Connect with us

لوبی

آریانا تلویزیون د کرکت د ۴ سترو نړیوالو سیالیو د خپرولو حق ترلاسه کړ

خپور شوی

د

Last Updated on: غویی ۳۰, ۱۴۰۲

آریانا تلویزیون د نړۍ پر کچه د سپورتي لوبو د وړاندې کولو په لړ کې بریالی شو، چې د کرکت د ۴ سترو نړیوالو سیالیو د خپرولو حق هم ترلاسه کړي.

دغه تورنمنت یا سیالۍ به له جون څخه تر نومبر پورې ترسره شي.

د کرکت دغه څلور تورنمنتونه، چې له آریانا تلویزیون څخه به په ژوندۍ بڼه خپریږي؛ نومونه یې دا دي:

د نړیوال جام وروستۍ تست لوبه، د نړیوال جام غوراوي سیالۍ، د آسیایي ملتونو جام او نړیوال جام

د نړیوال جام وروستۍ تست لوبه

د آریانا تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه لومړۍ لوبه به د نړیوال جام وروستۍ تست لوبه وي. دا سیالۍ به د جون له ۷ څخه د جون تر ۱۱ پورې ترسره شي.

د نړیوال تست غوره لوبډلې؛ هند او آسترالیا دي، چې په لندن کې به پر زړه پورې وروستۍ لوبه ترسره کړي.

هند د تېرو سياليو اتل نوماند و، چې د دوه‌یيم پړاو په پايلوبه کې یې له نيوزيلند څخه ماتې وخوړله.

په هرصورت، دا ځل هند د آسترالیا پر وړاندې د درې پرلپسې تست سیالیو پر ګټلو ډېر چمتو ښکاري.

د نړیوال جام غوراوي سیالۍ

دا سیالۍ په حقیقت کې د نړیوال تست اتلولیو سیالیو له پای لوبې یوازې دوه ورځې وروسته پیلیږي.

د ۲۰۲۳ کال د کرکت نړیوال جام روزنیزې سیالۍ به د جون له ۱۸ څخه د جولای تر ۹ په زمبابوې کې ترسره شي.

د نرینه وو کرکت نړیوال جام سیالۍ، چې د روان کال په وروستیو کې ترسره کېږي؛ دوه لوبډلې کولی شي د روزنیزو سیالیو له لارې لار پیدا کړي.

هغه لوبډلې، چې له دغو دوه سیالیو څخه به یوې ته لار ومومي دي: ایرلیند، نیپال، هالیند، عمان، سکاتلیند، سریلانکا، عربي متحده امارات، امریکا، ویست اندیز او زیمبابوی.

اته لوبډلې ، چې مخکنۍ وړتیا لري؛ دادي: افغانستان، بنګله دیش، پاکستان، هند، آسترالیا، انګلستان، نیوزیلیند او سویلي آفریقا.

د آسیایي ملتونو جام

د آسیایي ملتونو جام سیالۍ، چې ټاکل شوې د سپتمبر په میاشت کې پیل شي؛ له آریانا تلویزیون څخه به هم په ژوندۍ بڼه خپریږي. دا په کرکت کې یوازنی براعظمګي اتلولي ده او سیالۍ په پنځوس آووریز او شل آووریزو بڼو کې ترسره کیږي.

دا ډول تورنمنت په ۱۹۸۳ کې هغه مهال رامنځته شو، چې د آسیا کرکت شورا د آسیایي هېوادونو ترمنځ د ښه نیت د ودې لپاره د یو اقدام په توګه رامنځته شوه.

لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله سیالي په ۱۹۸۴ کال کې ترسره شوه، چې درې لوبډلو؛ هند، پاکستان او سریلانکا په کې برخه اخیستې وه.

۲۰ آووریزې سیالۍ په ۲۰۱۶ کې وپېژندل شوې.

د سږني تورنمنت لپاره، ګروپونه او بڼه د ۲۰۲۳ کال د جون ۵ ته اعلان شوې او شپږ لوبډلې پر دوه ګروپونو ووېشل شول.

