سوداگري
د لومړي ځل لپاره افغان باروړونکیو لاریو ترکیې ته د افغانستان محصولات ولېږدول
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت څرګنده کړې؛ د لومړي ځل لپاره د افغانستان صادراتي توکي افغان لاریو د آقینې بندر له لارې ترکیې ته ولېږدول.
دغه وزارت د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ له دې وروسته به د هېواد صادراتي مالونه د کورنیو ترانسپورتي شرکتونو لخوا د بار وړونکیو موټرو په وسیله، چې د افغانستان نمبر پلیټونه به ولري؛ ترکیې ته صادر شي.
دغه وزارت زیاته کړې؛ د صادراتو بهیر له آقینې بندر څخه پیل شوی، چې له ترکمنستان او ایران څخه له تېرېدو وروسته ترکیې ته رسېږي.
سوداگري
آریانا افغان هوایي شرکت له صادراتو څخه د ملاتړ لپاره د کابل- ډیلي د کارګو بیې راټیټې کړې
د یاد شرکت د څرګندونو له مخې؛ د کابل ـ ډیلي د کارګو نوی نرخ د هر کیلوګرام لپاره ۱.۲۰ امریکایي ډالر ټاکل شوی، چې افغان سوداګرو او صادروونکو ته به ډېره آسانتیا برابره کړي.
سوداگري
افغان – ازبک سوداګرو ۱۳ سوداګریزهوکړه لیکونه لاسلیک کړل
په دې غونډه کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو په اقتصادي همکاریو کې د پام وړ خوځښتونه رامنځته شوي دي.
په کابل کې د افغانستان د خصوصي سکټور او د ازبکستان د قرهقالپاقستان جمهوریت ترمنځ د سوداګریزې اړیکې د کنفرانس پر مهال د دواړو لورو ترمنځ د څه باندې ۱۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۱۳ سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
په دې غونډه کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو په اقتصادي همکاریو کې د پام وړ خوځښتونه رامنځته شوي دي.
هغه ټینګار کړی، چې افغانستان د پانګونې او کاري ځواک په برخه کې د پراخو وړتیاوو لرونکی هېواد دی او له بهرنیو پانګهوالو سره ګډو همکاریو ته چمتو دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ حکومت په تېر یوه کال کې د بېلابېلو برخو لپاره د شاوخوا ۲ میلیارډ ډالرو پانګونې د جذب زمینه برابره کړې ده.
په دې غونډه کې ازبک پلاوي هم له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او وایي، چې دوی په بېلابېلو اقتصادي برخو کې هر اړخیزو همکاریو ته چمتو دي.
د قرهقالپاقستان د پلاوي مشر امانبای اورینبایوف ویلي: « مونږ له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراختیا ته ځانګړی ارزښت ورکوو. مونږ رڼو، باوري او اوږدمهالو همکاریو ته اهمیت ورکوو او وړاندیز کوو، چې افغان سوداګر د ګډو همکاریو له لارې د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې نویو بازارونو ته لاسرسی ومومي.»
د افغانستان خصوصي سکټور هم له دې بهیر هرکلی وکړ او هیله څرګندوي، چې د تګ ـ راتګ زیاتوالی او سوداګریزې هوکړې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لامل شي.
د وړاندې شویو څرګندونو له مخې؛ تر اوسه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د همکاریو د هوکړهلیکونو ټولیز ارزښت له ۱.۵ میلیارډ ډالرو اوښتی او که دغه هوکړې عملي شي، نو په افغانستان کې به د سوداګرۍ او پانګونې پر ودې د پام وړ اغېز ولري.
سوداگري
د منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
د راپورونو له مخې، په دې لاره کې له چین څخه د اوسپنېپټلۍ له لارې کانټینرونه د قزاقستان آلتینکول تمځای او بیا ازبکستان ته لېږدول کیږي. له هغې وروسته اړوند توکي د بخارا لوژستیک مرکز ته او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې د افغانستان هرات ښار ته لېږدول کیږي.
ازبکستان اعلان کړی، چې د منځنۍ آسیا له لارې یې د چین او افغانستان ترمنځ د توکو د لېږد یوه نوې څو اړخیزه لاره پرانیستې ده.
د راپورونو له مخې، په دې لاره کې له چین څخه د اوسپنېپټلۍ له لارې کانټینرونه د قزاقستان آلتینکول تمځای او بیا ازبکستان ته لېږدول کیږي. له هغې وروسته اړوند توکي د بخارا لوژستیک مرکز ته او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې د افغانستان هرات ښار ته لېږدول کیږي.
له دې مخې د توکو لېږد په دې مسیر کې زیاتره د سمندر له لارې د ایران بندرعباس ته انتقالېدل او بیا له هغه ځایه د ځمکنۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېدل.
چارواکي وايي، دا نوې لاره، چې شاوخوا ۷۴۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري د لېږد وخت تر نږدې ۳۰ ورځو راکموي او د ټرانزیټ بهیر اغېزمنتیا هم لوړوي.
دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي، چې د سوداګریزو لارو او دهلېزونو د پراختیا او د سیمې ترمنځ د نښلونې د پیاوړتیا هڅې مخ پر زیاتېدا دي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ4 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
تازه خبرونه9 hours agoجاپان افغانانو ته د زدهکړې نوي بورسونه اعلان کړل
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
-
نړۍ1 day agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
-
تازه خبرونه4 days agoپه قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
-
تحول5 days agoتحول: د ایران او امریکا په شخړه کې ډیپلوماټیک بدلون
-
تازه خبرونه4 days agoکه په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی
