Connect with us

لوبی

د پاکستان کرکت بورد د آسیا جام سیالیو مهالوېش وړاندې کوي

خپور شوی

د

ټاکل شوې، چې د چارشنبې پر شپه په لاهور کې د پاکستان کرکت بورد مشر ذکا اشرف د ۲۰۲۳ آسیا جام سیالیو مهالوېش وړاندې کړي.

د راپورونو له مخې؛ دغه سیالۍ به د اګست پر ۳۰ مه نېټه له ټاکلي وخت یوه ورځ مخکې پیل شي.

آسیا جام په دوه پړاوونو کې د پاکستان او سریلانکا پر کوربه‌توب ترسره کیږي.

جیو تلویزیون د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړه، چې څلور سیالۍ به د پاکستان په لاهور او ملتان ښارونو کې ترسره شي.

په ورته وخت کې ESPNcricinfo په ډاګه کړې، چې د دې سیالیو او تورنمنت لومړۍ لوبه به په ملتان کې د پاکستان او نیپال تر منځ او پای لوبه به د سپتمبر پر ۱۷ نېټه په کولمبو کې ترسره شي.

په دې سیالیو کې به ټولټال ۱۳ لوبې وشي؛ پاکستان په الف ګروپ کې له هند او نیپال سره او په ب ګروپ کې سریلانکا، بنګله دېش او افغانستان دي. د هر ګروپ دوه غوره لوبډلې څلورم غوره پړاو ته ځي او د دې پړاو دوه غوره لوبډلې پای لوبې ته لار مومي.

 ESPN سایت راپور ورکړی، چې د لومړني پروګرام له مخې؛ پاکستان باید یوازې په یوه ښار کې د څلورو لوبو کوربه‌توب وکړي؛ خو ملتان د پاکستان کرکت بورد د مشر ذکا اشرف له ټاکل کېدو وروسته د دوه‌یم ځای په توګه ورزیات شو.

په همدې حال کې د آسیا جام سیالۍ به د اګست له ۳۰ مې له آریانا تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

د آریانا تلویزیون په دیجیتل سایتونو کې هم هره ورځ د خپرونو جزئیات، د پای لوبې او د لوبې راپورونه خپریږي، چې د کرکت مینه والو ته د اړتیا وړ ټول معلومات وړاندې کوي.

د آسیا جام، چې دا ځل پر ۵۰ آووریزه بڼه ترسره کیږي؛ په بنسټیزه توګه له شپږ لوبډلو څخه د پېنځه لوبډلو لپاره چمتووالی دی – نیپال به په هند کې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره، چې د اکتوبر پر ۵ مه پیلیږي؛ لوبه وکړي.

لوبی

زیمبابوې له افغانستان څخه د دوه‌یمې ټسټ لوبې پر دوه‌یمه ورځ ۱۸۰ منډې مخکې شو

زیمبابوې د لوبې لومړۍ ورځ پر ۲۵۰ منډو او د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا پای ته رسولې وه او د دوه‌یمې ورځې په لوبه کې یې خپلې منډې ۳۳۹ ته ورسولې.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۴, ۱۴۰۵

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې پر وړاندې د دوه‌یمې ټسټ لوبې د دوه‌یمې ورځې تر پای پورې په لومړۍ پاڼۍ کې د شپږ لوبغاړو پر سوځېدا ۱۵۹ منډې جوړې کړې او د زیمبابوې له ټولو ۳۳۹ منډو څخه ۱۸۰ منډې وروسته ده.

زیمبابوې د لوبې لومړۍ ورځ پر ۲۵۰ منډو او د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا پای ته رسولې وه او د دوه‌یمې ورځې په لوبه کې یې خپلې منډې ۳۳۹ ته ورسولې.

د زیمبابوې لوبډلې دغه منډې په ۱۱۴.۵آورونو کې جوړې کړې.

افغانستان د زیمبابوې د منډو په ځواب کې د دوه‌یمې ورځې تر پایه ۱۵۹ منډې جوړې کړې او شپږ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

افغان لوبډلې ته څلور لوبغاړي پاتې دي او د زیمبابوې د منډو د برابرولو لپاره ۱۸۰ منډې ته اړتیا لري.

افغانستان به د لوبې په درېیمه ورځ هڅه وکړي، چې د پاتې څلورو لوبغاړو پر مټ د زیمبابوې د منډو واټن راکم کړي.

Continue Reading

لوبی

رحمت شاه په ټسټ لوبه کې د نړۍ اووم غوره توپ‌وهونکی شو

رحمت شاه په دې درجه‌بندۍ کې له شبمن ګیل، ایډن مارکرم او کامنډو مینډیس څخه مخکې شوی دی.

Published

on

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلمشر رحمت شاه د زیمبابوې پر وړاندې له ښې لوبې وروسته د ټسټ کرکټ په نړیواله درجه‌بندۍ کې تاریخي اووم مقام خپل کړ.

رحمت شاه د آی‌سي‌سي په تازه درجه‌بندۍ کې شپږ پړاوونه مخکې شوی او د ټسټ کرکټ د غوره توپ‌وهونکو په ډله کې شامل شوی دی.

نوموړي د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د ټسټ سیالیو په لومړۍ لوبه کې ۱۷۳ منډې کړې وې، چې د هغه پنځمه ټسټ سلیزه او د روان کال دوه‌یمه سلیزه وه.

رحمت شاه په دې درجه‌بندۍ کې له شبمن ګیل، ایډن مارکرم او کامنډو مینډیس څخه مخکې شوی دی.

Continue Reading

لوبی

عمر ځواک استقلال کابل ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه

دغه لوبه نن سې‌شنبه په کابل کې ترسره شوه، چې لومړۍ نیمایي یې د دواړو لوبډلو ترمنځ له ګول پرته پای ته ورسېده.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۰, ۱۴۰۵

 

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالیو په اتیایمه لوبه کې عمر ځواک لوبډلې استقلال کابل ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه.

دغه لوبه نن سې‌شنبه په کابل کې ترسره شوه، چې لومړۍ نیمایي یې د دواړو لوبډلو ترمنځ له ګول پرته پای ته ورسېده.

په دوه‌یمه نیمایي کې د عمر ځواک لوبډلې لوبغاړو پنځه ګولونه ووهل او خپله بریا یې یقیني کړه؛ خو استقلال کابل لوبډله یوازې د یوه ګول پر وهلو بریالۍ شوه.

عمر ځواک لوبډله به په راتلونکې لوبه کې د نومبر پر دولسمه له آریانا خوست سره مخ شي او استقلال کابل به په همدې ورځ له عینو مېنې کندهار سره سیالي وکړي.

د یادونې ده، چې د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو ټولې لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!