Connect with us

تازه خبرونه

اروپايي ټولنې د پوهنې له برخې سره ۲۷ میلیون ډالر مرسته وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: ليندۍ ۱۵, ۱۴۰۲)

د اروپايي ټولنې چارسمبالې رفیلا یودیچه د افغانستان له خلکو سره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو په لړ کې ویلي، چې اروپايي ټولنې د پوهنې د ښه‌والي لپاره ۲۵ میلیون یورو مرسته کړې ده.

رفیلا یودیچه د چارشنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۱۵نېټه) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ښوونیزو اسانتیاوو د ښه کولو لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو له وجهي صندوق (یونیسف) سره ۲۵ میلیون یورو (۲۷ میلیون ډالر) مرسته کړې ده.

میرمن رفیلا زياته کړې، چې د دې پيسو له مرستې سره به همهاله د افغانستان د ٣٨٥ ښوونځيو د بېخبناوو کيفيت هم ښه شي.

اروپايي ټولنې څرګنده کړې، چې دغه پيسې به د تعليمي ودانیو پر بېخبناوو او د لومړنيو ټولګيو د زده‌کړو اغو روزنې په برابرولو کې ولګول شي.

اروپايي ټولنې دا مرستې په داسې حال کې اعلان کړې، چې دوه ورځې مخکې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رفیلا یودیچه د پوهنې له سرپرست وزیر حبیب‌الله اغا سره په لیدنه کې ویلي وه، چې اروپايي ټولنه به په افغانستان کې د ۴۰۰ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې لپاره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

الله ګل مجاهد د قتل پر تور ونیول شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۳, ۱۴۰۳)

کابل پولیسو ویلي: د ولسي جرګې پخوانی غړی الله ګل مجاهد د یوه قتل پر تور نیول شوی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي؛ الله ګل مجاهد د قاري سعیدالله نومي کس د وژنې پر تور نیول شوی، چې شاوخوا درې میاشتې مخکې د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د کب میاشتې پر دولسمه وژل شوی و.

هغه زياته کړې، د قضيې څېړنه روانه ده؛ د څېړنو تر بشپړېدو او د صلاحیت لرونکې محکمې تر حکمه به په بند کې پاتې وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې پر مرګونو سیلابونو خواخوږي څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۳, ۱۴۰۳)

په بغلان ولایت کې د سیلابونو له کبله، چې له ۳۰۰ ډېر کسان یې مړه کړي؛ پاکستان، ایران، قطر او متحده عربي اماراتو له افغانستان سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې: د پاکستان حکومت او خلک د افغانستان په څو ولایتونو کې د سختو بارانونو او د ناڅاپه سیلابونو د راوتلو له کبله پر ځاني او مالي زیانونو د زړه له کومې خواشیني څرګندوي. پاکستان په دې سختو حالاتو کې د افغانستان له خلکو سره د پیوستون څرګندونه کوي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي: د قطر دولت د دې هېواد په شمالي بغلان ولایت کې د سختو سیلابونو له کبله، چې خلکو ته یې مرګ، ژوبله او مالي زیاونو ړولي؛ له افغانستان سره خپل بشپړ پیوستون څرګندوي.

قطر له افغانستان او خلکو سره پخپلو مرستو ټینګار کړی او دې هېواد ته یې د اسانتیاوو برابرولو او همکارۍ بشپړ چمتووالی ښودلی دی.

د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان له خلکو او د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي او خواشیني څرګنده کړې ده.

دغه راز په مزارشریف کې د ایران قونسلګرۍ ویلي: ایران د بغلان او تخار ولایتونو په ګډون د افغانستان په شمالي سیمو کې د وروستیو سیلابونو له کبله پر ځاني او مالي زیانونو خپله ژوره خواخوږي او خواشیني څرګندوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم د افغانستان له خلکو سره خپل پیوستون څرګند کړ.

انټونیو ګوټرش ویلي؛ ملګري ملتونه او په افغانستان کې یې شریکان د حکومت له چارواکو سره همغږي دي، چې اړتیاوې چټکۍ وارزوي او بېړنۍ مرستې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په هېواد کې له سیلاب ځپلیو کورنیو سره د مرستندویه بنسټونو او هېوادوالو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

شهاب الدین دلاور او ورسره مل پلاوي د مس عینک کان له اړوند سیمو لیدنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۰, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي او ور سره مل پلاوي د چارشنبې پر ورځ د غویی نولسمه د مس عینک کان له بېلابېلو سیمو او د عینک سیمې له لرغونو آثارو لیدنه وکړه.

لوګر ولایت ته په دې سفر کې د کانونو او پټرولیم وزارت له چارسمبالي شهاب الدین دلاور سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارسمبالي ملا خیرالله خیرخواه، په کابل کې د چین هېواد سفیر ژاو شینک، د MCC شرکت چارواکو، والي ضیاءالرحمن مدنی او د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال ملتیا کوله.

د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې اړه یوه ناسته هم تر سره شوه، چې په کې د MCC شرکت چارواکو د مس عینک کان د سړک جوړولو، د لرغونو آثارو ساتنې د پلان د وروستي کېدو او د عملي کار د پیل په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د یاد شرکت چارواکو ویلي، چې د مس عینک کان د پروژې له عملي پیل سره به په سیمه کې لرغونو آثارو ته زیان ونه رسیږي.

دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارسمبالي هم د دغې سيمې د لرغونو آثارو او د هغو د ساتنې په اړه خبرې وکړې او د پروژې د کار د ګړندي کولو لپاره يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال هم د مس عینک کان د برښنا او اوبو رسولو په برخه کې د دې وزارت له همکاریو ډاډ څرګند کړ.

ویل کیږي، چې د لوګر مس عینک کان تړون له یوې چینايي کمپنۍ سره ۱۶ کاله پخوا لاسلیګ شوی دی؛ خو د دغه کان استخراج اوس هم ندی پیل شوی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!