ټولټال ۱۳ لوبې به ترسره شي، چې په کې ۶ د لیګ لوبې، ۶ سوپر فور لوبې او یوه وروستۍ هغه ده.

په الف ګروپ کې: هند، پاکستان او نیپال او

په ب ګروپ کې: دفاعي اتل سریلانکا له بنګله دیش او افغانستان سره دي.

له هر ګروپ څخه دوه مخکښې لوبډلې به سوپر فور ته لار ومومي. له هغه ځایه به دوه مخکښې لوبډلې په وروستۍ هغه کې له یو بل سره لوبه وکړي.

د کرکت نړیوال جام

د نړۍ پر کچه د کرکت له څو میاشتنیو سیالیو وروسته، ۲۰۲۳ کال به د کرکت نړیوال جام پر زړه پورې سیالیو پای ته ورسېږي.

دا سیالۍ به د آریانا تلویزیون له لارې یو ځل بیا په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په لړ کې به لس هېوادونه د جام د ګټلو لپاره سره سیالي وکړي، چې پر وروستی ځل انګلستان په ۲۰۱۹ کال کې ګټلی و.

دا تورنمنت به د هند پر کوربتوب ترسره کیږي او نېټه یې د اکتوبر له ۵ څخه د نومبر تر ۱۹ پورې ده. په هرصورت، د ځینو راپورونو د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې وروستۍ لوبه د نومبر پر ۲۶ ترسره شي.

په لومړیو کې، ټاکل شوې وه، چې دا تورنمنت به د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ له ۹ څخه د مارچ تر ۲۶ پورې ترسره شي؛ خو د ۲۰۲۰ په جون کې څرګنده شوه، چې تورنمنت د کرونا ناروغۍ له کبله له اکتوبر څخه نومبر ته وځنډول شو.

انګلستان دفاعي اتل دی. دغې لوبډلې په تېر ۲۰۱۹ کال کې نیوزیلیند ته لهه ماتې ورکولو سره اتلولي ګټلې وه.

آریانا تلویزیون په داسې حال کې د کرکت د لویو تورنمنتونو د خپریدو حق تر لاسه کړ، چې اوس مهال د هند غوره لیګ پر ژوندۍ بڼه خپروي.

د کرکت هغه مینه وال، چې تر اوسه یې دغه ورځنۍ لوبې نه‌دي لیدلي؛ کولی شي په خپلو کورونو کې د آریانا تلویزیون له لارې یا د آریانا تلویزیون له اوبپاڼو څخه په ژوندۍ بڼه وګوري.

په همدې حال کې آریانا تلویزیون له هرې سیالۍ مخکې د سیالیو مهالوېش خپروي؛ نو ډاډه اوسئ او زمونږ په اوبپاڼو کې یې په اړه تازه معلومات وڅارئ.

لوبی

راشد خان او عظمت‌الله عمرزي په پنځوس‌آوریزو لوبو کې خپل لومړي ځایونه وساتل

د پاکستان ابرار احمد د ۶۷۵ امتیازونو له لرلو سره دوه‌یم او د سویلي افریقا کیشو مهاراج د ۶۶۷ امتیازونو پر لرلو درېیم ځای ته پورته شوی دی.

Published

on

راشد خان د ۷۱۴ امتیازونو له لرلو سره اوس هم د نړۍ د پنځوس‌آوریزو لوبو د غوره توپ‌اچوونکو په ځایګي کې خپل لومړی ځای ساتلی دی.

د پاکستان ابرار احمد د ۶۷۵ امتیازونو له لرلو سره دوه‌یم او د سویلي افریقا کیشو مهاراج د ۶۶۷ امتیازونو پر لرلو درېیم ځای ته پورته شوی دی.

دغه راز عظمت‌الله عمرزي د ۳۳۷ امتیازونو له لرلو سره اوس هم د پنځوس‌آوریزو لوبو د توپ‌اچوونکو په ځایګي کې لومړی ځای لري. پدې توګه افغانستان د پنځوس‌آوریزو لوبغاړو د ځای په دوه برخو کې دوه لوبغاړي  لومړي ځایونه لري.

