Connect with us

تازه خبرونه

افغان حکومت کولی شي افغانستان له اقتصادي سقوط وژغوري

خپور شوی

د

 نړیوال بانک په ډاګه کړې، چې که د افغانستان نوی حکومت وغواړي کولی شي دغه هېواد له اقتصادي سقوط څخه وژغوري.

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضیعت په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی، طبیعي سرچینو ته لاسرسی آسانه دی او سوداګرو او خیریه بنسټونو ته د کار زمینه برابره شوې؛ نو له  همدې کبله شونې ده، چې افغانستان له اقتصادي سقوط څخه وژغورل شي، خو په دې اړه د نوي حکومت هڅې پوره اړینې دي.

د دغه راپور په ځينو برخو کې له افغانستان سره په اقتصادي پروژو کې د همکارۍ بهیر له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د نوي حکومت پر ژمنو مشروطې  شوې دي. په داسې حال کې، چې د افغانستان اسلامي امارت تل د نړیوالو له مشروطو مرستو او همکاریو څخه ډډه کړې.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړې؛ مونږ له نړیوالو سره په هره برخه کې که هغه بشری وي او یا اقتصادي د ښې همکارۍ غوښتونکي یو؛ خو مونږه مشروطي همکارۍ نه غواړو.

د هېواد د خصوصي سکتور غړي هم تر یوه بریده د نړیوال بانک وروستی راپور تائیدوي؛ خو زیاتوي، چې د افغانستان اقتصادي نظام له بحران څخه د وتلو په حال کې دی او دوی هم له نړیوالې ټولنې سره د حکومت د اړیکو پراخولو غوښتنه کوي، چې ورسره د هېواد د اقتصادي پراختیا پر وړاندې شته ستونزې راکمې او پانګونې ته زمینه برابره شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي: د پخوا پر پرتله د افغانستان اقتصاد د ښه کېدو پر لوري د حرکت په حال کې دی؛ خو د پانګونې د پراختیا لپاره باید له نړیوالې ټولنې سره خپلې اړیکې پرا خې او تنظيم کړو.

د صنایعو او کانونو خونې مشر شېر باز کمین زاده ویلي؛ مونږ د نړبوال بانک دا راپور منو؛ خو هیله داده، چې دوی د افغانستان د اقتصادي فعالیتونو پر وړاندې ستونزې را جوړې نکړي.

د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې؛ که نوی حکومت د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېدي، اقتصادي سرچینې په شفافه او سمه توګه مدیریت کړي او په دې تړاو نړیوالو ته ډاډ ورکړي، نو د اقتصادي سقوط د مخنیوي پوره امکانات شته دی.

ویل کیږي، چې د نړیوالې ټولنې په غوښتنو کې د بشري حقونو رعایت، د نجونو د زدکړو او کار حق ته درناوی او نور هغه موارد راځي، چې د افغانانو په ګټه دي.

تازه خبرونه

د افغانستان او ایران مالیې وزیرانو پر سوداګریزو او کرنیزو همکاریو خبرې وکړې

د مالیې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي کمیسیون د راتلونکې غونډې پر جوړېدا، ایران ته د افغان کرنیزو محصولاتو پر صادراتو، د ګمرکونو پر ۲۴ ساعته فعالیت، د افغان سوداګرو د ستونزو پر اواري او د ناقانونه توکو د قاچاق پر مخنیوي خبرې وشوې.

Published

on

 

د افغانستان مالیې وزیر او د دوه‌اړخیزو همکاریو د اقتصادي کمیسیون رییس محمد ناصر آخوند ایران ته په خپل رسمي سفر کې د دې هېواد د کرنې له وزیر غلام‌رضا نوري قزلجه سره لیدلي دي.

د مالیې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي کمیسیون د راتلونکې غونډې پر جوړېدا، ایران ته د افغان کرنیزو محصولاتو پر صادراتو، د ګمرکونو پر ۲۴ ساعته فعالیت، د افغان سوداګرو د ستونزو پر اواري او د ناقانونه توکو د قاچاق پر مخنیوي خبرې وشوې.

دغه راز دواړو لوریو د ناقانونه توکو د قاچاق پر مخنیوي او یو شمېر نورو سوداګریزو او اقتصادي موضوعاتو هم بحث او خبرې کړې دي.

ویل کیږي، چې د ایران د کرنې وزیر په کرنیزو، مالدارۍ او اوبولګولو برخو کې له افغانستان سره د همکاریو د ډاډ تر څنګ د اقتصادي کمیسیون راتلونکې غونډې ته د چمتووالي هم ټینګار کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په جوزجان کې د بیات پاور ۴۰ میګاواټه ګازي برښنا تولیدي توربین بېرته فعال شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ګازي برښنا د تولید په برخه کې د بیات پاور شرکت پانګونه وستایله او له نورو پانګوالو یې هم وغوښتل، چې پر برښنا او نورو برخو پانګونه وکړي.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۴, ۱۴۰۵

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د شنبې پر ورځ په جوزجان ولایت کې د بیات پاور شرکت د ۴۰ میګاواټه ګازي برښنا تولیدي توربین د بیا فعالولو مراسم پرانیستل.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ګازي برښنا د تولید په برخه کې د بیات پاور شرکت پانګونه وستایله او له نورو پانګوالو یې هم وغوښتل، چې پر برښنا او نورو برخو پانګونه وکړي.

ملا عبدالغني برادر ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې او صنعتي کېدو لپاره مهم ګامونه پورته کړي او پانګوالو ته یې د پانګونې مناسب فرصتونه برابر کړي دي.

نوموړي له پانګوالو او صنعت‌کارانو وغوښتل، چې د هېواد په آبادۍ او خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ونډه واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د سوالګرۍ د مدیریت طرحه نړیوالو بنسټونو ته وړاندې کړه

دا طرحه د چارشنبې پر ورځ د اقتصادي مرستیالۍ د عامه اړیکو ریاست پر مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې وړاندې شوه.

Published

on

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ په هېواد کې د سوالګرۍ پدیدې د مدیریت هر اړخیزه طرحه د نړیوالو بنسټونو او مرستندویه موسسو له استازو سره شریکه کړې ده.

دا طرحه د چارشنبې پر ورځ د اقتصادي مرستیالۍ د عامه اړیکو ریاست پر مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې وړاندې شوه.

په دې غونډه کې د سوالګرۍ پدیدې د مخنیوي لپاره پر دوامدارو لارو چارو او په دې برخه کې د اسلامي امارت پر هڅو خبرې وشوې.

د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې د مسلکي زده‌کړو، مشروطو نغدي مرستو او د اړمنو کسانو د اقتصادي پیاوړتیا له لارې د سوالګرۍ پر کمولو ټینګار وشو، چې هغوی ته د دوامدار او باعزته ژوند زمینه برابره شي.

د نړیوالو بنسټونو او مرستندویه موسسو استازو هم له وړاندې شوې طرحې هرکلی کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!