تازه خبرونه
په افغانستان کې د ګډو ګټو لپاره یوه ځواکمنه اجماع رامنځته شوې – ټوماس ویسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ د پنجشنبې پر ورځ (د کب درېیمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د فبرورۍ پر اتلسمه او نولسمه د دوحې له تر سره شوي دوه ورځني کنفرانس څخه واشنګټن ته راستون شوی دی.
ټوماس ویسټ د دوحې د غونډې په اړه څرګنده کړې؛ هیڅ هېواد نه غواړي، چې د تروریزم ګواښ له افغانستان څخه راپورته شي او ټول کار او ټولنیز ژوندانه ته د افغان نجونو د راګرځېدا او د منځنيو ښوونځيو، لیسو او پوهنتونونو د پرانیستې غوښتونکي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي دا هم ویلي، چې له افغانانو سره د مرستې لپاره کلکې ژمنې شته؛ خو د اقتصادي ثبات او د افغانانو د اقتصادي راتلونکي مالکیت په اړه اندېښنې شته.
ټوماس ویسټ د اسلامي امارت لهخوا د کوکنارو پر کښت د بندیز د پلي کیدو یادونه هم کړې او وایي، چې ډېرو هېوادونو منلې او د ملګرو ملتونو د اړوندې ادارې د ارزونې له مخې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.
دغه راز نوموړي د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره ناستې ته نغوته کړې او ټینګار کوي، چې امریکا د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د افغانستان په اړه د دغه راز غونډو له جوړېدو ملاتړ کوي.
همدارنګه په دې اړه وایي، چې د افغانانو او نړیوالو ګډې ګټې باید د دغو غونډو پهسر کې وي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د دوحې له غونډې مخکې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي پر استازیتوب له ملګرو ملتونو څخه دې غونډې ته د لوړې کچې د خبرو اترو او تعامل وړاندیز کړی و؛ خو د نه منل کېدو پر دلیل بیا اسلامي امارت په دې غونډه کې د نه ګډون پرېګړه وکړه.
تازه خبرونه
عبدالسلام حنفي په لوګر کې راستنېدونکو ته د څه باندې زر نمرو له وېش خبر ورکړ
هغه د دې ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې د راستنېدونکو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش د بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
په کندوز ولایت کې د سرو زرو کان کېندلو تړون لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګهونه به په کې وشي.
د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې د کندوز ولایت په قلعهزال ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان کېندلو تړون د آذربایجان او قرغزستان له شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګهونه به په کې وشي.
دغو شرکتونو ژمنه کړې، چې د ۳۰ سلنه امتیاز پر ورکولو به ۲۰۰ زره امریکایي ډالر په بېلابېلو ټولنیزو خدماتو کې ولګول شي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
ویل کیږي، چې د کانونو او پټرولیم وزیر وايي؛ د دې تړون لاسلیک د درې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر لور یو مثبت ګام دی.
تازه خبرونه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د اسلامي خطي نسخو په اړه د آیسسکو په علمي غونډه کې ګډون وکړ
د آیسسکو مسوولانو په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې مالي هېواد د سلګونو زره خطي نسخو پر لرلو په لویدیځه افریقا کې د اسلامي تمدن او فکر له مهمو خزانو ګڼل کېږي او د دغو تاریخي آثارو ساتنه ځانګړی ارزښت لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي آرشیف رییس عبیدالله حنیف او د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رییس محمد شفیق احمدزي د اسلامي خطي نسخو په اړه د اسلامي نړۍ د ښوونې، علومو او فرهنګ بنسټ (آیسسکو) په انلاین علمي غونډه کې ګډون وکړ.
دغه غونډه د آیسسکو د هنري لیکنې او خطي نسخو مرکز لهخوا د « په نړۍ کې اسلامي نسخې » تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، چې د مالي هېواد د خطي نسخو وضعیت او د دې فرهنګي میراث د ساتنې او خوندي کولو د لارو چارو پر ارزونه راڅرخېدلې ده.
د آیسسکو مسوولانو په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې مالي هېواد د سلګونو زره خطي نسخو پر لرلو په لویدیځه افریقا کې د اسلامي تمدن او فکر له مهمو خزانو ګڼل کېږي او د دغو تاریخي آثارو ساتنه ځانګړی ارزښت لري.
-
سوداگري5 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ4 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
تازه خبرونه5 days agoد کانونو وزارت د مس عینک په پروژه کې د قراردادي شرکت د ژمنو پر پلي کولو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
-
نړۍ21 hours agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
-
تازه خبرونه4 days agoپه قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
-
تازه خبرونه4 days agoکه په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی
