Connect with us

تازه خبرونه

اشرف غني او ملګرو يې د تېښتې پر مهال له يو ميليون لږ ډالر وړي – سیګار

خپور شوی

د

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش د امریکا کانګرس ته په یوه تازه راپور کې څرګنده کړې؛ اشرف غني او د هغه ۵۴ ملګرو د اګست پر ۱۵ د تېښتې پر ورځ شاوخوا یو میلیون ډالر بهر ته وړي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان سپکو د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لخوا له افغانستان څخه د تېښتې پر وخت د لسګونه میلیون ډالرو لېږدول رد کړي دي.

سیګار وايي، چې د لومړنیو موندنو پر بنسټ اشرف غني او د هغه ۵۴ کسیزې ډلې د تېر کال د اګست پر پېنځلسمه له افغانستان څخه د تېښتې پر مهال له ۵۰۰ زره ډالرو زیاتې پیسې له ځان سره وړي دي.

 د سیګار ادارې د څرګندونو له مخې؛ د لومړنیو موندنو له مخې، د پام وړ نورې پیسې، پېنځه میلیون ډالره په ولسمشرۍ ماڼۍ او ۷۰ میلیون نور د ملي امنیت له ریاسته ورکې شوې دي.

سیګار د امریکا کانګرس ته په یوه تازه راپور کې لیکلي، چې په درې چورلکو کې د ۱۶۹ میلیون ډالرو د لېږدولو راپورونه، چې ګواکې  اشرف غني او ډلې یې له افغانستان څخه وړي دي؛ ناسم دي.

امريکايي ورځپاڼې پوليټيکو د سیګار د يوه لومړني راپور د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې له جنرال عمر خېل سره په يوه کڅوړه کې دوه سوه زره ډالره او د ملي امنيت شورا د سلاکار رفيع فضل سره په بله کڅوړه کې ٢٤٠ زره ډالره ول.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي عمومي پلټونکی جان سپکو ویلي: که څه هم سیګار موندلې، چې د اشرف غني او د هغه د ملګرو په چورلکو کې یو څه نغدې پیسې لیږدول شوي؛ خو شواهد ښيي، چې دا رقم له یو میلیون ډالرو کم و.

په کابل کې د روسیې سفارت د اسلامي امارت له واک ته رسیدو یوه ورځ وروسته دولتي خبري آژانس ته ویلي وه، چې غني د تېښتې پر مهال ۱۶۹ میلیون ډالر له ځانه سره وړي. دا ادعا بیا وروسته د اشرف غني لخوا رد شوه؛ خو د لېږدېدلو پیسو د اندازې په اړه یې هغه مهال هم څه ندي ویلي.

د سیګار موندنې ښيي، چې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه پېنځه میلیون او له ملي امنیت څخه اویا میلیون ډالر په هماغه ورځ تريتم او غلا شوي دي.

یوه پخواني لوړپوړي چارواکي سیګار ادارې ته ویلي، چې له اشرف غني سره مل کسانو هر یوه له پېنځه څخه تر لس زره ډالرو پخپلو جیبونو کې لرل.

جان سپکو څرګنده کړې: له هغې وروسته، چې غني او ملګري یې له ارګه وتښل؛ په ارګ کې شاوخوا پېنځه میلیون ډالر پاتې ول، چې د ولسمشرۍ د ساتنې ادارې (PPS)د سرتېرو لخوا پرې شخړه وشوه او په بکسونو کې ځانګړیو موټرونو له ارګه وایستل او ورک شول. دغه راز له ملي امنیت ریاست څخه اویا میلیون ډالر، چې د طالبانو ضد وسلوالو د ملاتړ لپاره په پام کې نیول شوي وه، هم ورک او له لاسرسي ووتل.

 له دې ټولو ناخوالو سره سره د سیګار اداره  وايي، تر اوسه نده توانېدلې، چې د اګست پر پېنځلسمه د لوټ شويو پيسو کره اندازه معلومه کړي .سیګار دغه راپور له ۳۰ پخوانیو افغان چارواکو سره د مرکو پر بنسټ چمتو کړی، چې په کې د ارګ  لوړپوړي چارواکي  او د اشرف غني ملګري، د حکومت پخواني امنیتي او دفاعي چارواکي شامل دي.

سیګار په ډاګه کوي؛ دا یو لومړنی راپور دی او د وروستي راپور چمتو کولو لپاره د معلوماتو راټولول مو روان ساتلي دي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!