تازه خبرونه
نړیواله ټولنه باید د افغانستان له نویو واکمنو سره تعامل وکړي – یوناما
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارک پوتزل د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ویل، چې د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره خبرې اترې او تعامل تر ټولو حقیقي کړنلاره ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېءه شپه یو ځل بیا د افغانستان پر مسایلو ځانګړې غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ویلي چې د افغانستان له نویو واکمنانو سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو ټینګولو ته اړتیا ده.
مارکس پوتزل د امنیت شورا د تېرې شپې په غونډه کې د افغانستان له نویو واکمنانو سره تعامل او خبرې تر ټولو حقیقي کړنلاره وبلله او څرګندوي، چې که دا کار ونشي، افغانان او نړیواله ټولنه به له داسې کیسو سره مخ شي، چې هیڅوک یې هم د پېښیدو تمه نلري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارک پوتزل وایي: که چارسمبالی حکومت ( اسلامي امارت) د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ورنکړي او له نړیوالې ټولنې سره د رغنده اړیکو لپاره خورا محدود فرصت کې ګام پورته نکړي؛ نو بیا به روښانه نه وي، چې په راتلونکي کې به څه پېښ شي. احتمالي سناریوګانې، ډله ییز مهاجرت او د تروریستي بنسټونو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کېدل او داسې نورې ستونزې به رامنځته شي او تر ټولو لومړی زیان به یې افغانانو ته ورسيږي. د دې لپاره مونږ باید له چارسمبالي حکومت( اسلامي امارت) سره اړیکه ونیسو. د یوه ښه او حساب ورکوونکي حکومت په جوړولو کې مشروط تعامل د دې اهدافو ترلاسه کولو لپاره غوره لار ده.
مارک پوتزل د امنيت شورا په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي باید ژر تر ژره پرانیستل شي او نوي واکمن به د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي.
په امنیت شورا کې د پاکستان استازي هیله څرګنده کړې، چې له چارسمبالي حکومت( اسلامي امارت) سره د اسلامي همکاریو د ټولنې د غړیو هېوادونو د استازیو او دیني عالمانو له خبرو اترو وروسته به د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په برخه کې پرمختګ وشي.
په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ویلي، چې د افغانستان له نویو واکمنانو سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو ټینګولو ته اړتیا ده.
د پوتزل د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان ګاونډیانو عملي چلند خپل کړی او کوښښ کوي، چې له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ژورولو له لارې حالت له ناوړتیا او بدېدو وژغوري.
د هغه د وینا له مخې؛ په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره د تعامل د تګلارې ناڅرګندتيا به ځينې هېوادونه دې ته اړ کړي، چې خپلواکې پرېکړې وکړي.
د امنيت شورا د غونډې د نورو برخوالو اساسي غوښتنه په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو ژر پرانستل او همدارنګه يې د افغانستان له واکمنو چارواکو وغوښتل، چې له نړيوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړي.
په ملګرو ملتونو کې د پرځيدلي جمهوریت د استازولۍ چارسمبالی نصیر احمد فایق ویلي؛ یوه تلپاتې او اوږدمهاله تګلاره یوازې د نړیوالو پرمختیایي پروګرامونو پر بنسټ د پراختیايي مرستو د بیا پیل په ګډون باید کلک ډاډمن ګامونه د یوه مسوول، مشروع او هر اړخیز حکومت لخوا عملي شي، کولی شي، چې په افغانستان کې د مخ پر ودې بېوزلۍ او بشري ناورین مخه ونیسي. یو کال کیږي، چې نړیواله ټولنه د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو او د ښځو او ټولو افغانانو د اساسي حقونو په ګډون د دوی غوښتنو ته د سرپرست حکومت ( اسلامي امارت) د ځواب په تمه دي؛ خو ظاهراً د دغه حکومت له لوري کوم کوټلی ګام ندی پورته شوی.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هند استازي روچیرا کمبوچ وایي: هند غواړي یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي، چې په کې د افغانستان د ټولو قومونو او ټولنو استازیتوب وشي. په افغانستان کې د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره دا ډول جامع سیاسي جوړښت اړین دی. په افغانستان کې سوله د سیمې لپاره حیاتي ده. دې هدف ته د رسیدو لپاره له نړیوالې ټولنې سره همکارۍ ته چمتو یوو، د دې هڅو په مرکز کې باید د افغانانو ګټې خوندي وي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایران د استازې مرستیاله زهرا ارشاد وایي: افغانستان د نړيوالې ټولنې غړى دى او واکمن چارواکي بايد په دې حقيقت پوه شي او د يوه هر اړخيز او ټول ګډونه حکومت د جوړولو په ګډون خپل نړيوال مسووليتونه سرته ورسوي. يوازې يو هراړخيز او ټولګډونه حکومت د ټولو افغانانو حقونه تضمينولای شي.
