سوداگري
تر اوسه په هېواد کې د نویو افغانیو د وړاندې کولو بهیر پیل شوی ندی
د افغانستان بانک مسوولینو ويلي، چې د هېواد د پیسو مارکیتونو ته د نويو افغانيو د وړاندې کولو بهیر تراوسه پیل شوی ندی.
د افغانستان بانک مسوولینو ويلي، چې د پیسو مارکیت ته د نويو بانک نوتونو وړاندې کول د افغانستان بانک یوه بنسټیزه دنده ده.
د افغانستان بانک مسوولین وايي، چې د یوه مشخص میکانیزم له مخې به د هېواد د پیسو مارکیتونو ته د نويو افغانیو رسول ژر پیل شي.
دوی له هېوادوالو هم غوښتنه کوي، چې د افغانیو په راکړه ورکړه کې پوره پاملرنه خپله کړې، چې افغاني بانک نوتونه له وخت مخکې زړې نشي.
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وایي: د افغانستان بانک د قوانینو او اوصولو له مخې دا بانک نوې افغانۍ چاپوي او هم يي وړاندې کولو ته چمتوالي لري له هېواد والوهم هیله لرو، چې د افغانیو په استعمال کې له پوره احتیاط نه کار واخلي، چې له وخت مخکې زړې نشي.
دوی زیاتوي، چې دا لړۍ به د خپلو پالیسو او اصولو له مخې پیل او زړې افغانۍ به راټولې کړي.
د هېواد په مارکیتونو کې د زړو افغانیو زیاتوالي د خصوصي سکتور اوعام ولس اندېښنې زیاتي کړي.
د خصوصي سکتورغړي د افغانستان بانک له مسوولینو غوښتنه کوي، چې د هېواد مارکیتونو ته نوې افغانۍ ورسوي، چې په ورځینیو معملاتو کې د خلکو روانې ستونزې اوارې شي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وایي: مارکیت کې زړې افغانۍ بیخي زیاتې دي، چې بانکونه يي هم نه اخلي. مونږ له ستونزو سره مخ یوو. هیله لرو، چې د افغانستان بانک دې برخې ته جدې پاملرنه وکړي او نوې افغانۍ مارکیت ته وړاندې کړي.
د صنعتګرو د ټولنې رییس عبدالجبار ساپي ویلي: مونږ خبر یوو، چې یوه اندازه نوې چاپ شوې افغانۍ هېواد ته راغلي د افغانستان بانک باید مارکیت ته د دغو پیسو د وړاندې کولو لپاره اقدام وکړي، چې نوې افغانۍ د یوه منظم سیستم له مخې مارکیت ته راووځي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو هم له افغانستان بانک څخه غوښتنه کړې، چې د هېواد له مارکیته د زړو افغانیو د راټولولو او د نویو افغانیو د وړاندې کولو لپاره چټکې هڅې وکړي. دوی همداراز غوښتنه کوي، چې د افغانستان بانک دې په هېواد کې د الکترونیکي بانکدارۍ پر پراختیا د افغانیو د ژر زړښت مخنیوي وکړي.
سوداگري
د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ ۲۵ تفاهملیکونه لاسلیک شول
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې هوکړهلیکونو کې د درملو، سابو، تازه او وچو مېوو د وارداتو او صادراتو ترڅنګ بانکي همکاري، اوړه، غنم، غوړي او کچالو هم رانغاړي.
سوداگري
د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د سمنګان ولایت د فیروزنخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون امریکايي ډالرو پر پانګونه لاسلیک شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا قرارداد د پنجشنبې پر ورځ د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او د «ایبک سمنت» شرکت ترمنځ لاسلیک شو. د قرارداد له مخې، یاد شرکت به د تولید شوي هر ټن سمنټو په بدل کې ۲۰۰ افغانۍ د دولت حق الامتیاز (رویالټي) ورکوي.
د کانونو او پټرولیم وزیر د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، دا پروژه د ۳۰ کلونو لپاره ورکړ شوې او د هغې دوام به د کانونو د اصولو، کړنلارو او په تړون کې د راغلو ژمنو له رعایت سره تړلی وي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پروژې له عملي کېدا سره به شاوخوا ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي. همداراز پانګوال شرکت ژمنه کړې، چې په ټاکلې موده کې به شاوخوا یو میلیون ډالر پر ټولنیزو خدماتو ولګوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.
سوداگري
ډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو زېرمه کولو ته مخه کړې
دې نړیوالې ادارې ویلي، د بهرنۍ اسعارو د زېرمو ۴۵ سلنه مدیران، چې په دې سروې کې یې ګډون کړی؛ تمه لري، چې اړوند مرکزي بانکونه به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د سرو زرو زېرمې زیاتې کړي. دا تر اوسه بېساری شمېر دی او د تېر کال پر پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي.
د سرو زرو د نړیوالې شورا د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې ډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو د زېرمو زیاتولو ته مخه کړې ده.
دې نړیوالې ادارې ویلي، د بهرنۍ اسعارو د زېرمو ۴۵ سلنه مدیران، چې په دې سروې کې یې ګډون کړی؛ تمه لري، چې اړوند مرکزي بانکونه به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د سرو زرو زېرمې زیاتې کړي. دا تر اوسه بېساری شمېر دی او د تېر کال پر پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي.
د ۷۴ مرکزي بانکونو د دغې سروې له مخې، ۵۴ سلنه ځوابورکوونکو ویلي، چې د سرو زرو زېرمې به یې له بدلون پرته پاتې شي او یوازې یې د یوې سلنې د کمېدا شونتیا یاده کړې ده.
دغه راز ۹۳ سلنه ګډونوالو ویلي، چې اوسمهال سره زر د دوی د بهرنیو اسعارو د زېرمو برخه جوړوي. په داسې حال کې، چې دا کچه تېر کال ۸۱ سلنه وه.
د کړکېچونو پر مهال د سرو زرو ښه چلند، په اوږدمهال کې د ارزښت ساتنه، د زېرمو تنوع او د جیوپولیټیکي خطرونو پر وړاندې خوندیتوب هغه مهم عوامل بلل شوي، چې مرکزي بانکونه یې د دغه ګران بیه فلز د ساتلو لوري ته هڅولي دي.
یاد راپور دا هم ښيي، چې ځینې مرکزي بانکونه د خپلو سرو زرو د زېرمو د ساتنې ځایونه لېږدوي یا یې متنوع کوي. د سرو زرو د نړیوالې شورا د موندنو له مخې، Bank of England اوس هم د نړۍ د مرکزي بانکونو د سرو زرو د زېرمو د ساتنې تر ټولو محبوب مرکز ګڼل کېږي.
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان او پاکستان دې د کړکېچونو له زیاتېدا ډډه وکړي – بریټانیا
-
تازه خبرونه4 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري5 days agoډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو زېرمه کولو ته مخه کړې
-
International Sports5 days agoفرانسې سنګال ته ۳–۱ ماتې ورکړه؛ امباپي د ګولوهنې ملي ریکارډ جوړ کړ
-
تازه خبرونه5 days agoافغان تورن د سپینېماڼۍ ترڅنګ پر ملي ګارډ د خونړي برید تورونه رد کړل
-
سوداگري4 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
تازه خبرونه5 days agoترکیې د داعش خراسان د یوه لوړپوړي غړي له نیولو خبر ورکړ
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoاماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکه
