تازه خبرونه
له پاکستان څخه راستانه شویو کډوالو ته په ننګرهار او کندهار کې د اوسېدو ځایونه جوړيږي
د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ويلي، له پاکستان څخه راستانه شویو کډوالو ته یې د اسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ د یوه کمپ د جوړولو چارې هم پیل کړې دي.
د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه کمپ به د دغه ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې جوړ شي او په دغه کمپ کې به د کډوالو درملنه هم کېږي.
ډېري هغه افغان کډوال، چې له پاکستان څخه راستانه شوي او یا هم ایستل شوي؛ د تورخم له لارې هېواد ته راځي. له هغه وخته، چې سوړ موسم رارسېدلی؛ د مهاجرینو د ایستلو بهیر ورسره سم پیل شو، حکومت اړ دی، چې په تودو سیمو کې پناه ورکړي.
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په لعلپورې ولسوالۍ کې د دغو کډوالو لپاره د یوه کمپ د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د ننګرهار والي مرستیال سعیدالله بنوري ويلي: په دغه کمپ کې کار روان دی او له لرې پرتو ولایتونو څخه راغلي کډوال او یا هم هغه کسان، چې ځای نهلري د څو ورځو لپاره په دغه کمپ کې تر هغې اوسېدلی شي، چې خپلو ولایتونو ته یې د سنېدو شرایط برابر شي. په دې کمپ کې د مهاجرینو لپاره ټولې اسانتیاوې چمتو کیږي.
دغه راز د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ويلي، چې د دې ادارې ډلې د شپې لهخوا مهاجرینو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
د ننګرهار د عامې روغتیا مرستیال عبدالله عزیزي وايي: د ورځې په اوږدو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکیو په ګډون ټول روغتیايي ډلې په تورخم کې شتون لري او د شپې لهخوا څلور روغتیايي ډلې خلکو ته په غیر قضایي ډول خدمات وړاندې کوي.
د دې ولایت د کډوالو چارو ریاست چارواکي زیاتوي، چې هره ورځ له پاکستان څخه شاوخوا څلور زره کډوال هېواد ته راستنېږي.
له پاکستانه راستون شوی ګل احمد وايي: هغوی مونږ پر زور ایستلي یوو او په لاره کې پاکستانيو پولیسو له هر موټر څخه تر پېنځه زره پورې پیسې هم اخیستي او له افغانانو سره ډېر ظلمونه کېږي.
له پاکستان څخه راستون شوی سیلابزي ويلي: زما یو زوی اوس هم د پاکستان په زندان کې دی؛ زه هم ونیول شوم او ۸۶ زره کلدارې یې رانه واخیستې. له حکومت څخه زمونږ غوښتنه دا ده، چې له پاکستان څخه راستانه شوي افغانان ډېر بېوسه دي او له دوی سره دې مرسته وشي.
د ننګرهار د مهاجرینو ریاست څرګنده کړې؛ له هغه وخت راپدیخوا، چې د مهاجرینو د راستنیدو لړۍ مخ پر زیاتېدو ده، د ثبت او راجستر په بهیر کې یې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
د ننګرهار د مهاجرینو رییس باز محمد عبدالرحمن وايي: مونږ د کارکوونکیو شمېر ډېر کړی او هره ورځ څومره مهاجرین، چې راځي زمونږ له لوري راجستر کیږي او که د راستنیدونکیو شمېر زیات شي؛ نو بیا مو له همدې کبله دا کمپ جوړ کړی، چې دوی تر بېرته ستنېدو پورې په کې پاتې شي.
د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ هغه کډوال، چې په افغانستان کې سرپناه نهلري د ځینو نړیوالو بنسټونو ملاتړ به هم تر لاسه کړي.
دغه راز د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت ويلي، چې له پاکستان څخه د ایستل شویو افغان کډوالو لپاره به د کندهار په سپین بولدک سیمه کې لنډمهالي استوګنځي هم جوړ شي.
د دغه وزارت چارسمبالي ويلي، چې د دغه ښارګوټي د جوړېدو د پيل لپاره له کابل څخه يو پلاوى کندهار ته راغلى دى. یو شمېر هغه کسان، چې له پاکستان څخه راستانه شوي وايي، حکومت باید ژر تر ژره د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي.
له هغې وروسته، چې پاکستان د بې اسناده کډوالو د ایستلو اعلان وکړ؛ په افغانستان کې د خطر زنګ ووهل شو، ځکه د دغو کډوالو ډېري افغانان دي.
اوس، چې د دغه ضرب الاجل یوه ورځ پاتې ده؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې دغو کډوالو ته لږ تر لږه د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړي.
د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت چارسمبالي خلیل الرحمن حقاني ویلي: مونږ غواړو د مهاجرینو لپاره په ټولو ټاکل شویو ځایونو کې لنډمهالي کمپونه جوړ کړو، چې له تصفیې وروسته به بېرته خپلو دایمي استوګنځیو ته ولېږدول شي.
