تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي
ټاکل شوې، چې نن ( دوشنبه د کب اوومه / د فبرورۍ شپږویشتمه ) به د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش امنیت شورا ته د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي او د دوحې د غونډې په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو خبرې وشي.
د دې شورا په انټرنیټي پاڼه کې لیکل شوي، چې دا غونډه به د دغې شورا د غړو او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټرش په ګډون د نیویارک پر وخت د سهار پر لس بجو پیل او په ځانګړي توګه به په کې د افغانستان لپاره د عمومي منشي د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه سلامشورې وشي.
په ملګرو ملتونوکې د افغانستان د دایمي استازولۍ چارسمبالي نصیر احمد فایق د دې غونډې په اړه ویلي، چې په دې غونډه کې به د امنیت د شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک په اړه خبرې وشي.
دا پریکړه لیک پر ۱۳ موافقو رایو د امنیت په شورا کې تصویب شوی؛ خو روسیې او چین دغه پرېکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړې ده.
د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک پر بنسټ به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د ملګرو ملتونو عمومي منشي ۶۰ ورځې وروسته خپل راپور یادې شورا ته وړاندې کړي.
اسلامي امارت ویلي، چې افغانستان په بحران کې نهدی او د ملګرو ملتونو د استازې په شتوالي کې د نوي ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نهشته.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: د ځانګړي استازي په اړه د افغانستان اسلامي امارت دریځ پوره روښانه دی او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته. افغانستان یو خوندي هېواد دی او له کوم بحران سره مخ نهدی او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري؛ خو د تلپاتې همکاریو او د یوناما په شتون به د ملګرو ملتونو او افغانستان ترمنځ ټولې ستونزې اوارې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د افغانستان په اړه په دوحه کې غونډه جوړه شوه، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي یوه بریا ونوموله؛ خوغونډې ته بلل شوي اسلامي امارت یوه ناکامه غونډه ونوموله.
تازه خبرونه
سوداګر دې قانوني پانګونه وکړي – د بدخشان والي مرستیال
حقجو په فیضآباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشهيي توکو قاچاق ته ځانګړې نهکړي او په دې کار سره ځوانان پر نشهيي توکو اخته نهکړي.
د بدخشان ولایت د والي مرستیال جمالالدین حقجو له سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې په قانوني او تولیدي برخو کې ولګوي او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.
حقجو په فیضآباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشهيي توکو قاچاق ته ځانګړې نهکړي او په دې کار سره ځوانان پر نشهيي توکو اخته نهکړي.
حقجو وویل، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په نشهيي توکو روږدي دي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د نشهيي توکو په قاچاق کې پانګونه ونهکړي.
دغه راز په دې مراسمو کې نورو سیمهییزو چارواکو له ولس وغوښتل، چې د حکومت پر وړاندې د درېدا پر ځای دې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.
دوی ویلي؛ د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کولی شي د بېوزلۍ او نورو هغو ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، چې زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.
چارواکو له بانکونو او سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د اسلامي اصولو له مخې ترسره کړي.
د افغان ملي بانک نوې پرانیستل شوې څانګه به د بدخشان اوسېدونکو ته بانکي خدمتونه وړاندې کړي.
د بانک ملي بانک چارواکي وايي؛ هغه دولتي کارکوونکي، چې معاشونه یې د دې بانک له لارې ترلاسه کیږي؛ د بانک د تګلارې له مخې به د پور له خدمتونو هم برخمن شي.
د بدخشان اوسېدونکو د دې څانګې پرانیستل بانکي خدمتونو ته د لاسرسي د آسانتیا لپاره مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې هم خپلې څانګې پرانیزي.
چارواکو له سوداګرو او دولتي ادارو وغوښتل، چې د پانګونې او د بانک له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د دغه بانک ملاتړ وکړي.
تازه خبرونه
په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.
هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.
محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بېاحتیاطي بللې ده.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان اوس هم د بشري حقونو له فشارونو سره مخ هېواد دی – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان له امریکا سره د رسمي اړیکو غوښتونکی دی- عبدالقهار بلخي
-
لوبی5 days agoهند افغانستان ته په دوهیمه شلآوریزه لوبه کې د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه4 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
څار4 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه
-
تحول4 days agoتحول: له امریکا سره د اړیکو لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار
