو د اواري لپاره ژمن دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر اتمه د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت په ډاګه کړې، چې افغان میرمنو په هېواد کې د اوږدو جګړو پر مهال ډېر زیانونه لیدلي دي.
دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي؛ اوږدې جګړې ښځې ډېرې زیانمنې کړي؛ حکومت ژمن دی، چې افغان میرمنو ته د اسلام د سپیڅلي دین او د ملي منل شويو دودونو په رڼا کې د پتمن او ګټور ژوندانه آسانتیاوې برابرې کړي.
یادې سرچینې څرګنده کړې؛ د ښځو نړیواله ورځ یو ښه فرصت دی، چې افغان میرمنې په کې د خپلو مشروع حقوقو غوښتنه وکړي. مونږ د خپلو افغان میرمنو له حقوقو ساتنه او دفاع کوو.
د ښځو د پیوستون له نړیوالې ورځې سره سم، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) او د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.
یوناما د سې شنبې پر ورځ د کب ۱۷ / د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې ویلي، چې ملګري ملتونه د هغو افغان ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ دي، چې د جنسیتي نابرابرۍ او تبعیض سره مخ دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز ویلي: هغه څه، چې مونږ یې نن په افغانستان کې شاهدان یو، یو ویجاړونکی بحران دی. په افغانستان کې هرڅوک له اوسني بحران څخه اغېزمن شوي؛ خو د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ دی، چې حقونه او فرصتونه یې له ننګونې سره مخ شوي دي.
هغې زیاته کړې؛ افغان ښځې او نجونې باید له تعلیم، لوړو زدکړو او کارموندنې برخمنې شي او د مساوي فرصتونو د پراختیا لپاره یې ډېر څه ته اړتیا ده.
هغه وایي؛ افغان ښځو او نجونو ته باید دا فرصت ورکړ شي، چې د افغانستان د راتلونکي په جوړولو کې فعاله ونډه واخلي، چې هېواد له سولې او ثبات بې برخې پاتې نشي.
دغه راز د بخښنې نړیوالې ټولنې ویلي، چې افغان ښځې او نجونې دمګړۍ نشي کولی له خپلو بشپړو بشري حقونو برخمنې شي.
دوی له نړیوالې ټولنې څخه د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ غوښتنه کړې او څرګندوي؛ اسلامي امارت د خپلو پالیسیو له لارې په هېواد کې د ښځو د بیان او حرکت آزادي سخته محدوده کړې.
تازه خبرونه
د افغانستان او ایران ستازو د اړیکو پر پراختیا ټینګار څرګند کړ
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، دغه لیدنه د «مسکو فارمټ» د اتمې غونډې په څنډه کې شوې ده.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران بهرنیو چارو وزارت له استازي محمد رضا بهرامي ترمنځ د افغانستان او ایران د اړیکو، سیمهییزو بدلونونو او د متقابلې همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، دغه لیدنه د «مسکو فارمټ» د اتمې غونډې په څنډه کې شوې ده.
په دې لیدنه کې امیر خان متقي د افغانستان په اړه د ایران له تعامل او په سیمهییزو ناستو کې د دغه هېواد رغنده ونډه وستایله او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
محمد رضا بهرامي هم د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی او د ګډو سیمهییزو همکاریو، ثبات او اقتصادي تعامل په اړه یې د خپل هېواد لیدلوری شریک کړی دی.
تازه خبرونه
د بریټانیا ځانګړي ځواکونه د « درانده جرمونو» پر تور له قضايي څېړنې سره مخ کېدی شي
په محکمه کې د وړاندې شویو څرګندونو له مخې؛ د دغو ادعاوو په اړه څېړنې تر هغې ځنډول شوې دي، چې د «افغانستان د څېړنې» پر نوم د پراخو څېړنو پایلې څرګندې شي.
د بریټانیا دفاع وزارت داسې اسناد موندلي، چې ښيي د دغه هېواد پوځي ځواکونه ښايي په افغانستان کې پر «دراندو جرمونو»؛ لکه وژنو او د سختو بدني زیانونو تورن شي. دا موضوع په لندن کې د بریټانیا په عالي محکمه کې وړاندې شوې ده.
په محکمه کې د وړاندې شویو څرګندونو له مخې؛ د دغو ادعاوو په اړه څېړنې تر هغې ځنډول شوې دي، چې د «افغانستان د څېړنې» پر نوم د پراخو څېړنو پایلې څرګندې شي.
په دغو څېړنو کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳زېږدیزو کلونو ترمنځ د بریټانیا د ځانګړو ځواکونو لهخوا د افغانانو د ناقانونه وژنو ادعاوې او له هغې وروسته د دغو پېښو د پټولو ادعاوې څېړل کیږي.
دغه قضیه د بریټانیا د شاهي پوځي پولیسو لهخوا د ترسره شویو څېړنو د ناکافيوالي ادعاوې هم څېړي.
د محکمې وروستۍ غونډه د یوه لوړپوړي بریټانوي سرتېري له قضیې سره تړاو لري، چې د «IIA126 شاهد» په مستعار نوم پېژندل کیږي. نوموړي د څېړنیزې کمیټې له هغې پرېکړې سره مخالفت کړی، چې ده او د ده وکیلانو ته یې ځینو شواهدو ته لاسرسی محدود کړی دی.
د دغه سرتېري مشر وکیل کیټ ګرینج استدلال کړی، چې دغه محدودیتونه د هغه موکل ته د هغو شواهدو د کتلو مخه نیسي، چې د یوه کس د سر پر ډزو د ویشتلو له ادعا سره تړاو لري. د ادعا له مخې، دغه کس ښايي د ډزو پر مهال ویده و او پېښه د یوه «قصدي نیولو عملیات» پر مهال شوې ده.
د څېړنې کمیټې له دې حقوقي غوښتنې سره مخالفت کړی او څرګندوي، چې دغه محدودیتونه د هغو شاهدانو د هویت خوندي کولو لپاره اړین دي، چې شواهد یې ډېر حساس بلل کیږي.
د څېړنې کمیټې وکیل جاناټان ګلاسون محکمې ته ویلي: د داسې اسنادو موندل، چې د دراندو جرمونو د احتمالي ترسره کېدا نغوته کوي؛ دا معنا نه لري، چې حتماً به کوم مشخص کس له جنایي تور سره مخ شي.
د دغو ادعاوو په اړه څېړنې روانې دي او تمه ده، چې محکمه به د وروستۍ حقوقي دعوې په اړه خپله لیکلې پرېکړه په بل وخت کې صادره کړي.
تازه خبرونه
د افغانستان د کرنې وزیر په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته تلی
ټاکل شوې، نوموړی د وچې په منځ کې د پرتو هېوادونو، خوړو خوندیتوب او دوامدارې پراختیا موخو د تخنیکي نړیوال فورم په غونډه کې ګډون وکړي، چې د اوکټوبر له اوومې څخه تر اتمې به جوړه شي.
د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د ازبکستان د کرنې وزارت پر بلنه تاشکند ته تللی دی.
ټاکل شوې، نوموړی د وچې په منځ کې د پرتو هېوادونو، خوړو خوندیتوب او دوامدارې پراختیا موخو د تخنیکي نړیوال فورم په غونډه کې ګډون وکړي، چې د اوکټوبر له اوومې څخه تر اتمې به جوړه شي.
د افغانستان د کرنې وزارت ویلي، د دې سفر پر مهال به له ازبکستان سره د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د دوهاړخیزو او سیمهییزو همکاریو پر پراختیا هم خبرې وشي.
همداراز، افغان پلاوی به د ګډون کوونکو هېوادونو له چارواکو او استازو سره د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ پراختیا، صادراتو، د پانګونې راجلبولو او د مسلکي پوهې او تجربو د لېږد په اړه هم خبرې وکړي.
-
تازه خبرونه2 days agoآریانا افغان هوایي شرکت د یو پاکستاني شرکت ۱۵ کلن انحصار پای ته ورساوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoهند او پاکستان د یو بل لوړپوړي ډیپلوماتان احضار کړل
-
تازه خبرونه4 days agoترکیې له افغانستان څخه هند ته د نشهيي توکو پر لېږد تورن کس هند ته وسپاره
-
تازه خبرونه3 days agoد واخان ۱۲۱ کیلومټره سړک د چین تر پولې بشپړ شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد یمن حکومت د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو عملیات پیل کړل
-
لوبی2 days agoد افغانستان کرکټ لوبډله په راتلونکو میاشتو کې له ګڼو نړیوالو لوبو سره مخ ده
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد یمن دولتي ځواکونو د بابالمندب تنګي شاوخوا سیمې بېرته ونیولې
-
تازه خبرونه3 days agoایران او افغانستان له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخ دي – ایرانی ډیپلوماټ
