Connect with us

نړۍ

د امریکا یوه پوځي الوتکه په سمندر کې ولوېده

خپور شوی

د

د امریکا یوه پوځي الوتکه، چې اته کسان یې لېږدول د چارشنبې پر ورځ د جاپان په لویدیځ سمندر کې ولوېده؛ ماهي نیوونکیو ترې د درې کسانو له موندلو خبر ورکړ، خو وضعیت یې مشخص شوی نه‌دی.

ساحلي ساتونکيو ويلي، د یاکوشیما په تاپو کې یې د پېښې ځای ته د ګزمې کښتۍ او الوتکې استولي دي.

د کب نیولو د یوه شرکت استازي ویلي، چې په سمندر کې د کب نیولو کښتیو درې کسان موندلي دي.

د حکومت یوه ویاند ویلي، چې اوسپری Osprey د تاپو هوایی ډګر ته نږدې رالوېدلې، چې د دې ډول یوه بله الوتکه د چارشنبه له ماسپښین وروسته بریالۍ راکښته شوې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې پېښه د جاپان پر وخت د ماسپښین درې نیمې بجې شوې او د عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې؛ د الوتکې د چپ لوري په انجن کې د کېناستو پر مهال اور لګېدلی و.

د جاپان د کابینې لوی سکرتر هیروکازو ماتسونو ویلي، چې الوتکه په سیمه‌ییز وخت د ماسپښین پر ۲:۴۰ دقیقو له راداره ورکه شوه.

په جاپان کې د اوسپري Osprey ځای پرځای کول جنجالي دي او د منتقدینو د څرګندونو له مخې؛ دا د حادثو له خطر مل وي؛ خو د امریکا او جاپان پوځ دا خبره ردوي.

د اګست په میاشت کې، د متحده ایالاتو یوه الوتکه د شمالي آسترالیا په سواحلو کې د معمول پوځي تمرین په بهیر کې د سرتېرو لیږدولو په حال کې وغورزېده، چې درې امریکایي سرتېري په کې ووژل شول.

د ۲۰۱۶ کال په دسمبر کې یوه بله الوتکه د جاپان د اوکیناوا جنوبي تاپو ته څېرمه په سمندر کې د کښته کېدو پر مهال وغورزېده، چې له کبله یې د امریکا پوځ په لنډمهاله توګه د دغې الوتکې کارول ودرول.

نړۍ

له دوه کلونو وروسته؛ سټارمر د استعفا اعلان وکړ

سټارمر، چې نږدې دوه کاله مخکې یې په ټاکنو کې پراخ اکثریت خپل کړی و، ویلي؛ اوس څرګنده شوې، چې د کارګر ګوند غړي د مشرتابه بدلون غواړي.

Published

on

د بریټانیا لومړي وزیر کی‌یر سټارمر د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې له خپلې دندې استعفا کوي.

سټارمر، چې نږدې دوه کاله مخکې یې په ټاکنو کې پراخ اکثریت خپل کړی و، ویلي؛ اوس څرګنده شوې، چې د کارګر ګوند غړي د مشرتابه بدلون غواړي.

هغه وایي:« زما ګوند اوس دا پوښتنه کوي، چې آیا زه راتلونکو ټاکنو ته د ګوند د رهبرۍ لپاره تر ټولو مناسب کس یم که نه. ما د خپلو همکارانو ځواب اورېدلی او پر درناوي یې منم.»

په وروستیو میاشتو کې پر سټارمر فشارونه زیات شوي وه او د ستر مانچسټر ښاروال انډي برنهام له پارلماني بریا وروسته دا فشارونه نور هم ډېر شول. د برنهام بریا د کارګر ګوند په غړو کې دا هیله راپیدا کړه؛ ښايي هغه وکولی شي د ګوند هغه دریځ بېرته پیاوړی کړي، چې د سټارمر د مشرۍ پر مهال یې محبوبیت کم شوی و.

