تازه خبرونه
آسترالیا هڅه کوي په افغانستان کې ترسره شوي جنګي جنایتونه کم ارزښته وښیي – روسیه
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د جمعې پر ورځ په یوه بیان کې په ډاګه کړه؛ د آسترالیا چارواکي په افغانستان کې د دغه هېواد د پوځیانو د جنګي جرمونو د نرمولو په لټه کې دي.
نوموړې زیاته کړې؛ دا په بشپړه توګه روښانه ده، چې د شنه براعظم واکمنه اداره غواړي په افغانستان کې د آسرالیايي سرتېرو لخوا ترسره شوي جنګي جرمونو مسله نرمه کړي، چې دا یوه ځوروونکې موضوع ده. په هر حال داسې بریښي، چې د دې هڅې تر شا اصلي لامل د پخوانۍ لیبرالې کابینې د بدنامې رهبرۍ لومړي وزیر سکات موریسن او بدنام دفاع وزیر پیتر داتون لاسوهنه ده.
هغې څرګنده کړې: د پخوانیو بنسټونو غړیو، رسنیو او ځینو سیاسي ناپېیلو چارواکو، چې له اوسنيو چارواکو سره تړلي نهدي؛ پر ګوته کړې، چې د شخصي افرادو او ځانګړيو عملیاتي ځواکونو ملامتولو پر هڅو غواړي دا له شرمه ډډکې دوسیې وتړي؛ خو دا د منلو وړ نهدي.
زاخارووا وایي: په ځانګړي توګه د ( یو ملت) اپوزیسیون ګوند سناتور مالکم رابرتس د می په میاشت کې د پارلمان د استماعي غونډې په بهیر کې وړاندیز وکړ، چې د آسترالیا د دفاعي ځواک مشر جنرال انګوس کمپبل ته، چې پر ۲۰۱۲ کال په منځني ختیځ کې د آسترالیا د سرتېرو د قومندان په توګه د امتیازي خدمت صلیب ورکړ شوی و؛ بېرته ترې واخیست.
د هغې د څرګندونو له مخې، د آسترالیا د جنګي جرمونو په اړه نوي معلومات دا روښانه کوي، چې دا مسله بنستیزه او ژوره ریښه لري، په ځانګړي توګه د هېواد د وسلهوالو ځواکونو له لوړ پوړیو واحدونو سره تړلې ده.
زاخارووا ټینګار کړې: د واکمنو کړیو هڅې، چې یوازې د تعاملاتي کړنو پر تر سره کولو نه یوازې د خلکو غصه کمهول غواړي، بلکې دوه ګونی معیارونه او د آسترالیا د سیاسي طبقې منافقانه ماهیت هم پر ګوته کوي، چې خپلې نیمګړتیاوې له پامه وغورزوي؛ خو په اسانۍ سره نور هېوادونه د لویدیځو معیارونو په پوره کولو کې د پاتې راتلو له امله تورنوي.
تازه خبرونه
نړۍ دې د بندیزونو او فشارونو پر ځای اقتصادي اړیکې پراخې کړي – ملابرادر
اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ملا برادر دا څرګندونې د شنبې پر ورځ( د لیندۍ نههویشتمه) په بلخ ولایت کې د یو سوداګریز بازار د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال وکړې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د نااړینو بندیزونو او فشارونو پر ځای دې له اسلامي امارت سره خپلې اقتصادي اړیکې نرمې او پراخې کړي.
اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ملا برادر دا څرګندونې د شنبې پر ورځ( د لیندۍ نههویشتمه) په بلخ ولایت کې د یو سوداګریز بازار د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال وکړې.
برادر زیاته کړې، چې په سیمه کې یو سوکاله او پیاوړی افغانستان د نورو هېوادونو پر زیان ندی، بلکې د نورو هېوادونو د سوکالۍ او په سوداګریزې پیاوړتیا کې مرسته کوي.
هغه وایي: “اسلامي امارت د سیمهییزې او نړیوالې ملګرتیا په ډګر کې په پراخ سیمهییز اقتصادي او سیاسي اصل باور لري؛ خو، چې د لویو ارزښتونو او بنسټیزو اصولو لپاره متقابل درناوی وي.”
هغه ټینګار کړی، چې له خصوصي سکټور سره د اسلامي امارت تعامل د لویو او اوږدمهاله پروژو په برخه کې، چې د عامه او خصوصي مشارکت یا نورو قراردادونو پر بنسټ رامنځته شوي؛ دا روښانه پیغام لري، چې په افغانستان کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه مساعده ده او هرڅوک کولی شي له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت
د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیحالدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.
د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”
فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”
هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.
د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.
تازه خبرونه
په روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سرهزر نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه3 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه3 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م
-
روغتيا3 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
-
تازه خبرونه5 days agoد قرغزستان لوړ پوړی پلاوی کابل ته راورسېد
