Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان له ډېرو ننګونو سره مخ دی – ریچارد بنیت

خپور شوی

د

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارد بنیت د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د درېیمې کمیتې په ناسته کې ویلي، چې په افغانستان او سیمه کې د بې ثباتۍ، د بشري وضعیت د خرابېدا او بشري او اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره چټکو کړنو ته اړتیا لري.

په دې غونډه  کې نوموړي د اسلامي امارت له لوري د خبریالانو له خوشې کیدو هرکلی وکړ؛ خو د بشري حقونو د مدافعینو د بندیانو په اړه یې اندېښنه هم څرګنده کړه.

نوموړي د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال یو ځل بیا له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

ریچارد بنیت وایي؛ زه له تاسې غواړم، چې افغانستان د نړیوالې اجندا په سر کې ځای پر ځای کړئ. د افغانانو او افغان بنسټونو په ځانګړي توګه د افغان میرمنو غږ واورئ او ملاتړ یې وکړئ، چې ډاډ ترلاسه شي؛ د افغان میرمنو او ځوانانو غږ په ملي او نړیواله کچه اوریدل کیږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې نړیوال بنسټونه د افغانستان رښتیني انځور نړیوالو ته نه‌ځلوي. په ځانګړي توګه کله، چې د بشري حقونو خبره کیږي دوی پر پروپاګند ډېره  تکیه کوي.

ذبیح الله مجاهد وايي: مونږ یو جنګ ځپلی هېواد یوو؛ اقتصادي سرچینې مو نه‌لرلې او اوس هڅه کوو خوندي او رامنځته یې کړو، چې د خلکو فقر او بې‌وسي لرې کړو. په دې برخه کې مونږ غلي ناست نه‌یوو؛ شپه او ورځ کار کوو، خو له بده مرغه دغه ټولنې او بنسټونه تل د خپلو راپورونو په خپرولو کې د مثبتو ټکو پر ځای منفي ټکو ته پام کوي، چې دا له حقیقته بې برخې دي.

​د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د درېیمې کمیتې په غونډه کې د افغانستان د دايمي استازولۍ چارسمبالي نصیر احمد فایق ويلي، چې افغانستان هير او ګوښه شوی او د دې حالت بیه ولس پرېکوي.

هغه زیاته کړې؛ په افغانستان کې د سرپرست حکومت له دوه کلنې دورې وروسته هم د اسلامي امارت چارواکي نه‌دي توانیدلي، چې د ټولو افغانانو د مدني، سیاسي او فرهنګي حقونو د ملاتړ په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

هغه ویلي؛ نړیواله ټولنه باید د دغو سرغړونو د مخنیوي او د افغانانو د حقونو او هوساینې د ساتنې لپاره خپلې کړنې همغږې کړي او د یوې داسې هر اړخیزې حل‌لارې تضمین وکړي، چې د خلکو د هیلو او درناوي پر بنسټ په هېواد کې د سولې، ثبات – اوږدمهالې او پایدارې سوکالۍ لپاره یو مشروع او پراخ سیاسي جوړښت رامنځته شي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي په هرات ولايت کې وروستۍ زلزلې او د هغې پراخې پايلې یادې کړې او له نړيوالې ټولنې څخه یې د لازمو مرستو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سوداګر دې قانوني پانګونه وکړي – د بدخشان والي مرستیال

حقجو په فیض‌آباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشه‌يي توکو قاچاق ته ځانګړې نه‌کړي او په دې کار سره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته نه‌کړي.

Published

on

د بدخشان ولایت د والي مرستیال جمال‌الدین حقجو له سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې په قانوني او تولیدي برخو کې ولګوي او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.

حقجو په فیض‌آباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشه‌يي توکو قاچاق ته ځانګړې نه‌کړي او په دې کار سره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته نه‌کړي.

حقجو وویل، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په نشه‌يي توکو روږدي دي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د نشه‌يي توکو په قاچاق کې پانګونه ونه‌کړي.

دغه راز په دې مراسمو کې نورو سیمه‌ییزو چارواکو له ولس وغوښتل، چې د حکومت پر وړاندې د درېدا پر ځای دې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.

دوی ویلي؛ د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کولی شي د بېوزلۍ او نورو هغو ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، چې زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.

چارواکو له بانکونو او سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د اسلامي اصولو له مخې ترسره کړي.

د افغان ملي بانک نوې پرانیستل شوې څانګه به د بدخشان اوسېدونکو ته بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

د بانک ملي بانک چارواکي وايي؛ هغه دولتي کارکوونکي، چې معاشونه یې د دې بانک له لارې ترلاسه کیږي؛ د بانک د تګلارې له مخې به د پور له خدمتونو هم برخمن شي.

د بدخشان اوسېدونکو د دې څانګې پرانیستل بانکي خدمتونو ته د لاسرسي د آسانتیا لپاره مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې هم خپلې څانګې پرانیزي.

چارواکو له سوداګرو او دولتي ادارو وغوښتل، چې د پانګونې او د بانک له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د دغه بانک ملاتړ وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.

هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.

محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بې‌احتیاطي بللې ده.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

Published

on

د اسلامي همکاریو ټولنې اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه د دې ټولنې د تماس ډلې غونډه به د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې ترسره شي.

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

د غونډې موخه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو ترمنځ د نظرونو همغږي او د دغه هېواد د وضعیت په تړاو د ګډ دریځ پیاوړتیا بلل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې به د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کلنۍ غونډه هم ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزیرانو په دې کلنۍ غونډه کې به د اسلامي نړۍ پر مهمو موضوعاتو سربېره د افغانستان وضعیت او له دغه هېواد سره د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وشي.

د اسلامي همکاریو ټولن د افغانستان د وضعیت په اړه د تماس ډله کې د غړیو هېوادونو استازي شامل دي او دغه ډله د افغانستان اړوند د بحثونو او د نظرونو د همغږۍ لپاره جوړ شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!