تازه خبرونه
په افغانستان کې د نشهيي توکو کښت نهدی کم شوی – ایران
د ایران له نشهیي توکو سره د مبارزې ادارې عمومي مشر ادعا کړې، چې په افغانستان کې د مخدره توکو په تولید کې کوم بدلون نهدی راغلی.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ ( د مرغومي پېنځهویشتمه ) د ایران له نشهیي توکو سره د مبارزې ادارې عمومي مشر سکندر مومني د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ شورا په غونډه کې ویلي: نه یوازې دا، چې په افغانستان کې د دودیزو نشهیي توکو د تولید د کمښت شاهدان نهیوو، بلکې په دې هېواد کې د صنعتي مخدره توکو تولید هم زیات شوی او مخ پر وده دی.
نوموړي زیاته کړې: پههمدې بنسټ مونږ داسې شواهد نهلرو، چې وښيي په دې ختيځ ګاونډ کې د نشهيي توکو د توليد کچه راکمه شوې ده؛ ځکه، نو د دې مرکز په ټولو پروګرامونو کې بايد د روږدېدا او اعتياد مخنيوي ته لومړيتوب ورکړ شي.
سکندر مومني څرګنده کړې، چې د ايران په يوه معتبر پوهنتون کې د ترسره شوې څېړنې له مخې؛ په دې هېواد کې د نشهيي توکو د کارونې او روږدېدا وده په ټپه درېدلې ده.
د ایران له نشهیي توکو سره د مبارزې ادارې عمومي مشر ویلي: له نشهیي توکو سره د مبارزې د دوام ترڅنګ باید مخنیوی یې هم په لومړیتوب کې ولرو، چې د نشهیي توکو د شتون په صورت کې هم خلک ترې ډډه وکړي.
له دې څرګندونو مخکې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې په ډاګه کړې وه، چې په ۲۰۲۳ ز. کال کې د افغانستان د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه راکم شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت چارواکو څرګنده کړې؛ په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته راټيټ شوی او په دې اړه یې د بدیل کښت غوښتنه کړې ده.
تازه خبرونه
افغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګردي مېز د ملګرو ملتونو او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه کړې ده.
د قطر سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګانیون، د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمیت، د بهرنیو چارو وزارت دوهیم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
تازه خبرونه
بلجیم د اروپايي ټولنې په ناسته کې د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون لپاره ویزه صادره کړه
د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.
بلجیم اعلان کړی، چې د اسلامي امارت پېنځه کسیز پلاوي ته یې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ په اړوند ناسته کې یې د ګډون لپاره ویزه صادره کړې ده. دا لومړی ځل دی، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د هغو د استازو کوربهتوب کوي.
د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.
رویټرز د دوه اروپايي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د دې پلاوي ویزه یوازې سېشنبې( د جون درویشتمه) لپاره اعتبار لري.
ویل شوي، اروپايي کمیسیون تېره میاشت د اسلامي امارت چارواکي بروکسل ته وربللي وه، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې ورسره وکړي.
اروپايي کمیسیون ټینګار کړی، چې دا ناسته یوازې تخنیکي ده او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو معنا نهلري.
د کمیسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي، غړي هېوادونه د هغو کسانو د بېرته ستنولو لارې چارې ارزوي، چې سخت جرمونه یې کړي یا امنیت ته ګواښ بلل کېږي او دا ناسته هم په همدې تړاو جوړېږي.
د رویټرز له لوري د لیدل شوي لیک له مخې، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ته استول شوی؛ د خبرو اصلي محور د هغو افغان وګړو بېرته ستنول او بیا منل دي، چې په اروپايي ټولنه کې د استوګنې حق نهلري.
-
تازه خبرونه5 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري5 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days agoاماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکه
-
تازه خبرونه2 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان سولې ته رسېدلی، اوس اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه23 hours agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه2 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
