Connect with us

تازه خبرونه

هېوادونه هیله من دي، چې اسلامي امارت به په راتلونکیو غونډو کې ګډون وکړي – ګوترش

خپور شوی

د

Last Updated on: کب ۱, ۱۴۰۲

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش څرګنده کړی، چې د افغانستان لپاره د هېوادونو استازي هیله من دي، چې اسلامي امارت به د دوی په راتلونکیو غونډو کې حضور ولري.

ګوترش د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې دېرشمه / د فبرورۍ نولسمه ) په دوحه کې د افغانستان لپاره د هېوادونو د استازو د غونډې له پای ته رسېدو وروسته یوې خبري غونډې ته څرګنده کړه، چې دوی په راتلونکې غونډه کې د افغانستان د واکمنو چارواکو د حضور د شرایطو پر رامنځته کولو خبرې کړې دي.

ملګرو ملتونو اسلامي امارت ته بلنه ورکړې وه، چې د افغانستان په اړه د دې ټولنې په دوه‌یمه غونډه کې ګډون وکړي؛ خو اسلامي امارت د خپلو شرطونو د نه منلو له کبله په غونډه کې ګډون ونه‌کړ او هغه یې بې ګټې یاده کړه.

ګوترش زیاته کړې؛ د اسلامي امارت شرایط د منلو وړ نه‌ول.

هغه په دې اړه ویلي: د دې شرایطو منلو له هر څه مخکې له مونږ څخه د افغان ټولنې له نورو استازو سره د خبرو حق انیسته.

د ملګرو ملتو عمومي منشي ویلي، چې د هېوادونو یو له اصلي هدفونو څخه په افغانستان کې د کړکیچ د اواري لپاره د یوې داسې لارې نقشې جوړول دي، چې د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت اندېښنې په کې له پامه ونه‌غورځول شي.

ګوټریس څرګنده کړې، چې د غونډې ګډونوال د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې د وړاندیز په اړه پوره هوکړې ته ورسیدل.

یو له وړاندیزونو څخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل دي، چې اسلامي امارت رد کړی دی.

ګوټریس زیاته کړې؛ هغه به د مشورې یو بهیر پیل کړي او وبه‌وګوري، چې ایا د ملګرو ملتونو د استازي د ټاکلو شرایط  رامنځته شوي او که نه.

هغه په ډاګه کړه، چې وړاندیز شوی استازی کولی شي د همغږي کوونکي رول ولوبوي او له افغان چارواکو سره په اغېزمنه توګه کار وکړي.

ګوټرش ویلي، چې له یو شمېر هېوادونو څخه د اړیکې ډلې پر رامنځته کولو هم  بحثونه شوي، چې کولی شي د حکومت له چارواکو سره د اړیکو لپاره غوره همغږي رامنځته کړي.

هغه دا هم څرګندوي، چې په دې ډله کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي، ګاونډ هېوادونه او مرستندویه هېوادونه هم ونډه لرلی شي؛ خو د جوړېدو د څرنګوالي په اړه پرېکړه به د غړیو هېوادونو پورې اړه لري.

هغه زیاته کړې: زه باور لرم، چې دا د افغانستان له واکمنو چارواکو سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د همغږۍ د رامنځته کولو یوه ښه لار ده.

د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړيو استازو دوه‌یمه غونډه د دوشنبې پر ورځ په دوحه کې پای ته ورسېده.

په دې غونډه کې د ګډون لپاره اسلامي امارت د افغانستان د یوازني استازي او د تعامل لپاره د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره د لیدنې غوښتنه کړې وه.

تازه خبرونه

اروپايي ټولنې له افغانانو سره پر روان ملاتړ ټینګار وکړ

اروپايي ټولنې ویلي، چې له ۱۹۹۴ز.کال راپدېخوا یې له افغانستان سره شاوخوا دوه میلیارډ یورو بشري مرستې کړې دي، چې ۳۲۰ میلیون یورو یې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې ځانګړې شوې دي.

Published

on

 

اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د درېیمې کمیټې په غونډه کې له افغانانو سره د مرستو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما) د ماموریت او د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د حساب ورکولو د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

اروپايي ټولنې ویلي، چې له ۱۹۹۴ز.کال راپدېخوا یې له افغانستان سره شاوخوا دوه میلیارډ یورو بشري مرستې کړې دي، چې ۳۲۰ میلیون یورو یې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې ځانګړې شوې دي.

دې ټولنې په پای کې د ښځو او ځوانانو د حقونو د ساتنې او د هېواد د برخلیک په ټاکلو کې د هغوی د ګډون لپاره د نړیوالو لارو چارو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت له دې مخکې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو تامین د پخوا پر پرتله اوس د شریعت په چوکاټ کې ښه تامین شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: له روسي پلوه ځواکونو سره یو ځای کېدا ته لېوالتیا

Published

on

Last Updated on: لړم ۷, ۱۴۰۵
Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان اتلانو لیګ؛ آرمان اف‌سي عمر ځواک ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه

دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او آرمان اف‌سي له لومړیو دقیقو خپله برلاسي وښوده.

Published

on

Last Updated on: لړم ۷, ۱۴۰۵

 

آرمان اف‌سي د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په دوه‌اویاومه لوبه کې ۵ – ۱ عمر ځواک ته ماتې ورکړه.

دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او آرمان اف‌سي له لومړیو دقیقو خپله برلاسي وښوده.

ډامولا ایسیولووا آکاني په اتمه دقیقه کې د آرمان اف‌سي لومړی ګول وواهه او پیمان سلطاني هم په لسمه او اتلسمه دقیقه کې دوه ګولونه ووهل، چې له دې سره آرمان اف‌سي درې ګوله مخکې شو.

محمد نوروزي د لومړۍ نیمایي په اضافي وخت کې د عمر ځواک لپاره یو ګول وواهه او لومړۍ نیمایي د آرمان اف‌سي پر ګټه ۳ پر ۱ پای ته ورسېده.

په دوه‌یمه نیمایي کې آرمان اف‌سي خپل بریدونه روان وساتل او شکرالله کوهي د اضافي وخت په لړ کې د خپلې لوبډلې څلورم ګول وواهه. فردین عزیزي هم د اضافي وخت په پنځمه دقیقه کې د آرمان اف‌سي پنځم ګول وواهه، چې لوبه د دې لوبډلې پر ګټه ۵ پر ۱ پای ته ورسېده.

پیمان سلطاني، چې په دې لوبه کې یې دوه ګولونه وهلي وه، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

آرمان اف‌سي به په راتلونکې لوبه کې د اوکټوبر پر یودېرشمه له عینو مېنه کندهار سره مخ شي او عمر ځواک به د نومبر پر دوه‌یمه له طوفان هرات سره لوبه وکړي.

د افغانستان اتلانو لیګ روښان د شپږم پړاو ټولې لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!