تازه خبرونه
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۶۵۰۰ ډېر افغان کډوال پاکستان شړلي
پاکستانيو رسنیو د چارواکو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدیخوا له پاکستان څخه د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او شړلو په لړ کې ۶۵۸۴ نور افغان کډوال افغانستان ته شړل شوي دي.
د پاکستانيو رسنیو د راپور له مخې؛ د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې په لویه کچه د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو لپاره لنډمهاله ترانزیتي کمپونه جوړ شوي دي.
پاکستان رسمي اعلان وکړ، چې په ټول هېواد کې د بې اسنادو افغان کډوالو لټون کوي.
د اعلان شویو څرګندونو له مخې؛ په پاکستان کې له څلور میلیون ډېر افغان کډوال میشت دي، چې شاوخوا یو میلیون او اووه سوه زره یې د اوسېدو اسناد نهلري.
دوه ورځې مخکې د تورخم له لارې ۷۱۳۵ افغان کډوال افغانستان ته را شړل شوي دي.
له دې مخکې د اسلامي امارت د مهاجرینو چارو وزارت د پولو په اړوند خدماتي سیمو کې له ۱۲۰ زره څخه د زیاتو افغان مهاجرینو شتون اعلان کړی و او ویلي یې ول، چې دا ټول له پاکستان څخه پر زوره ایستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان څخه د مهاجرینو د شړلو د پالیسۍ په اړه د ملګرو ملتونو او د اسلامي امارت د چارواکو غبرګون منفي دی او خلکو هم د پاکستانيو پولیسو پر ناوړه چلند نیوکې کړي او وایي پوځیانو لوټ کړي دي.
تازه خبرونه
د افغانستان او سیمې په سرحدونو کې د ترهګریزو فعالیتونو نښې لیدل کېږي-لاوروف
لاوروف په روسیه کې له بریکس ټلویزیون سره د مرکې پر مهال د منځني ختیځ روانو اندېښنو ته په نغوته(اشاره) کې د آسیايي سیمو اړوند اندېښنې هم پر ګوته کړې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ويلي، چې د افغانستان په سرحدونو او د هند-پاکستان-افغانستان په منځنیو سیمو کې اوس هم ترهګریز فعالیتونه لیدل کېږي.
لاوروف په روسیه کې له بریکس ټلویزیون سره د مرکې پر مهال د منځني ختیځ روانو اندېښنو ته په نغوته(اشاره) کې د آسیايي سیمو اړوند اندېښنې هم پر ګوته کړې دي.
هغه د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې له هند سره د همکاریو د ترسره کولو لپاره د ترهګرۍ ضد نړیوال کنوانسیون پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
لاوروف ویلي؛ که څه هم د دې کنوانسیون مسوده مخکې چمتو شوې، خو تر اوسه یې د تصویب لپاره اجماع رامنځته شوې نده.
روسیې پر ځلونو د افغانستان له لوري د وسلوالو ګواښونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي؛ خو اسلامي امارت بیا دا اندېښنې رد کړي او څرګندوي، چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارول شي.
تازه خبرونه
د افغانستان د سرحدونو وزیر د ایران بهرنیو چارو له حقوقي مرستیال سره خبرې وکړې
د ایرنا خبري سرچینې د راپور له مخې؛ په دې اړیکه کې دواړو خواوو د سرحدي همکاریو پر اړتیا او په ځانګړي توګه د سرحدي نښو پر نوي کولو ټینګار کړی دی.
د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر نورالله نوري د ایران بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو له مرستیال کاظم غریبآبادي سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې پر سرحدي همکاریو خبرې کړې دي.
د ایرنا خبري سرچینې د راپور له مخې؛ په دې اړیکه کې دواړو خواوو د سرحدي همکاریو پر اړتیا او په ځانګړي توګه د سرحدي نښو پر نوي کولو ټینګار کړی دی.
دغه راز هوکړه وشوه، چې په دې اړه ګډې تخنیکي او حقوقي غونډې هم ترسره شي.
ویل کیږي، چې د دواړو خواوو د هوکړې له مخې به د ایران او افغانستان لوړپوړي سرحدي چارواکي راتلونکی کال په ایران کې یوه حقوقي ناسته ترسره کړي.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې او آلمان استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
دا لیدنه، چې د یکشنبې پر ورځ ترسره شوې په کې دواړو لوریو د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې. د دې خبرو بنسټیز ټکی د هېواد امنیتي، بشري او اقتصادي وضعیت و.
په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې د دفتر مشر محمد سعید عليالعیاش د افغانستان لپاره د آلمان سفارت له چارسمبالي(سرپرست) رولف ډیټر رینهارټ سره ولیدل.
دا لیدنه، چې د یکشنبې پر ورځ ترسره شوې په کې دواړو لوریو د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې. د دې خبرو بنسټیز ټکی د هېواد امنیتي، بشري او اقتصادي وضعیت و.
دغه راز دواړو لوریو د وروستیو سیاسي بدلونونو او هغو پراخو ننګونو په اړه اندونه(نظرونه) تبادله کړل، چې افغانستان ورسره مخ دی او د نړیوالې ټولنې د همکارۍ او تلپاتي ملاتړ پر اړتیاوو یې ټینګار څرګند کړ.
ویل کیږي، چې دواړو خواوو د افغانستان د ثبات د ټینګښت او د بشري وضعیت د ښهکېدا لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د استازولۍ او آلمان ترمنځ د همکاریو او همغږیو پر روان ساتلو ټینګار کړی دی.
-
تازه خبرونه2 days agoد کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیالۍ یوه پلاوي انډونیزیا ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې دې ترهګریز ګواښ په پام کې ونیول شي – چین
-
تازه خبرونه5 days agoد متحده عربي اماراتو له بندخونو يوشمېر افغان بندیان خوشې شول
-
نړۍ5 days agoد جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
-
تازه خبرونه1 day agoتاجکستان د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې پر همکاریو ټینګار وکړ
-
لوبی2 days agoنیوزیلینډ افغانستان ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد ۲۰۲۵ ز.کال په وروستیو ۳ میاشتو کې ۱۴ پخواني ځواکونه وژل شوي – یوناما
-
تازه خبرونه5 days agoد امریکا عدلیې وزارت رحمنالله لکڼوال ته د اعدام غوښتنه کوي