له پاکستان څخه یو شمېر راستانه شوي کډوال له حکومته غواړي، چې د کډوالو د ستنولو بهیر چټک کړي.
راز محمد، چې له پاکستان څخه راستون شوی وايي: له رارسېدو وروسته له مونږ سره هیڅ مرسته نهده شوې او غواړو، چې مرسته راسره مرسته وشي.
د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، په کندهار کې یې د کډوالو د ستونزو د اواري لپاره اسانتیاوې څو چنده زیاتې کړې دي.
که څه هم له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو اجباري ایستلو او شړلو ملي او نړیوال غبرګونونه پارولي دي او د بښنې نړیوالې ټولنې ویلي، چې د ابستلو بهیر باید ودرول شي؛ خو پاکستان د افغان مهاجرینو د شړلو په اړه پخپل دریځ ټینګار کوي.
تازه خبرونه
په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.
تازه خبرونه
که په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی
هغه په یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.
د پاکستان په ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې که ښه مشران په واک کې وای: نو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به خلکو آزاد تګ راتګ کولی شو.
هغه په یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.
اڅکزي زیاته کړې، کېدی شو؛ په سیمه کې ورته وضعیعت رامنځته شوی وای.
هغه ټینګار کړی: «دلته ستونزه څه ده؟ پنجابي په کندهار کې نڅا کوله او پښتانه دلته راتلل. که څه هم مونږ په ښکاره یو هېواد نهیوو، خو کولی مو شو په عمل کې یو هېواد واوسو.»
هغه د شوروي اتحاد او امریکا لهخوا پر افغانستان د یرغل یادونه وکړه او څرګندوي؛ افغانستان حق لري، چې له دې هېوادونو د جګړې د زیانونو او بیارغونې لپاره د تاوان غوښتنه وکړي.
دې پاکستاني سیاستوال له پښتنو سره د پاکستان د حکومت پر چلند نیوکه کړې او ادعا کوي، چې په ځینو ښارونو لکه لاهور او کراچۍ کې هغوی نیسي او جبري ایستل کیږي.
تازه خبرونه
د کونړ زلزلهځپلو ته په ننګرهار کې نمرې وویشل شوې
د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د کونړ ولایت هغو زلزلهځپلو کورنیو ته، چې د وروستۍ زلزلې له کبله یې کورونه ویجاړ شوي وه؛ د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ د ګمبیري د اړوند سیمې په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې د نوي جوړ شوي ښارګوټي استوګنیزې نمرې وېشلي دي.
د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
دغه راز په دې ښارګوټي کې د ښوونځي، مدرسې، جوماتونو، روغتیایي کلینیک او هدیرې لپاره ځانګړې ځمکې پر نښه شوې دي، چې اوسېدونکو ته د یو منظم او باعزته ژوند بشپړ چاپېریال برابر شي.
خبرپاڼه زیاتوي؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیبالله حیات حقاني د ننګرهار ولایت د والي مرستیال مولوي غلام الرحمن حیدري، د علماوو شورا رییس او د زلزلهځپلو د مرکزي کمیسیون مشر شیخ خیر محمد فاروقي، د کونړ د جهادي مدرسې مشر شیخ عبدالقهار صدیقي، د ننګرهار ولایت د مقام استازی شمس العارفین او یو شمېر نورو مسوولانو ګډون کړی و.
د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیبالله حیات حقاني دغو مراسمو ته په وینا کې ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې زلزلهځپلې کورنۍ پیاوړې کړي او د ټولنې د فعالو غړو په توګه یې وروزي، چې د مرستې له اخیستونکو څخه د مرستې کوونکو کچې ته ورسېږي.
نوموړي د دې پلان پر ارزښت ټینګار وکړ او وایي: دا «پلان هغه ګټوره نسخه ده، چې خړه دښته د سرو زرو پر ارزښت بدلوي او د انساني ټولنې د پرمختګ لپاره عملي کېږي.»
ویل کیږي، چې د ننګرهار ولایت د مقام استازي شمس العارفین څرګنده کړې، چې د ننګرهار ولایت مقام د زلزلهځپلو د ملاتړ او د یاد ښارګوټي د ښه مدیریت لپاره د هر راز همکاریو ډاډ ور کړ.
-
سوداگري4 days agoله قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
-
تازه خبرونه5 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری: د مرستو کمښت په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر ځنډولی
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا په هرمز تنګي کې د بندو کښتیو د خوندي لېږد چارې پیل کړې
-
سوداگري2 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سوداگري5 days agoد ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ3 days agoسپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسلهوال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو
-
تازه خبرونه5 days agoپه کابل کې د کتاب نندارتون؛ د لوست کلتور پیاوړتیا او د کورنیو لیکوالانو ملاتړ
