Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې له ترهګرۍ رامنځته شوې مرګ و ژوبله کمه؛ خو په پاکستان کې زیاته ده

خپور شوی

د

د نړیوال تروریزم کلنی شاخص (GTI) څرګنده کړې؛ پاکستان په ۲۰۲۲ ز. کال کې د ترهګرۍ د اړوند مړینو دوه‌یم نړیوال ځای خپل کړی، چې د ۲۰۲۱ کال پر پرتله ۱۲۰ سلنه ډېروالی ښیي.

افغانستان هم د پرله پسې څلورم کال لپاره له تروریزمه ډېر اغېزمن شوی هېواد پاتې دی؛ خو په ۲۰۲۲ ز. کال کې یې ترورستي بریدونه ۷۵ سلنه کم شوي او مرګ و ژوبله په کې ۵۸ سلنه راټیټه شوې ده.

په راپور کې راغلي : د افغانستان د سقوط لامل تر ډېره حده د طالبانو(اسلامي امارت ) لخوا په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل له سقوط وروسته د دغه هېواد کنټرول په لاس کې نیولی شي.

دوی د افغانستان په ډېرو برخو کې دولتي لوبغاړي او بریدونه یې د GTI د تروریزم له تعریف اړخ نه لګوي.

GTI ویلي، چې د خراسان اسلامي دولت یا داعش په افغانستان کې د تر ټولو فعالې ترهګرې ډلې په توګه د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې راڅرګند شوي او په ۲۰۲۲ کال کې یې ۴۲۲ کسان وژلي، چې د ترهګرۍ اړوند د ټولو مړینو نږدې ۶۷ سلنه جوړوي.

تازه خبرونه

د مزارشریف د روضې د بیارغونې بېړنی پروګرام پیل شو

د ایټالیا سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، دا نوښت د افغانستان د فرهنګي میراث د ژغورنې او د سیمې‌ خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر نیت پلی کېږي.

Published

on

د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت څرګنده کړې، چې دې هېواد د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي ادارې(یونسکو) پر همکارۍ د مزارشریف ښار د روضې جومات د ژغورنې او بیارغونې بېړنی پروګرام پیل کړی، چې د وروستۍ زلزلې له کبله زیانمن شوی دی.

د ایټالیا سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، دا نوښت د افغانستان د فرهنګي میراث د ژغورنې او د سیمې‌ خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر نیت پلی کېږي.

د یاد سفارت د څرګندونو له مخې، دا پروژه د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ او د دې هېواد د تاریخي او فرهنګي آثارو د ژغورنې لپاره د ایټالیا او ملګرو ملتونو د ګډې ژمنې څرګندونه کوي.

د مزارشریف د روضې جومات د افغانستان له مشهورو تاریخي او مذهبي ودانیو څخه دی او هر کال د کورنیو او بهرنیو زرګونو زیارت‌کوونکو او سیلانیانو کوربه وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۳۲۵ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: په روانه اوونۍ کې ۳۲۵ افغان کډوال، چې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان هم په کې ول؛ د وخت له بېلابېل بند وروسته د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولډک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.

Published

on

د افغانستان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، له ۳۰۰ څخه ډېر افغان کډوال د پاکستاني زندانونو او بند‌خونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.

دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: په روانه اوونۍ کې ۳۲۵ افغان کډوال، چې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان هم په کې ول؛ د وخت له بېلابېل بند وروسته د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولډک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، ۱۵۶ کسان د تورخم له لارې ننګرهار ولایت ته او ۱۶۹ نور د سپین بولډک له لارې کندهار ولایت ته دننه شوي دي.

وزارت زیاته کړې، راستانه شوي کسان د لېږد د آمریتونو له نوم‌لیکنې او د همکارو بنسټونو مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

له څو وروستیو میاشتو راپدېخوا په پاکستان کې ګڼ افغان کډوال د قانوني استوګنې د اسنادو د نه‌لرلو یا د کډوالۍ اړوند ستونزو له کبله نیول شوي او وروسته افغانستان ته راستانه کړ شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه

ټاکل شوې، چې لوبه د سیمې پر وخت د سهار پر ۱۰:۴۵ (د کابل پر وخت د غرمې پر ۱:۳۰) پیل شي؛ خو د پرله‌پسې باران له کبله د پچې اچونې مراسم هم ترسره نه‌شول.

Published

on

Last Updated on: زمری ۱۵, ۱۴۰۵

د چارشنبې پر ورځ د شمالي ایرلینډ په بریډي کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ یوورځنۍ سیالي له توپ غورځولو پرته؛ د پرله‌پسې باران او د لوبغالي د نامناسبو شرایطو له کبله لغوه شوه.

ټاکل شوې، چې لوبه د سیمې پر وخت د سهار پر ۱۰:۴۵ (د کابل پر وخت د غرمې پر ۱:۳۰) پیل شي؛ خو د پرله‌پسې باران له کبله د پچې اچونې مراسم هم ترسره نه‌شول.

د لوبې چارواکو د سیالۍ پیل وځنډاوه او د غرمې شاوخوا ۱۲ بجې یې د لوبغالي وضعیت وارزاوه؛ خو په پای کې یې د غرمې پر ۱۲:۲۷ د لوبې د لغوه کېدا پرېکړه وکړه.

د دې لوبې لغوه کېدا دواړو لوبډلو ته د پېنځه یوورځنۍ سیالیو د لړۍ په پیل کې د اغېز ښودلو فرصت له منځه یووړ. دا سیالۍ د ایرلینډ د نوي روزونکي، ګري ویلسن تر مشرۍ لاندې د دې لوبډلې د نوي پړاو پیل هم بلل کېږي.

ټاکل شوې، چې دواړه لوبډلې د جمعې پر ورځ یو ځل بیا د بریډي کرکټ لوبغالي په دوه‌یمه یوورځنۍ سیالۍ کې سره مخامخ شي او د دې لړۍ پاتې درې لوبې به د بلفاسټ ښار په سټورمونټ کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان او ایرلینډ د یوورځنۍ سیالیو دا لړۍ د افغانستان پر کچه پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلوېزیون له لارې خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117