له عمرزي وروسته د زیمبابوې سکندر رضا او د بنګله‌دېش مهدي حسن میراز په ورپسې ځایونو کې دي.

راشد خان او عظمت‌الله عمرزي د افغانستان کرکټ په نړیواله کچه کې د پرمختګ له مهمو څېرو څخه دي او د دوی لوبیزې لاسته‌راوړنې د کرکټ په بېلابېلو بڼو کې افغانستان بریاوو ته رسولی دی.

#آریانانیوز #افغانستان #کرکټ #راشدخان #عظمت‌الله‌عمرزي #پنځوس‌آوریز‌کرکټ #ځایګی

Continue Reading

لوبی

د افغانستان کرکټ بورډ د چټک توپ‌اچوونکو د استعداد موندنې ملي پروګرام پیلوي

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مرکز راتلونکې میاشت د هېواد په څو ولایتونو کې د چټک توپ‌اچوونکو د استعداد موندنې لپاره « تندر» نومی ملي پروګرام پیلوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.

د دغه بورډ د څرګندونو له مخې: د ګډون شرایط دا دي، چې لوبغاړي له ۱۹ څخه تر ۲۶ کلونو عمر ولري؛ لږ تر لږه ۱۸۰ سانټي‌مټره لوړوالی ولري، د اعتبار وړ برښنايي تذکره ولري او توپ په ساعت کې لږ تر لږه ۱۴۰ کیلومټره چټکتیا سره وغورځولی شي.

د اعلان شوې مهال‌وېش له مخې؛ په کندوز کې به ارزونې د اوکټوبر پر څلورمه او پېنځمه، په هرات کې د اوکټوبر پر نهمه او لسمه، په کندهار کې د اوکټوبر پر دولسمه، په کابل کې د اوکټوبر پر څوارلسمه او پېنځلسمه، په خوست کې د اوکټوبر پر نولسمه، په پکتیا کې د اوکټوبر پر یوویشتمه او په کونړ کې د اوکټوبر پر پېنځه‌ویشتمه ترسره شي. وروستی پړاو به هم د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه په ننګرهار کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ له ټولو هغو لوبغاړو، چې په لوړه کچه چټک توپ‌اچوونکي کېدی شي؛ په ټاکل شویو نېټو په خپلو اړوند ولایتونو کې د «تندر» نومي چټک توپ‌اچوونکو د استعدادونو د موندنې په پروګرام کې ګډون وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دغه پروګرام موخه د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د چټک توپ‌اچولو هیله‌بښوونکو استعدادونو موندل او د هېواد د کرکټ د لوړې کچې د فعالیتونو د سیسټم له لارې د مستعدو لوبغاړو د ودې او پرمختګ لپاره د زمینې برابرول دي.

Continue Reading

لوبی

طوفان هرات او عینو مېنه کندهار ۱-۱ مساوي شول

عنایت‌الله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بني‌مقدس د لوبې په دوه‌دېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۸, ۱۴۰۵

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د سې‌شنبې پر ورځ په کابل کې د نهه‌ویشتمې لوبې پر مهال طوفان هرات  او عینو مېنه کندهار یو پر یو مساوي ولوبېدل.

عنایت‌الله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بني‌مقدس د لوبې په دوه‌دېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.

د لوبې په دوه‌یمه نیمایي کې دواړو لوبډلو د ګول وهلو څو فرصتونه درلودل؛ خو ونه توانېدل، چې له دغو فرصتونو ګټه واخلي او لوبه یو- یو پای ته ورسېده.

طوفان هرات په دې لوبه کې ۱۲ سرغړونې وکړې او یو ژېړه کارت یې واخیست. عینو مېنه کندهار بیا ۱۶ سرغړونې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.

طوفان هرات به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر لومړۍ له آرمان اف‌سي سره وکړي او عینو مېنه کندهار به د اوکټوبر پر دوه‌یمه له ابومسلم فراه سره مخ شي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!