تازه خبرونه
قطر د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ له پروژې خپل ملاتړ څرګند کړ – ازبکستان
د ازبکستان ولسمشر د قطر له امیر سره په کتنه کې له دغه هېواده د افغانټرانس پروژې ته د همکاري او ملاتړ غوښتنه وکړه، چې فطر هم له دغې پروژې خپل ملاتړ څرګند کړ.
افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ پروژه له سیمهییزو مهمو پروژو څخه ګڼل کیږي، چې پلې کیدا یې یوه نړیواله اړتیا ده.
ازبکستان، چې د دې پروژې سرچینه ده؛ هڅه کوي، چې د دې پروژې لپاره نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي.
یو له هغو هېوادونو څخه، چې په دې برخه کې بنسټیز رول لوبولی شي؛ قطر دی. د قطر امیر ازبکستان ته تللی، چې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د خبرو یو مهم ټکی د افغانستان د اوسپنېپټلۍ همدا پروژه وه.
د ازبکستان ولسمشر له قطر څخه وغوښتل چې د دې پروژې ملاتړ وکړي.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي؛ مونږ د نویو ګډو پانګونو پروژو ته ځانګړې پاملرنه کوو. په ځانګړي توګه د زرغون انرژۍ، صنعت، کرنې، د بېخبناوو پراختیا د سیمې او افغانستان یوه غوښتنه ده او د ترانسپورت په برخه کې د همکارۍ د پراخولو لارې چارې هم په پام کې نیول شوي دي. په ځانګړي توګه مونږ د افغان ترانس اوسپنېپټلۍ پروژې جوړېدو لپاره د قطر بشپړ ملاتړ ته اړتیا لرو.
دغه راز د افغانستان د اوسپنېپټلۍ ادارې مسوولین هم وايي؛ افغان ټرانس یوه سیمه ییزه پروژه ده، چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري او د اسلامي امارت له واکمنیدو وروسته یې سروې هم بریالی ترسره شوې او د دې پروژې لار هم معلومه شوې ده.
د اوسپنېپټلۍ ادارې ویاندو ويلي؛ په دې پروژه کې ښکېلو هېوادونو په درې اړخیزه غونډه کې هم پر یو کلن پلان کار کړی دی.
د اوسپنېپټلۍ د ادارې ویاند سمیع دراني ويلي؛ د افغان ټرانس پروژه یوه سیمهییزه پروژه ده، چې د سیمې او هم د نړۍ د هېوادونو مرستې ته اړتیا لري او د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د دغې پروژې لومړۍ سرورې بشپړه شوې هم ده.
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د کابل له دشت الوان څخه تر ارغندي پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي د غځولو پروژې له پرانیستې خبر ورکړ.
د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور ويلي؛ دا پروژه کولی شي، چې هېواد ته د ازبکستان ډېره برښنا راوارد کړي او د خلکو ستونزې ورسره کمي شي.
د اقتصادي چارو شنونکيو هم ويلي، چې د دې پروژې بشپړېدا د افغانستان او سویلي آسیا او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لامل ګرځي او دا پروژه کولی شي، چې په هېواد کې کاري زمینې او اقتصادي وضعیت ښه کړي.
ازبکستان، پاکستان او افغانستان په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې هوکړه وکړه، چې د افغان ټرانس پروژه پلې کړي خو د دې پروژې عملي کار بیا ډېر مالي لګښت لري.
تازه خبرونه
په هرات کې د سمنټو کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.
نن په هرات ولایت کې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړیو چارواکو په شتون کې د سمنټو د یوې لویې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ قراردادي شرکت د دې پروژې د پلي کولو لپاره ۱۴۳ میلیون ډالره پانګونه کوي او د فعالیت له پیل وروسته به د کارخونې د تولید ورځنۍ وړتیا شاوخوا درې زره ټنو ته ورسېږي.
مسوولانو ويلي، د دې پروژې له فعالیت سره به شاوخوا پېنځه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د پروژې د چارو د پیل په مراسمو کې د ریاستالوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو او د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر وزیرانو هم ګډون کړی و.
د هرات د سمنټو پروژه د هېواد له لویو صنعتي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د دې ولایت خلک له کلونو راپدېخوا د هغې د استخراج او سمنټو د تولید د پیل پر تمه ول.
ویل کیږي، چې دا پروژه د هرات ښار لویدیځ ته شاوخوا ۳۰ کیلومټرۍ واټن کې د زندهجان ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري.
تازه خبرونه
په بلوڅستان کې د پاکستان ملاتړې ډلې له افغان پخوانیو امنیتي ځواکونو ګټه اخلي – راپور
دغه راپور، چې د اګست پر شپږمه خپور شوی؛ ادعا کوي، چې په بلوچستان کې «لشکر» نومې ډلې د پاکستان د امنیتي ادارو پر ملاتړ فعالیت کوي او د دغه هېواد له پوځ، سرحدي ځواکونو او استخباراتي ادارو سره یوځای په امنیتي او د پاڅونونو ضد عملیاتو کې ونډه لري.
د «پارسیا نیوز» د یوه څېړنیز راپور له مخې، د پاکستان امنیتي ادارې په بلوڅستان کې د حکومت د ملاتړ وړ وسلهوالې ډلې د خپلو امنیتي موخو د پرمخ وړلو او د بلوڅ وسلهوالو مخالفانو پر وړاندې د مبارزې لپاره کاروي او د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي هم په دغو ډلو کې جذب شوي دي.
دغه راپور، چې د اګست پر شپږمه خپور شوی؛ ادعا کوي، چې په بلوڅستان کې «لشکر» نومې ډلې د پاکستان د امنیتي ادارو پر ملاتړ فعالیت کوي او د دغه هېواد له پوځ، سرحدي ځواکونو او استخباراتي ادارو سره یوځای په امنیتي او د پاڅونونو ضد عملیاتو کې ونډه لري.
د دې څېړنې له مخې: دغه ډلې د نیابتي ځواکونو پر بڼه فعالیت کوي او پاکستان ته اجازه ورکوي؛ د امنیتي عملیاتو او پاڅونونو پر وړاندې د مبارزې یوه برخه د هغو وسلهوالو ډلو له لارې ترسره کړي، چې په رسمي ډول د دولت د جوړښت برخه نهدي.
«پارسیا نیوز» ادعا کړې: د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي، چې په ۲۰۲۱ز. کال کې د جمهوري حکومت له سقوط وروسته له افغانستان څخه ووتل؛ هم له دغو ډلو سره یوځای شوي دي.
د راپور له مخې، دغه کسان د پوځي روزنې، جګړهییزې تجربې او په سرحدي عملیاتو کې د بلدتیا له کبله د دغو شبکو لپاره ارزښتناک ځواک بلل کېږي.
په راپور کې راغلي، چې د افغان پخوانیو امنیتي ځواکونو کارول کولی شي د پاکستان ملاتړ وړ وسلهوالو ډلو ته دا زمینه برابره کړي، چې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د شمېر له رسمي زیاتولو پرته، په خپلو عملیاتو کې له تجربهلرونکو کسانو ګټه واخلي.
دغه رسنۍ همدارنګه ادعا کړې، چې د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د یوځای کېدا اصلي لامل مالي اړتیا او د ژوند د دوام لپاره د یوې لارې موندل دي؛ ځکه، چې دغه کسان د افغانستان پر وړاندې په جګړه کې له ګډون سره لېوالتیا نهلري.
تازه خبرونه
اووه خصوصي پوهنتونونه د یوه کال لپاره ځنډېدلي؛ د دوه نورو جوازونه لغوه شول
دغه وزارت ویلي، چې دا پرېکړه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د پسرلني سمسټر پر مهال په ټول هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو له ارزونې او څېړنې وروسته شوې ده.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoساینسپوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoکه امریکا بیا برید وکړي، د خلیج د انرژۍ تاسیسات به تر برید لاندې راشي – ایران
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې پرمختګ شوی
-
لوبی5 days agoد افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ایرلینډ سره د بریالي پیل په لټه کې ده
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا په افغانستان کې د داعش خراسان له ګواښه خبرداری ورکړ
-
څار3 days agoڅار: د داعش خراسان د ګواښ په اړه د امریکا خبرداری