په امنیت شورا کې د پاکستان استازي منیر اکرم هیله څرګنده کړې، چې له اسلامي امارت سره د اسلامي همکاریو د ټولنې د غړیو هېوادونو د استازي او دیني عالمانو له خبرو اترو وروسته به د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په برخه کې پرمختګ وشي. د نجونو د حقونو او زده کړو په اړه د پاکستان په ګډون د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه د افغانستان له واکمنو چارواکو سره خبرې کوي او د اسلامي هېوادونو استازي او عالمان دې مسئلې ته د حل لاره ولټوي او څېړنه او تفسیر دې وکړي.
په دې اړه، چې آیا اسلامي شریعت نجونو ته د زدکړې اجازه ورکړې ده او که نه، مونږ هیله من یو، چې د دې بهیر په پای کې به پرمختګ وشي. د پخوانیو حکومتي چارواکو راستنېدل او عمومي بښنه د حکومت د ټولګډون کېدو لپاره د لیوالتیا نښې دي.
د اوکراين په جګړه کې د امريکا او روسيې ښکېلو هېوادونو استازیو په افغانستان کې د يو بل پر سياستونو نيوکې وکړې.
د امريکا د استازي مرستيال ويلي؛ تر هغه وخته، چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې د واکمنو مقاماتو لخوا له تروريزم سره د اغېزناکې مبارزې ډاډ ترلاسه نکړي د دغه هېواد پانګه به د چارسمبالي حکومت( اسلامي امارت په واک کې ورنکړي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا د دایمي استازي مرستیال جیفري دي لارینتیس وایي: زمونږ دریځ د طالبانو لاسونو ته د افغانستان بانک د ۳ اعشاریه ۵ میلیارد دالرو د پانګې د لېږد مخه نیسي او هیڅ هېواد چمتو ندی، چې دا پیسې د طالبانو لاس ورسیږي.
د امنیت شورا غړیو په راتلونکي ژمي کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په افغانستان کې د بشري ناورین د لا خرابېدو خبرداری ورکړی. هغه ویلي، بشري مرستې د افغانستان د اقتصادي سقوط مخه نشي نیولی او د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره باید د هېواد اقتصاد ته نغدې پیسې ور زیاتې شي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
تازه خبرونه
په واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سړک ټولټال ۱۲۱،۱۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د برغل له سیمې پیلېږي او د چین تر پولې پورې د بزای ګنبد سیمې ته غځېدلی دی.
د بدخشان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس امانالله چهره ويلي، د «ورېښمو لارې» د سړک جوړولو پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت لهخوا پلې شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سړک ټولټال ۱۲۱،۱۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د برغل له سیمې پیلېږي او د چین تر پولې پورې د بزای ګنبد سیمې ته غځېدلی دی.
هغه زیاتوي؛ د دغه سړک د جوړولو چارې په تېرو پېنځه کلونو کې پرمخ تللي او اوس یې چارې بشپړې پای ته رسېدلې دي.
چهره زیاته کړې؛ د نقشې او ډیزاین له مخې د دغه سړک سور له اووه څخه تر ۱۰ مټرو پورې دی او په اوږدوالي کې یې درې ستر پلونه جوړ شوي دي. یو پل د چین پولې ته نږدې، بل د بزای ګنبد په سیمه او درېیم پل د برغل په سیمه کې جوړ شوی، چې د هر یوه اوږدوالی شاوخوا ۲۰ څخه تر ۲۲ مټرو پورې دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغه سړک په اوږدو کې ګڼ شمېر د اوبو تېرولو واړه پلچکونه هم جوړ شوي، چې روانې اوبه په مناسبه توګه له سړک څخه واوړي.
ویل کیږي، چې دغه سړک به په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
-
لوبی5 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه2 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ4 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی4 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
