Connect with us

نړۍ

یو اندونیزیايي ماشوم له دوه ورځو وروسته د زلزلې له یوې کنډوالې ژوندی ژغورلی

خپور شوی

د

په اندونیزیا کې یو شپږ کلن ماشوم تېره شپه د دوشنبې د ویجاړوونکې زلزلې له خاورو او کنډوالو څخه روغ او ژوندی وژغورل شو، چې یوه بسارې هڅه ګڼل کیږي.

هغه ماشوم، چې له خواړو او اوبو پرته تر خاورو لاندې بند پاتې و؛ د لیوالې ژغورنې ډلې لخوا روغ او ژوندی را ایستل شوی دی.

اته ویشت کلن ځايي رضاکار جکسن د پنجشنبې پر ورځ د فرانسې خبري سرچینې ته څرګنده کړې؛ کله چې مونږ د آزکا نومي ماشوم ژوندي پاتې کېدل وکتل؛ د هر یو له سترګو اوښکې تویې شوې.

دا حیرانوونکې وه او معجزې ته ورته پېښه وه.

د دغه ماشوم په اړه ویدیوي انځورونه ژغورونکې ډله ښیي، چې د کوګنانګ د سیانجور په زیانمنه سیمه کې له ویجاړ شوي کور څخه آزکا نومی ماشوم له نیلي کمیس او پتلون سره، چې دوه ورځې تر خاورو لاندې پاتې و؛ راایستل کیږي.

د لویدیځې جاوا د بوګور ولسوالۍ د ادارې لخوا خپاره شوي انځورونه ښیي؛ هغه سړي، چې ماشوم یې له پرې شوي درزه را ایستلی؛ هغه یې په عغېږ کې ونیوه او پر دواړو لاسونو یې سینې ته نږدې کړ او له یوه  بل ژغورونکي څخه یې، چې نارنجي خولۍ يې پر سر وه د هلک لاس نیولی ورپسې منډه وهي.

آزکا ، چې د ډېري اندونیزیایانو په څیر د یو نوم لرونکی دی؛ د یوه ژغورونکي لخوا ورکړ شوی جوس په پوره آرامۍ څښي او نور ژغورونکي یې پر سر لاس تېروي.

یوه رضاکار د پنجشنبې پر ورځ د فرانسې خبري سرچینې ته ویلي؛ د هغه مور په زلزله کې مړه شوې او د هغې جسد د آزکا له ژغورنې څو ساعته مخکې موندل شوی و.

جکسن څرګنده کړې، چې دا  ماشوم د خپلې مړې نیا او انا تر څنګ وموندل شو.

هغه وایي: مونږ دا تمه نه درلوده، چې هغه به له ۴۸ ساعتونو وروسته هم ژوندی وي. که مونږ پوهیدای، چې هغه ژوندی دی؛ مونږ به اوړمه شپه د هغه د ژغورنې هڅه کړې وای.

له کلونو راپدیخوا، چې زه د ژغورنې خدمتګار یم؛ ما هیڅکله داسې څه نه دي لیدلي، څنګه به ژړا نه راځي؟!

د اندونیزیا د دوشنبې په زلزله کې لږ تر لږه ۲۷۱ کسان مړه شوي او چارواکو خبرداری ورکړی، چې د ژوندي پاتې کسانو د موندلو وخت نور پر تېرېدو دی.

د ناورین د مخنیوي ملي ادارې یا BNPB مشر سهریانتو ویلي؛ نن د لټون او ژغورنې د عملیاتو لپاره مونږ شپږ زره کسان ځای پر ځای کړل. باران ورېږي؛ خو مونږ لټون روان ساتلی.

نوموړي زیاته کړې؛ مهرباني وکړئ مونږ ته دعاګانې کوئ، چې پاتې ۴۰ ورک شوي کسان مو وموندل شي.

چارواکو د یوې اووه کلنې نجلۍ په ګډون د لسګونه کسانو لټون روان ساتلی، چې تر خاورو لاندې دي.

نړۍ

امریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ

په سپینه‌ماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.

Published

on

د چارشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا به د هوکړې د هلو ځلو په چوکاټ کې له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي.

په سپینه‌ماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د فشارونو یو مهم هدف دا دی، چې ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي راوګرځوي.

ویل کېږي، چې ایران تر اوسه ۹۰۰ پونډه (۴۰۸ کیلوګرامه) غني شويو یورانیم نه‌دي سپارلي.

Continue Reading

نړۍ

ایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ

ترمپ په سپینه‌ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د ایران پوځي بې‌وسۍ ته ګوته نېولې او څرګندوي؛ تهران باید «د ماتې منلو سپین بیرغ» پورته کړي، خو «د غرور له کبله دا کار نهکوي».

ترمپ په سپینه‌ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.

هغه ټینګار کړی، چې تهران ښکاره سخت دریځ ښيي؛ خو د پردې ترشاه د هوکړې غوښتونکی دی.

نوموړي همداراز په سیمه کې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري محاصره او فشارونه ستایي او وایي، چې دا ګامونه پایله ورکوونکې دي.

ترمپ د اوربند د ماتېدا د شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: مقابل لوری «پوهېږي، چې کوم کار باید ونه‌کړي» او که سرغړونه وشي؛ د امریکا غبرګون به څرګند وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ اوس هم روان دی او د بحران د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

Continue Reading

نړۍ

سپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسله‌وال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو

د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.

Published

on

د امریکا امنیتي چارواکو ویلي، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ډزو په یوه پېښه کې یو کس د امنیتي ځواکونو له لوري پر نښه او روغتون ته ولېږدول شو.

د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.

د خپرو شویو څرګندونو له مخې؛ د یاد کس روغتیايي حالت تر اوسه ناڅرګند دی او په دې پېښه کې یو ملکي وګړی هم ټپي شوی، چې ټپونه یې د اندېښنې وړ نه‌دي.

له دې پېښې وروسته د سپینې ماڼۍ ځینې برخې لنډمهالې قرنطین شوې او خبریالان د لنډ وخت لپاره خوندي خونو ته ولېږدول شول. د وضعیت له ارزونې وروسته، بېړنی حالت پای ته ورسېد او وضعیت بېرته عادي اعلان شو.

دغه راز راپور ورکړ شوی، چې ډونالډ ټرمپ د پېښې پر مهال په سپینه ماڼۍ کې دننه و؛ خو هغه ته زیان نه‌دی رسېدلی او خپلې چارې یې پرته له ځنډه روانې ساتلې دي.

دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې له اوونیو راپدېخوا د امریکا په پلازمېنه کې څو امنیتي پېښې ثبت او د ښار د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!