Connect with us

سوداگري

 د کابل په امام ابوحنیفه دوه‌یم ملي او نړیوال نندارتون کې د ۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت توکي وپلورل شول

خپور شوی

د

(Last Updated On: زمری ۱, ۱۴۰۲)

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د څرګندونو له مخې؛ په دغه نندارتون کې د ۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت توکي پلورل شوي او سوداګرو په خپلو منځو کې د ۴۵ میلیون دالرو پر ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال خیرالدین مایل له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې، چې د سوداګرو او صرافانو لپاره دې اسانتیاوې زیاتې کړي.
په دې نندارتون کې د رییس الوزرا د دفتر رییس عبدالواسع خادم له ملي او نړیوالو سوداګرو وغوښتل؛ له رامنځته شویو اسانتیاوو ګټه پورته او په افغانستان کې پانګونه وکړي، چې په دې اړه به ورسره اسلامي امارت د ملاتړ ترڅنګ همکاري هم وکړي.
دغه راز د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي په نږدې راتلونکي کې د لسګونه افغان صنعتکارانو په ګډون په قزاقستان کې د یوه نندارتون له جوړیدو خبر ورکړ، چې ۷۰ غرفې په کې د افغانستان د تولیداتو لپاره ځانګړې شوې دي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ويلي، هڅه کوي، چې د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره په غوره معیارونو سره نور نندارتونونه هم جوړ کړي.
د امام ابوحنیفه رحمةالله په ملي او نړیوال نندارتون کې ۶۰۰ غرفې د کورنيو تولیداتو نندارې ته ایښودل شوي وه، چې ۱۲۰ غرفې یې ښځو ته ځانګړې شوې وې. په دې نندارتون کې د کورنیو شرکتونو تر څنګ د ایران، ترکیې، ترکمنستان، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو شرکتونو هم خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي وه.

سوداگري

په پنجشېر کې د یاقوتو استخراج او وپلورل پیل شول

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲, ۱۴۰۳)

په پنجشېر کې د زمردو پر پلور سربېره  په لومړي ځل استخراج شوي یاقوت پر کورنیو سوداګرو وپلورل شول

د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې د دې ولایت د رهبرۍ پر سپارښتنه د کانونو اړونده کمیټې په شتون کې د داوطیبۍ له لارې  ۳۳ زره ۸۱۹ قیراته زمرد پر ۲۶۹  زره ۵۵۰ امریکايي ډالرو پر کورنیو سوداګرو وپلورل شول او ترڅنګ يې په لومړي ځل په دې ولایت تازه استخراج شوي یاقوت هم سوداګرو  پر ۱۰۰۰ امریکایي ډالرو وپېرل.

په دې وروستیو کې یو شمېر بهرني پانګوال هم دې ولایت ته راغلي او د دغه ولایت والي محمد اغا حکیم ترې په دې ولایت کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.

دغه راز یو شمېر کورنیو سوداګرو د پنجشېر ولایت د کرومایټو ډبرو د قانوني استخرج لپاره د دغه ولایت له والي سره ناستې کړي او پانګوالو  په نږدې راتلونکې کې پرې د کار پیلولو ډاډ ورکړی دی.

ویل کیږي، چې د پنجشېر ولایت د کانونو د قانوني استخراج او په دې ولایت کې د ازاد پلور له لارې له یوې خوا د دغه ولایت ډېر ځوانان پر کار اخته شوي او له بله پلوه په پنجشېر کې بازارونو او سوداګرۍ وده کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ۱۴۰۳ کال مالي بودجه تصویب شوه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند څرګنده کړې، چې د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال مالي بودجه د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله اخوندزاده له هراړخیزې کتنې وروسته توشیح شوه.

د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د سږ کال په مالي بودجه کې د خلکو اړتیاوو او لومړیتوبونو ته پوره پاملرنه شوط ده. همدارنګه  تېر کال ته ورته د روان کال مالي بودجه هم د هېواد له ملي عوایدو جوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ مالیې وزارت به د تل په څېر د ۱۴۰۳ لمریز مالي کال، ملي بودجه د هېواد په مالي سیسپم کې ځای پر ځای کړي او د روان مالي کال اړوند ټولو (عادي او انکشافي) برخو ته به په پوره روڼتیا لاسرسی ومومي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان مالي کال دوه میاشتې تېرې شوې دي.

Continue Reading

سوداگري

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي په کازان ښار کې د «روسیه – اسلامي نړۍ» د پېنځلسمې نړیوالې اقتصادي ناستې په څنډه کې د تاتارستان له ولسمشر رستم مینی خانوف، د روسیې فډراسیون له مرستیال دیمیتري ولواچ او د تاتارستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر اولیګ کوروبچینکو سره بحث او خبرې وکړې.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د چارشنبې پر ورځ  د غویی شپږویشتمه په ایکس پاڼه کې له دې غونډې خبر ورکړی دی.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو سوداګریزو مسایلو، په افغانستان کې د روسیې سوداګرۍ خونې جوړېدو، کابل ته د تاتارستان د ولسمشر سفر، د برښنا تولید، د اوبو لېږد، کانونو، فرهنګي او اقتصادي همکاریو، د عملي ګامونو ، دې هېواد ته د روسيې د صادراتي توکو لېږد او جنوبي آسيا ته د ولګا ټرانزيټي لارې خبرې اترې وکړې.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!