Connect with us

لوبی

رونالدو به د سعودي عربستان په النصر لوبډله کې تر ۲۰۲۵ کال پورې لوبه وکړي

خپور شوی

د

د سعودي عربستان النصر کلپ څرګنده کړې، چې د پرتګال فوتبال ملي لوبډلې لوبډلمشر کریستیانو رونالدو به تر ۲۰۲۵ ز. کال پورې د لاسلیک شوي تړون له مخې په النصر لوبډله کې لوبه وکړي.

تېره میاشت رونالدو له یوې ناندریزې مرکې او نیوکې وروسته د منچستر یونایتید کلپ پریښود.

النصرکلپ له رونالدو سره د تړون د ارزښت په اړه جزئیات ندي ورکړي. رسنیو راپور ورکړی، چې رونالدو به له دې تړون څخه ۲۰۰ میلیون یورو یا ۲۱۴ میلیون دالر) ترلاسه کړي.

رونالدو ویلي: زه نېکمرغه یم، چې په اروپایي فوتبال لوبډله کې مې خپل هدف ترلاسه کړ او اوس احساس کوم، چې آسیایي هېواد ته خپلې تجربې وړاندې کړم.

هغه زیاته کړې؛ د زړه له کومې غواړي د خپلې نوې لوبډلې له ملګرو سره په ګډه د نوي کلپ بریاوو ته هڅې وکړي.

النصر کلب دغه تړون تاریخي بللی او ویلي یې دي، چې په دې کلب کې د رونالدو ګډون به د سعودي عربستان راتلونکي نسل نجونو او هلکانو او د دغه هېواد د فوتبال لیګ لپاره ښه زیری ولري.

لوبی

افغانستان د ایرلینډ پر وړاندې د پېنځه یو ورځنۍ لوبـو لړۍ وګټله

په دې لوبه کې رحمت شاه پر ۱۳۳ توپونو ۱۴۳ منډې وکړې او صدیق‌الله اتل هم پر ۱۱۲ توپونو ۹۸ منډې ترسره کړې.

Published

on

Last Updated on: زمری ۲۵, ۱۴۰۵

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پېنځه یو ورځنۍ سیالیو د لړۍ په پېنځمه او وروستۍ لوبه کې ایرلینډ ته د شپږ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او له دې بریا سره یې د لوبو دا لړۍ وګټله.

په دې لوبه کې رحمت شاه پر ۱۳۳ توپونو ۱۴۳ منډې وکړې او صدیق‌الله اتل هم پر ۱۱۲ توپونو ۹۸ منډې ترسره کړې.

د ایرلنډ کرېکټ لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۲۹۹ منډو هدف وټاکه؛ خو افغانستان دا هدف په ۴۸.۵ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ.

افغانستان له دې مخکې هم د دغو سیالیو له درې نورو لوبو څخه بریاوې ترلاسه کړې وې او لومړۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوې وه.

د یادونې ده، چې آریانا ټلویزیون د دغو پېنځه یو ورځنیو سیالیو لړۍ پر ژوندۍ بڼه خپره کړه.

Continue Reading

لوبی

افغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله

افغانستان اوس د سیالیو په لړۍ کې د ۳ ـ ۰ پر پایله مخکې دی.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د چارشنبې پر ورځ ایرلینډ ته پر ۴۲ منډو ماتې ورکړه او له دې هېواد سره یې د پېنځه یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله.

افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو یې په ۵۰آورونو کې ۳۴۳ منډې وکړې. دا په یو ورځنۍ سیالیو کې د افغانستان تر ټولو ډېرې منډې دي.

صدیق‌الله اتل د ۱۲۰ توپونو پر لوبولو ۱۴۳ منډې وکړې او د افغانستان په توپوهنه کې تر ټولو ښه وځلېد. هغه ۱۷ څلوریزې او څلور شپږیزې ووهلې. ابراهیم ځدراڼ هم په ۱۱۸ توپونو ۱۰۷ منډې وکړې. دغو دواړو لوبغاړو ۲۳۱ منډې جوړې کړې او د افغانستان د ډېرو منډو په جوړولو کې یې مهم رول ولوباوه.

ایرلینډ په ځواب کې ۳۰۱ منډې وکړې او په ۴۸آورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل. انډریو بالبرني ۱۰۹ او کورټس کامفر ۸۴ منډې وکړې؛ خو ونه توانېدل، چې خپله لوبډله بریا ته ورسوي.

یمین احمدزي د ایرلینډ څلور لوبغاړي وسوځول او راشد خان درې ویکټې واخیستې. راشد خان تر دې دمه په دغو سیالیو کې ۱۲ ویکټې اخیستې دي.

افغانستان اوس د سیالیو په لړۍ کې د ۳ ـ ۰ پر پایله مخکې دی.

لومړۍ سیالي د باران له کبله ترسره نه‌شوه. په داسې حال کې، چې افغانستان دوه‌یمه سیالي پر ۹۲ منډو او درېیمه هغه پر درې ویکټو وګټله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ پېنځمه او وروستۍ سیالي به د شنبې پر ورځ د ایرلینډ په سټورمونټ کې ترسره شي.

دغه سیالي به په افغانستان کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه د آریانا ټلوېزیون له لارې خپره شي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان له ایرلینډ سره په څلورمه لوبه کې؛ د لړۍ د ګټلو هڅه کوي

دا لوبه د بلفاسټ ښار په «سیویل سرویس کلاب» لوبغالي کې ترسره کېږي.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن چارشنبه د پېنځه یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په څلورمه لوبه کې له ایرلینډ سره مخ کېږي.

دا لوبه د بلفاسټ ښار په «سیویل سرویس کلاب» لوبغالي کې ترسره کېږي.

افغانستان اوس د ایرلینډ پر وړاندې د ۲- ۰ مخکښ دی او د درېیمې لوبې له ګټلو وروسته یې د ۲۰۲۷ز.کال کرکټ نړیوال جام ته مستقیمه لار هم خپله کړې ده.

د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه د باران له کبله بشپړه نه‌شوه؛ خو افغانستان په دوه‌یمه او درېیمه لوبو کې بریاوې خپلې کړې.

افغانستان په دوه‌یمه لوبه کې ایرلینډ ته د ۹۲ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د ۲۰۷ منډو هدف پر اووه ویکټو له لاسه ورکولو سره پوره کړ.

راشد خان په دغو بریاوو کې مهم رول لوبولی دی.

هغه په دوه‌یمه لوبه کې شپږ ویکټې واخیستې او په درېیمه لوبه کې یې درې ویکټې واخیستې او ۳۷ منډې یې هم وکړې.

رحمان‌الله ګربز په درېیمه لوبه کې ۷۱ منډې جوړې کړې.

ایرلینډ، چې په تېرو دوه لوبو کې له افغانستان ماتې خوړلې؛ هڅه کوي د افغان لوبډلې د بریاوو لړۍ ودروي.

د ایرلینډ توپوهونکي تر اوسه د افغان توپ‌اچوونکي، راشد خان او الله‌محمد غضنفر پر وړاندې له ستونزو سره مخ شوي دي.

ایرلینډ د بریا لپاره په دې لوبه کې ښه پیل او د خپلو توپوهونکو ترمنځ اوږدو ملګرتیاوو ته اړتیا لري.

افغانستان، چې په دې لړۍ کې یې خپله برلاسي ثابته کړې؛ هڅه کوي د نننۍ لوبې له ګټلو سره د سیالیو پایله ۳ – ۰ کړي.

دا لوبه نن د کابل پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجې پیلېږي او دواړه لوبډلې به په ۵۰ آورونو کې سیالي وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!