Connect with us

نړۍ

د امریکایانو د خوندیتوب لپاره خپل ټول واک و ځواک کارولی شو ـ بایدن

خپور شوی

د

په سوریه کې پر امریکایي ځواکونو د ایران پلوه ملیشو له تازه برید وروسته پرون د امریکا ولسمشر جو بایدن ایران وګواښه او په ډاګه یې کړه، چې د امریکایانو خوندیتوب ته به خپل ټول واک او ځواک وکاروي.

رویترز په ډاګه کړې؛ په سوریه کې ایران پلوې ډلې ویلي، چې د امریکا وروستي برید ته په ځواب کې بشپړ چمتووالی لري او لاسونه یې لنډ ندي.

دغه راز بایدن د اړوند برید په اړه ویلي؛ پام کوئ! امریکا له ایران سره شخړه نه غواړي؛ خو مونږ د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره پرېکنده ځواب ویلو ته هره شېبه چمتو یوو.

په سوریه کې د ایراني پلوه ملیشو په تازه برید کې، چې د جمعې پر ورځ ترسره شوی؛ د امریکا یو سرتېری ټپي شوی.

له دې مخکې د بې پیلوته الوتکو پر بریدونو، چې امریکا یې ملامتي پر ایران اچولې؛ ۶ امریکایان ټپي شوي و او یو قراردادي په کې وژل شوی دی.

د بېبي سي د څرګندونو له مخې؛ په سوریه کې د ایران مشورتي کمیتې په اعلامیه کې راغلي، چې د امریکا په برید کې ګڼ شمېر جنګیالي وژل شوي او ټپي دي.

په هغه اعلامیه کې، چې یادې کمیټې لاسلیک کړې خبرداری ورکړ شوی؛ که په سوریه کې زمونږ مرکزونه او ځواکونه په نښه شي، مونږ یې د ځواب ویلو وړتیا لرو.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي؛ په سوریه کې د امریکا په هوايي بریدونو کې، چې د پنجشنبې پر ورځ یې کړي ۱۴ ایران پلوه جنګیالي وژل شوي دي.

دا لومړی ځل ندی، چې په سوریه کې پر میشتو امریکایي ځواکونو د بې پیلوته الوتکو بریدونه کیږي. پوځي چارواکي وایي، چې د ۲۰۲۱ ز. کال راپدیخوا د سوریې په ختیځ کې د امریکایي ځواکونو پر مرکزونو ۷۸ ځلې بریدونه شوي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې په دې بریدونو کې سرتېرو او قراردادیانو ته مرګ و ژوبله اوړي.

د سوریې په ختیځ کې د امریکایي سرتېرو دقیق شمېر معلوم ندی؛ خو ویل کیږي، چې شاوخوا ۹۰۰ امریکایي سرتېري له کردي ځواکونو سره په ګډه د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر ضد جنګیږي.

ویل کیږي، چې په ۲۰۱۱ ز. کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راپدیخوا د اسلامی انقلاب ګارد قول اردو په سوریه کې خپل حضور پراخ او پیاوړی کړی او د بشار الاسد د پوځ او ملیشه ځواکونو د روزنې او مشورې لپاره یې سلګونه کسان دغه هېواد ته استولی دی.

نړۍ

ونزویلا کې د مرګونو زلزلو قربانیان نږدې ۱۵۰۰ ته ورسېدل؛ د ژغورنې عملیات روان دي

دا دوه زلزلې، چې د ریښتر پر کچه ۷.۲ او ۷.۵ درجې وې؛ د چارشنبې پر ورځ د کاراکاس ښار ته نږدې د «لا ګوایرا» ساحلي ایالت ولړزاوه.

Published

on

د ونزویلا چارواکو ویلي، د دې هېواد د دوه زورورو زلزلو د قربانیانو شمېر نږدې ۱۵۰۰ کسانو ته رسېدلی او د ژوندي پاتې کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات اوس هم روان دي.

دا دوه زلزلې، چې د ریښتر پر کچه ۷.۲ او ۷.۵ درجې وې؛ د چارشنبې پر ورځ د کاراکاس ښار ته نږدې د «لا ګوایرا» ساحلي ایالت ولړزاوه.

د رسمي څرګندونو له مخې؛ تر اوسه له ۳زره ۱۰۰ څخه ډېر کسان ټپیان شوي، له ۱۲زره ۷۰۰ څخه زیات بې‌ځایه شوي او لږ تر لږه ۷۷۴ ودانۍ بشپړې یا جزوي ویجاړې شوې دي.

 

د ونزویلا سرپرستې ولسمشرې ډلسي روډریګز ویلي، د ژغورنې عملیات به تر هغې روان وي، چې د ژوندیو کسانو د موندلو هیله موجوده وي. هغې همدارنګه د زیانمنو ودانیو د خوندیتوب د ارزونې لپاره د یوې کميټې د جوړېدو، د ښوونځیو د رخصتۍ غځولو او شاوخوا ۷۵ سلنه زیانمنو سیمو ته د برښنا له بېرته رسېدو خبر ورکړی دی.

له ۲زره ۶۰۰ څخه زیاتې مرستندویه ډلې له بېلابېلو هېوادونو څخه د پرمختللو تجهیزاتو او روزل شویو سپو په مرسته د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخلي. په وروستیو ورځو کې یو شمېر کسان، چې ماشومان هم په کې شامل دي له کنډوالو ژوندي را ایستل شوي؛ خو کارپوهان خبرداری ورکوي، چې له ۷۲ ساعتونو وروسته د ژوندي پاتې کسانو د موندلو امکان هم کمېږي.

دغه راز د امریکا د جیولوژۍ ادارې خبرداری ورکړی، چې د نهایی قربانیانو شمېر ښايي له ۱۰ زرو څخه واوړي او دا پېښه به په لاتینه امریکا کې د وروستۍ یوې پېړۍ له مرګونو زلزلو څخه وګرځي.

له دې فاجعې وروسته د ونزویلا د نفتو تر ټولو لویه چاڼخونه هم د برښنا د پرې کېدا له کبله درېدلې او نړیوالې بشري مرستې اوس هم دغه هېواد ته رسېږي.

 

Continue Reading

نړۍ

شمالي کوریا به خپل اټومي دریځ وساتي – کیم جونګ اون

د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس د راپور له مخې، کیم د واکمن کارګر ګوند د مرکزي کمیټې په ناسته کې ویلي؛ د واکمنو قدرتونو د «زورواکه حرص» له کبله په نړۍ کې «حیرانوونکې او نه تصور کېدونکې» پېښې رامنځته کېږي او همدې چارې په بېلابېلو سیمو کې شخړې زیاتې کړې دي.

Published

on

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي، د نړۍ د پېچلي او نه اټکل کېدونکي امنیتي وضعیت پر وړاندې د شمالي کوریا د اټومي ځواک دریځ ساتل او پلي کول د ژغورنې یوازنۍ لاره ده.

د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس د راپور له مخې، کیم د واکمن کارګر ګوند د مرکزي کمیټې په ناسته کې ویلي؛ د واکمنو قدرتونو د «زورواکه حرص» له کبله په نړۍ کې «حیرانوونکې او نه تصور کېدونکې» پېښې رامنځته کېږي او همدې چارې په بېلابېلو سیمو کې شخړې زیاتې کړې دي.

هغه امریکا په اروپا او منځني ختیځ کې د وینې تویېدا د زیاتېدا مسووله بللې او واشنګټن او جنوبي کوریا یې تورن کړي، چې د خپلو اټومي همکاریو پر پراخولو یې د کوریا ټاپووزمې امنیتي وضعیت نور هم خطرناک کړی دی.

کیم ویلي، د اټومي ځواک د پیاوړتیا او د اټومي وسلو لرونکي هېواد د دریځ له بشپړ کارولو موخه دا ده، چې د نړۍ د پوځي او سیاسي پېچلو شرایطو پر وړاندې فعال او ډاډمن غبرګون وښيي.

که څه هم د شمالي کوریا دولتي رسنیو د دې هېواد د اټومي وسلو د زېرمو په اړه ځانګړي(مشخص) جزئیات نه‌دي ورکړي، خو څرګندوي: کیم د دودیزو وسلو د پیاوړتیا او د لس زره ټنه سټراټیژیکې جنګي بېړۍ د جوړولو د چټکتیا امر هم کړی؛ هغه بېړۍ، چې پر هدایت کېدونکو توغندیو سمبالېږي.

په سیول کې د شمالي کوریا د څېړنیز پوهنتون استاد یانګ مو جین ویلي؛ د کیم څرګندونې ښيي، چې پیونګ‌یانګ اوس هم د اټومي بې‌وسلې کېدا مخالف دی او غواړي اټومي هېواد وپېژندل شي.

هغه زیاته کړې، شمالي کوریا یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د اټومي بې‌وسلې کېدا خبرې منتفي دي او د اټومي ځواک له برابر دریځ سره به خبرو ته کېني؛ داسې خبرې، چې ښايي د وسلو پر کمولو راڅرخي، نه د هغو پر بشپړ له منځه وړلو.

کارپوهانو ویلي، دا ډول خبرې به د لږ تر لږه د اټومي مخنیوي د منلو او د بندیزونو د کمېدا غوښتنه هم ولري او له هغو پخوانیو وړاندیزونو سره به بنسټیز توپیر ولري، چې د تدریجي بې‌وسلې کېدو په اړه وړاندې شوي وه.

شمالي کوریا سره له دې، چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۷ز.کلونو ترمنځ پرې د ملګرو ملتونو او امریکا پراخ بندیزونه لګېدلي؛ خپل اټومي پروګرام روان ساتلي دی.

پیونګ‌یانګ ځان اټومي هېواد بولي او بیا-بیا یې ویلي؛ هیڅ شی به یې د اټومي وسلو پرېښودو ته اړ نه‌کړي.

په دې حزبي ناسته کې د ډبروسکرو د صنعت پر بیاجوړونې او د کان‌کېندونکو ټولنو پر بیا پراختیا هم ټینګار شوی؛ هغه څه، چې کیم یې سټراټیژیک لومړیتوب بولي.

Continue Reading

نړۍ

له دوه کلونو وروسته؛ سټارمر د استعفا اعلان وکړ

سټارمر، چې نږدې دوه کاله مخکې یې په ټاکنو کې پراخ اکثریت خپل کړی و، ویلي؛ اوس څرګنده شوې، چې د کارګر ګوند غړي د مشرتابه بدلون غواړي.

Published

on

د بریټانیا لومړي وزیر کی‌یر سټارمر د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې له خپلې دندې استعفا کوي.

سټارمر، چې نږدې دوه کاله مخکې یې په ټاکنو کې پراخ اکثریت خپل کړی و، ویلي؛ اوس څرګنده شوې، چې د کارګر ګوند غړي د مشرتابه بدلون غواړي.

هغه وایي:« زما ګوند اوس دا پوښتنه کوي، چې آیا زه راتلونکو ټاکنو ته د ګوند د رهبرۍ لپاره تر ټولو مناسب کس یم که نه. ما د خپلو همکارانو ځواب اورېدلی او پر درناوي یې منم.»

په وروستیو میاشتو کې پر سټارمر فشارونه زیات شوي وه او د ستر مانچسټر ښاروال انډي برنهام له پارلماني بریا وروسته دا فشارونه نور هم ډېر شول. د برنهام بریا د کارګر ګوند په غړو کې دا هیله راپیدا کړه؛ ښايي هغه وکولی شي د ګوند هغه دریځ بېرته پیاوړی کړي، چې د سټارمر د مشرۍ پر مهال یې محبوبیت کم شوی و.

سټارمر د استعفا د اعلان پر مهال له خپلو همکارانو، مېرمنې او اولادونو مننه کړې او وینا یې په احساساتي فضا کې پای ته رسولې ده.

شنونکي وايي، چې د هغه ځای‌ناستی به له لویو ننګونو سره مخ وي؛ لکه اقتصادي ستونزې، د ژوند د لګښتونو لوړېدل، د دولت درانده پورونه او د حکومت له کړنو د خلکو نارضایتي.

سټارمر له دې مخکې ویلي وه، چې د ګوند د مشرۍ د ساتلو لپاره به مبارزه وکړي؛ خو په پای کې یې له واکه د لاس اخيستو پرېکړه وکړه. د هغه ځای‌ناستی به د ۲۰۱۶ز. کال د بریګزیټ له ټولپوښتنې وروسته د بریټانیا اووم صدراعظم وي؛ هغه څه، چې په تېره یوه لسیزه کې د دې هېواد سیاسي بې‌ثباتي ښيي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117