لوبی
بنګلهدیش د کرکت نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه
بنګله دیش کرکت ملي لوبډلې د شنبې پر ورځ په دھرم شالا لوبغالي کې افغانستان ته د شپږ ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه او مهدي د ټوپوهنې او توپاچونې په دواړو ډګرونو کې ښه وځلید.
نوموړي درې ویکتې واخیستې او ۲۵ منډې یې ورکړې. په داسې حال کې، چې افغانستان یوازې په ۱۵۶ منډو له ډګره ووت.
د فرانسې خبري سرچینې څرګنده کړې؛ مهدي ۵۷ منډې جوړې کړې او نجم الحسین شانتو ۵۹ منډې وکړې او بنګلهدېش د ۱۵ اورونو په پاتې کېدو سره لوبه وګټله.
په دې لوبه کې د بنګلهدېش لوبډلمشر شکیب الحسن د افغان لوبډلې ته پوره زیانونه واړول، چې درې ویکټې یې واخیستې او ۳۰ منډې یې ورکړې.
افغانستان، چې د شکېب له خوا د ۱-۴۷ او ۱۱۲-۲ منډو له جوړولو سره توپوهنې ته لېږل شوی و؛ خپل وروستي اته لوبغاړي يې په ۴۴ منډو کې له لاسه ورکړل.
افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز خپل بشپړ ټینګار څرګند کړ او ۴۷ منډې یې جوړې کړې.
د افغانستان لوبډله به راتلونکې چارشنبه خپله بله لوبه له هند لوبډلې سره وکړي.
لوبی
ابو مسلم او عدالت فراه مساوي شول او میوند لوبډلې جوانان واحدي ته ۲ ګولونه ورکړل
د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ اووهدېرشمه لوبه د چارشنبې پر ورځ ( د غویی نولسمه ) د ابو مسلم فراه او عدالت فراه لوبډلو ترمنځ مساوي پای ته ورسېده.
په دې لوبه کې یوه لوبډله پر ګول وهنه بریالۍ نشوه.
له بلې خوا د نن ورځې په دوهیمه یا اتهدېرشمه لوبه کې میوند فوټبال لوبډلې د جوانان واحدي ته ۲ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.
د دغو لوبو په لړ کې به د پنجشنبې پر ورځ ( د غویی شلمه) موج ساحل او خدیم سرپل به د کابل پر وخت یوه بجه او اټک انرژي به له استقلال کابل له لوبډلې سره ۳:۳۰ بجې ولبیږي.
دا سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرې شي.
لوبی
اټک انرژی جوانان واحدي لوبډله او عینو مېنې خدیم ماټ کړل
د دوشنبې پر ورځ د افغانستان اتلانو لیګ په درېدېرشمه لوبه کې اټک انرژي جوانان واحدي ته ۷- ۰ او په څلوردېشمه لوبه کې عینو مېنې خدیم افسي ۳ پر ۱ مات کړل.
د جوانان پر وړاندې د اټک عبدالصبور رحیمي (۲)، یارمحمد ذاکرخېل (۲)، اکپو افنجا ګوډون (۱) او جواد الکوزي (۱) ګولونه ووهل. د دوی لومړی ګول عصمت الله غیاشي پخپله هڅه وواهه.
دغه راز د عینو مېنې لپاره احمد نبي مقصود (۲) او خلیل احمد بادشاه (۱) ګولونه ووهل او خدیم ته یې ۳- ۱ ماتې ورکړه.
د خادیم لوبډلې لخوا یوازنی ګول مجیب الله کریمي وواهه.
د سې شنبې په سیالیو کې خراسان فاریاب له استقلال کابل سره او سرسبز یاشلر له سورخ پوشان خوافي سره لوبه کوي.
دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
لوبی
ابو مسلم فراه افسي میوند فوټبال لوبډلې ته ۹ پر ۱ ماتې ورکړه
د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانولیګ په درېیم پړه کې د ابو مسلم فراه لوبډلې میوند ته ۹ پر ۱ ماتې ورکړه او محمد سهراب افغان پېنځه ګولونه ورکړل.
د ابو مسلم څلور نور ګولونه معین کمالي، عبیدالله عمري، رؤف عظیمي او نجیب الله هاشمي ووهل.
دا د دې سیالیو په لړ کې تر اوسه د یوې لوبډلې لخوا تر ټولو ډېر ګولونه دي.
میوند لوبډلې خپل یوازنی ګول د لوبې له پای ته رسېدو لږ مخکې د سید جاوید حسني پر مټ وواهه.
د همدې ورځې په بله لوبه کې عدالت فراه ۳ د صفر پر توپیر موجل ساحل ته ماتې ورکړه. عبدالعلي واحدي دوه او فرهاد کریمي یو ګول ترسره کړ.
د افغانستان تلانو لیګ د دوشنبې ورځې په سیالیو کې به اټک انرژی لوبډله د جوانان واحدي له لوبډلې سره د غرمې پر ۱:۰۰ او عینو مېنه به ۳:۳۰ له خدیم لوبډلې سره ولوبیږي.
دا سیالۍ له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول کیږي
-
نړۍ3 days ago
حماس او اسرائیل کولی شي په غزه کې د اوربند په اړه واټن راکم کړي – امریکا
-
تازه خبرونه2 days ago
د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله
-
نړۍ5 days ago
اسرائیلي ځواکونو بیت المقدس ته نږدې د الجزیرې پر رسنیز دفتر چاپه ووهله
-
تازه خبرونه3 days ago
دولتي بنسټونه د برښنا له شرکت څخه یو نیم میلیارډ افغانۍ پوروړي دي
-
تازه خبرونه5 days ago
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار څرګند کړ
-
لوبی4 days ago
ابو مسلم فراه افسي میوند فوټبال لوبډلې ته ۹ پر ۱ ماتې ورکړه
-
نړۍ4 days ago
د غزې په جګړه کې مو د مصر او قطر د اوربند وړاندیز منلی – حماس