تازه خبرونه
په کابل کې د طبیعي پېښو له قربانیانو سره د مرستو راټولولو کنفرانس جوړ شو
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې د وروستیو طبیعي پېښو له زیانمنو سره د مرستې په موخه نړیواله غونډه جوړه شوه.
د بهرنیو چارو وزارت وزیر وايي؛ افغانستان د طبیعي پېښو له قربانیانو سره کافي امکانات نلري. له اړمنو سره د مرستې لپاره ۳۲۲ میلیون دالرو ته اړتیا ده.
نوموړي څرګنده کړې؛ په هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو انساني او مالي زیانونه ډېر دي او زیانمن شوي کسان تر بل هر وخت د هېوادونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د وروستیو طبیعي پېښو له قربانیانو سره د مرستې توان نلري او له نړۍ څخه د همکارۍ غوښتنه کوي.
مقتي په دې غونډه کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادېدو غوښتنه وکړه او ترڅنګ یې د پانګونې پر جلبولو هم ټینګار وکړ.
له کړکېچ څخه د افغانستان د وتلو لپاره د پراختیايي مرستو بیا پیلول د دې غونډې یوه بله غوښتنه ده.
د اسلامي امارت یو شمېر چارواکي وايي، بشري مرستې کافي ندي او دا مرستې باید له سیاسي مسئلو اغېزمنې نشي.
په دې غونډه کې د خپاره شوي راپور پر بنسټ، د افغانستان دولتي ادارې د سړکونو د جوړولو، د اوبو رسولو د پروژو، د دایمي او موقتي سرپناه، د کورونو د بیارغونې، د برښنا رسولو پروژې، د کروندګرو لپاره د اصلاح شویو تخمونو د وېش، د میوه لرونکیو او غیر میوه لرونکیو نیالګیو، د بندونو جوړولو، د روغتیايي کلینیکونو د جوړولو، د ناروغیو د مخنیوي، د خوراکي او غیر خوراکي مرستو او داسې نورو په برخه کې ۳۲۲ میلیون دالرو ته بیړنۍ اړتیا لري.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وایي: مونږ دا شیان له خپلو نړیوالو شریکانو څخه د مرستې په توګه غواړو، د اغېزمنو ډلو لپاره لومړنۍ او مؤثره مرستې، زمونږ نړیوال شریکان باید د روغتیا وزارت سره په تخنیکي او لوژستیکي برخو کې همکاري وکړي. همدارنګه د لومړنیو او بېړنیو مرستو، روغتیا وزارت. دا د امبولانس شبکې ته اړتیا لري، چې د اړتیا په صورت کې وکارول شي.
په دې غونډه کې د نړیوالو مرستندویه مؤسسو لخوا د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وشو.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ په افغانستان کې سېلابونو ۱۲۰ زره کسان زیانمن کړي او د یادونې وړ ده، چې ۵۶ سلنه طبیعي پېښې د افغانستان په ختیځ کې رامنځته شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله له ۱۱۰ زرو ډېر کسان اغېزمن شوي دي.
د اوچا د څرګندونو له مخې؛ د سېلابونو ۵۶ سلنه پېښې او له درې یوه برخه اغېزمنه کورنۍ د افغانستان په ختیځ کې ثبت شوې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال رامیز الاکبروف وایي: مونږ د کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له نږدې دوه میلیون زیانمنو کسانو سره مرسته کړې. دارنګه د خواړو نړیوالې ادارې د کال له پیله تر اوسه څه د پاسه له شل میلیون خلکو سره مرسته شوي او د روغتیا نړیوال سازمان له اووه میلیون کسانو سره روغتیايي مرستې کړې دي. ترڅنګ یې درې اعشاریه شپږ میلیون ماشومان، چې عمرونه یې له پېنځه کلونو کم دي هم له لومړنیو مرستو څخه برخمن شوي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي ویلي؛ مونږ په افغانستان کې ښځو ته د بشري مرستو رسول روان ساتو. مونږ دغه راز د سرپرست حکومت له چارواکو غواړو، چې د دې بهیر د دوام لپاره د مرستندویه موسسو له کارکوونکیو سره همکاري وکړي.
د افغانستان د یو شمېر ګاونډ هېوادونو استازیو هم په دې غونډه کې له افغانانوسره د خپلو هېوادونو پر ملاتړ ټینګار وکړ. په تېر یوه کال کې افغانستان د نورو ستونزو ترڅنګ طبیعي پېښو ځپلی او د دې ستونزې په پایله کې سلګونه کسان مړه او ژوبل شول، زرګونه کورونه ویجاړ شول، سلګونه څاروي له منځه ولاړل او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوه او همداراز ټولګټو تأسیساتو ته هم زیان واوښت.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره مرستې ته چمتووالی لرو- روسیه
کابلوف د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اختلافونو له کبله د غونډې په پای کې هیڅ وروستی سند خپور نهشو.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو چمتو دی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د دواړو خواوو پر غوښتنه؛ مرسته وکړي.
کابلوف د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اختلافونو له کبله د غونډې په پای کې هیڅ وروستی سند خپور نهشو.
هغه زیاته کړې، ټولو ګډونوالو له دواړو خواوو پرته له استثنا غوښتي، چې د یو بل پر وړاندې له پوځي اقدامه ډډه وکړي؛ ځکه، چې په داسې شخړو کې تر ټولو مخکې ملکي وګړي زیانمن کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د لیدني پر مهال د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او سیمهییزو بدلونونو خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
مجاهد د جرمونو نړیوالې محکمې دریځ رد کړ؛ «افغانستان دا بنسټ پر رسمیت نهپېژني»
د جرمونو نړیوالې محکمې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده، د افغانستان د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني، د پوهنې وزیر حبیبالله آغا او د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکمونه صادر کړي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان د مشرانو د نیولو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې د اعلامیې په غبرګون کې د دغې محکمې دریځ غندلی دی.
د جرمونو نړیوالې محکمې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده، د افغانستان د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني، د پوهنې وزیر حبیبالله آغا او د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکمونه صادر کړي دي.
دغې محکمې دغه څلور چارواکي پر ښځو او نجونو د جنسیت پر بنسټ د ځورونې پر تور تورن کړي دي.
مجاهد ویلي، افغانستان د جرمونو نړیواله محکمه پر رسمیت نهپېژني او د دغې محکمې دریځونو ته ارزښت هم نهورکوي.
هغه زیاته کړې:« د اسلامي امارت مشرانو؛ الحمدلله داسې هېڅ کار نهدی کړی، چې د کومې محکمې لهخوا د نیول کېدو یا سزا وړ وګرځي.»
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې افغانستان د اسلامي شریعت او د هغه د محکمو د احکامو تابع دی؛ نه د هغو بنسټونو او محکمو، چې نوموړي« استخباراتي بنسټونه او تش پر نوم محکمې» بللي دي.
مجاهد له دغو بنسټونو غوښتي، چې د خپل حیثیت او اعتبار د ساتلو لپاره دې له خپلو صلاحیتونو او واکونو پورته ادعاوې نهکوي.
د جرمونو نړیوالې محکمې د شیخ هبةالله آخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه تېر کال په جولای او سپټمبر کې صادر شوي وه. په داسې حال کې، چې د حبیبالله آغا او ندا محمد ندیم د نیولو اسناد د دوشنبې پر ورځ مهر شول.
تازه خبرونه
متقي او لاوروف د کابل او مسکو د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
د دې وزارت د څرګندونو له مخې، امیرخان متقي د کابل او مسکو ترمنځ د سیاسي همغږۍ پر پیاوړتیا او په اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي برخو کې د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی او څرګندوي، چې افغانستان له روسیې سره د اوږدمهالو همکاریو پراختیا ته ارزښت ورکوي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او سیمهییزو بدلونونو خبرې کړې دي.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې، امیرخان متقي د کابل او مسکو ترمنځ د سیاسي همغږۍ پر پیاوړتیا او په اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي برخو کې د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی او څرګندوي، چې افغانستان له روسیې سره د اوږدمهالو همکاریو پراختیا ته ارزښت ورکوي.
لاوروف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي سلا مشورو پر دوام ټینګار کړی او له افغانستان سره یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د روسیې لېوالتیا څرګنده کړې ده.
دواړو لوریو د سیمهییز ثبات، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او د امنیت د ټینګښت په اړه هم خبرې کړې دي.
دغه راز کابلوف د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اختلافونو له کبله د غونډې په پای کې هیڅ وروستی سند خپور نهشو.
هغه زیاته کړې، ټولو ګډونوالو له دواړو خواوو پرته له استثنا غوښتي، چې د یو بل پر وړاندې له پوځي اقدامه ډډه وکړي؛ ځکه، چې په داسې شخړو کې تر ټولو مخکې ملکي وګړي زیانمن کیږي.
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه غونډه د اوکټوبر پر پېنځمه جوړېږي
-
تازه خبرونه5 days agoپه ګرمسېر کې د هوايي برید له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي
-
لوبی5 days agoراشد خان او عظمتالله عمرزي په پنځوسآوریزو لوبو کې خپل لومړي ځایونه وساتل
-
تازه خبرونه5 days agoپه بانکونو کې د خلکو سپماوې زیاتې شوې – د افغانستان بانک
-
سوداگري5 days agoد افغانستان او بېلاروس چارواکو د صنعتي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoامریکا له عراق څخه خپل ټول پوځي تجهیزات له ځان ولېږدول – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoهند او پاکستان د یو بل لوړپوړي ډیپلوماتان احضار کړل
-
تازه خبرونه2 days agoترکیې له افغانستان څخه هند ته د نشهيي توکو پر لېږد تورن کس هند ته وسپاره
