Connect with us

نړۍ

په یمن کې د مالي مرستو د وېش پر وخت ۷۸ کسان مړه شول

خپور شوی

د

عیني شاهدانو او حوثي رسنیو د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړې؛ د یمن د پلازمېنې صنعا په یوه ښوونځي کې سلګونه کسان د مرستو د ترلاسه کولو لپاره راټول ول، چې د ګڼه ګوڼې پر وخت لږ تر لږه ۷۸ کسان مړه شول.

د المسیره تلویزیون، چې د ایران پر ملاتړ د حوثي غورځنګ لخوا خپرزونې لري؛ په صنعا کې د روغتیایي چارواکو د څرګندونو له مخې ۱۳ کسانو له ټپي کېدو خبر ورکوي، چې روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ دی.

د حوثي یاغیانو تر څارنې لاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند څرګنده کړې، چې د روژې د مبارکې میاشتې په وروستیو ورځو کې د سوداګرو لخوا د خیریه مرستو د وېش پر مهال ګڼه ګوڼه رامنځته شوه.

دوه عیني شاهدانو رویترز ته ویلي، چې د ژغورنې په هڅو کې ښکېلو دوه عیني شاهدانو رویترز ته ویلي، چې په سلګونه خلک د مرستې د ترلاسه کولو لپاره یوه ښوونځي ته ورغلي وه، چې پېنځه زره یمني ریال یا د هر کس شاوخوا نهه دالره وېشل کېدل.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، دوه سوداګر، چې د بسپنې د غونډې د تنظیمولو مسوول ول، نیول شوي او پلټنې ترې روانې دي.

یمن په اته کلنه کورنۍ جګړه کې ښکېل هېواد دی، چې لسګونه زره خلک یې وژل شوي، اقتصاد یې ویجاړ کړی او میلیونونه یې د لوږې تر کرښې اړ کړی دی.

د سعودي پر مشرۍ ائتلاف په ۲۰۱۵ کال کې وروسته له هغې په یمن کې مداخله وکړه، چې حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴ کال کې له پلازمېنې صنعا څخه حکومت ړنګ کړ. دغې جګړې ته په پراخه کچه د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د نیابتي جګړې په سترګه کتل کېږي.

د حوثي یاغیانو د انقلابي کمیټې مشر محمد علي الحوثي ویلي، چې د اضطراب پېښې د یمن خلک له اته کلنې جګړې وروسته د «تر ټولو بد نړیوال بشري بحران» سره مخ دي.

ریاض او تهران د مارچ په میاشت کې موافقه وکړه چې په ۲۰۱۶ کې د دیپلوماتیکو اړیکو بیا رغونه وکړي او پدې میاشت کې د دواړو خواوو ترمنځ د بندیانو تبادلې د شخړې د اواري لپاره هیلې زیاتې کړې.

د یمن د حوثي غورځنګ لوړپوړي مذاکره کوونکي ویلي، له سعودي عربستان سره د سولې په وروستیو خبرو کې پرمختګ شوی او د پاتې اختلافاتو د حل لپاره به نورې خبرې هم وشي.

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!