سټارمر د استعفا د اعلان پر مهال له خپلو همکارانو، مېرمنې او اولادونو مننه کړې او وینا یې په احساساتي فضا کې پای ته رسولې ده.

شنونکي وايي، چې د هغه ځای‌ناستی به له لویو ننګونو سره مخ وي؛ لکه اقتصادي ستونزې، د ژوند د لګښتونو لوړېدل، د دولت درانده پورونه او د حکومت له کړنو د خلکو نارضایتي.

سټارمر له دې مخکې ویلي وه، چې د ګوند د مشرۍ د ساتلو لپاره به مبارزه وکړي؛ خو په پای کې یې له واکه د لاس اخيستو پرېکړه وکړه. د هغه ځای‌ناستی به د ۲۰۱۶ز. کال د بریګزیټ له ټولپوښتنې وروسته د بریټانیا اووم صدراعظم وي؛ هغه څه، چې په تېره یوه لسیزه کې د دې هېواد سیاسي بې‌ثباتي ښيي.

Continue Reading

نړۍ

د ایران او امریکا د لوړې کچې خبرې په سویس کې رغنده پای ته ورسېدې

د راپورونو له مخې، په دې خبرو کې د نورو تخنیکي ناستو لپاره د یوه میکانیزم د جوړېدا په ګډون، هیله‌بښونکی پرمختګ شوی دی.

Published

on

د اسلام‌آباد د هوکړه‌لیک په چوکاټ کې د لوړې کچې خبرو لومړۍ غونډه د سویس په بېرګن‌سټاک کې پای ته رسېدلې ده. په دې غونډه کې د ایران، امریکا او دوه منځګړو هېوادونو؛ قطر او پاکستان استازو ګډون کړی و.

د لوسرن جهیل غونډه په مثبت او رغنده فضا کې ترسره شوې ده.

د راپورونو له مخې، په دې خبرو کې د نورو تخنیکي ناستو لپاره د یوه میکانیزم د جوړېدا په ګډون، هیله‌بښونکی پرمختګ شوی دی.

د هوکړه‌لیک پر بنسټ دغو لوریو د یوې لوړې کچې کمیټې پر جوړېدا هوکړه کړې، چې د منځګړیتوب د بهیر سیاسي څارنه به کوي. ټاکل شوې، چې مرکچي پلاوي به په منظم ډول دې کمیټې ته راپور ورکوي او د اټومي موضوع، بندیزونو او همداراز د څارنې او د شخړو د هوارۍ ډلې په برخو کې به کاري ډلې رهبري کوي، چې هوکړه‌‌لیک اغېزمن پلی شي او پر نورو اړوند موضوعاتو هم کار وشي.

د لوړې کچې کمیټې د ۶۰ ورځو په موده کې وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره د لارې پر نقشه هم سلا کړې، چې له مخې به یې نورې تخنیکي خبرې هم سمدستي پیل شي.

سربېره پر دې د هوکړه‌‌لیک د پېنځم بند له مخې د ټاکلې مودې لپاره د لوریو ترمنځ د اړیکو یوه کرښه هم رامنځته شوې، چې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره د احتمالي پېښو او ناسمو پوهاویو مخه ونیول شي.

همداراز لوریو د یوې داسې همغږۍ خونې پر جوړېدا هم هوکړه کړې، چې د لوریو او د لبنان جمهوریت ترمنځ به د منځګړو هېوادونو پر آسانتیا فعالیت کوي او د هوکړه‌‌لیک له مخې په لبنان کې د پوځي عملیاتو د پای ته رسېدو ژمنه عملي شي. ټاکل شوې، چې تخنیکي خبرې به د اوونۍ تر پایه د بېرګن‌سټاک په تفریحي مرکز کې د ټولو موضوعاتو په اړه دوام ومومي.

منځګړي هېوادونه وايي، هڅه به وکړي، چې خبرې اترې همداسې په رغنده فضا کې روانې پاتې او وروستۍ هوکړې ته لاره هواره شي.

قطر او پاکستان له امریکا او ایران څخه د ډیپلوماسۍ او د شخړې د سوله‌ییز حل لپاره د دوامدار ژمنتیا له کبله مننه کړې او همداراز یې له هغو ورونو او دوستو هېوادونو هم ستاینه کړې، چې د روانو خبرو په ملاتړ او پرمختګ کې یې ونډه اخیستې ده.

Continue Reading

نړۍ

د امریکا بي-۵۲ بم غورځوونکې الوتکه په کالیفورنیا کې ولوېده؛ په کې اته کسان ووژل شول

د رویټرز د راپور له مخې: دغه الوتکه، چې د اټومي او دودیزو وسلو د لېږد لپاره جوړه شوې؛ په یو عادي روزنیز ماموریت کې له الوتنې څخه لږ وروسته د هوايي ډګر پر ځغاست‌ليکه راوغورځېده او اور یې واخیست.

Published

on

د امریکا د هوايي ځواک یوه بي-۵۲ بم غورځوونکې الوتکه د دوشنبې پر ورځ د کالیفورنیا ایالت د اېډوارډز له هوايي اډې د الوتنې پر مهال راوغورځېده او اور یې واخیست. امریکايي چارواکو ویلي، په دې پېښه کې د الوتکې ټول اته سپاره کسان وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې: دغه الوتکه، چې د اټومي او دودیزو وسلو د لېږد لپاره جوړه شوې؛ په یو عادي روزنیز ماموریت کې له الوتنې څخه لږ وروسته د هوايي ډګر پر ځغاست‌ليکه راوغورځېده او اور یې واخیست.

د امریکا د هوايي ځواک ویاند جېمز هیز ویلي، په الوتکه کې دولتي ملکي کارکوونکي، قراردادي کارکوونکي او پوځي پرسونل سپاره ول.

بوینګ شرکت هم ویلي، چې د پېښې په قربانیانو کې یې دوه کارکوونکي شامل دي.

هیز زیاته کړې؛ دغه الوتنه د راداري سیسټمونو د نوي کولو د پروګرام په چوکاټ کې ترسره کېده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د الوتکې د لوېدو لامل تر دې دمه څرګند شوی نه‌دی او په اړه یې څېړنې روانې دي.

د امریکا هوايي ځواک تر اوسه د وژل شویو کسانو نومونه خپاره کړي نه‌دي او څرګندوي، چې تر هر څه مخکې باید د هغوی کورنۍ خبرې شي.

د پېښې له ځایه اخیستل شوي هوايي انځورونه، چې د لاس انجلس ښار شاوخوا ۱۶۰ کیلومټره شمال ته ثبت شوي؛ د سوځېدلې او لوګي نیولې پراخې سیمې انځور وړاندې کوي. په دغو انځورونو کې د الوتکې د پاتې شونو سترې ټوټې نه تر سترګو کېږي.

هیز ویلي، د هوايي ډګر د ځغاست‌ليکې د زیانمنېدا له کبله په اېډوارډز اډه کې ټولې الوتنې لږ تر لږه د سې‌شنبې تر ورځې ځنډول شوې دي.

بي-۵۲ بم غورځوونکې الوتکه د امریکا د هوايي ځواک له مهمو سټراټیژیکو الوتکو څخه ده او له څو لسیزو راپدېخوا په بېلابېلو پوځي ماموریتونو کې کارول کېږي. دا الوتکه د ډېرو دودیزو او اټومي وسلو د لېږد وړتیا لري او د سونګ له بیا اخیستو پرته تر ۱۲ زره کیلومټرو زیات واټن وهلی شي.

د شته څرګندونو له مخې، دا له ۲۰۱۶ کال راپدېخوا د بي-۵۲ الوتکې لومړنۍ مرګونې پېښه بلل کېږي.

 
Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!