تازه خبرونه
د اسلامي امارت اقتصادي مرستیال د کجکي بند ملي پروژه وارزوله
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره ورځ هلمند ولایت ته د خپل سفر پرمهال له کجکي بند څخه لیدنه وکړه.
د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د څرګندونو له مخې؛د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کجکي بند پروژه ملي او حیاتي یاده کړه او په دې برخه کې یې د رامنځته شویو نوښتونو له کبله د مسوولینو هڅې وستایلې.
ملا برادر ویلي، چې وچکالۍ او په بندونو کې د اوبو د کمښت له کبله د برښنا د تولید کچه راټیټه شوې وه؛ خو سږ کال په هېواد کې د اورښتونو له کبله د اوبو کچه لوړه شوې او د کجکي بند په څېر زیاتره بندونه له اوبو ډک شوي دي.
له دې سره به په روان کې کال د کرنې برخه وده وکړي او هم به په هېواد کې دننه د برښنا د تولید کچه لوړه شي.
د کجکي بند د هېواد په کچه یو له لویو بندونو څخه دی، چې د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند د موسمي سیلابونو د کنټرول، کرنیزو ځمکو خړوبولو او برښنا د تولید لپاره جوړ شوی دی.
دغه راز د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د روزګان ولایت له سیلاب ځپلیو سیمو څخه هم لیدنه کړې او هلته یې له سیمهییزو چارواکو او عامو خلکو سره کتلي او د لازمو مرستو د رسولو امر يې کړی دی.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر روزګان ولایت ته د سفر پرمهال له سیلاب ځپلیو او زیانمنو کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ یوه اندازه نغدي مرسته هم کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د سیمه ایزو چارواکو د معلوماتو له مخې په دغو سیلابونو کې ۴۶۸ د استوګنې کورونه بشپړ او لږ څه ویجاړ شوي او له پنځوس څخه ډېر پلچکونه او زرګونه جریبه فصلونه سیلابونو وړي دي.
تازه خبرونه
د ملي بس شرکت رییس له چینايي هائیر شرکت سره د عصري بسونو پر پېر او تولید خبرې وکړې
د بهار د څرګندونو له مخې، د ملي بس شرکت اجرائیوي رییس عبدالباقي مقیم او ورسره مل پلاوي چین ته د سفر پر مهال په سوژو ولایت کې د هائیر شرکت له کارخونې لیدنه کړې او د دغه شرکت له کاري بهیر او تولیداتو له کیفیت سره یې له نږدې بلدتیا پیدا کړې ده.
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویاند محمد نبي بهار ويلي، د ملي بس امارتي شرکت مسوولانو له چینايي« هائیر» شرکت سره د عصري بسونو د پېر او تولید په برخه کې د همکاریو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.
د بهار د څرګندونو له مخې، د ملي بس شرکت اجرائیوي رییس عبدالباقي مقیم او ورسره مل پلاوي چین ته د سفر پر مهال په سوژو ولایت کې د هائیر شرکت له کارخونې لیدنه کړې او د دغه شرکت له کاري بهیر او تولیداتو له کیفیت سره یې له نږدې بلدتیا پیدا کړې ده.
د هائیر شرکت مسوولانو هم له افغانستان سره د ښاري او تېزرفتاره بسونو، پر ځانګړي بڼه برښنايي، هایبریډ او ډیزلي بسونو د برابرولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
هائیر په چین کې د بسونو له تولیدوونکو شرکتونو څخه دی، چې محصولات یې په یو شمېر هېوادونو کې د مسافرو د لېږد او د ښاري ټرانسپورټ د تنظیم لپاره کارول کېږي.
تازه خبرونه
بایدن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو له پرېکړې دفاع وکړه
بایدن د خپلو خاطراتو په نوي کتاب کې لیکلي، چې د امریکا د هغه وخت دفاع وزیر لویډ آسټین او د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
د امریکا پخواني ولسمشر جو بایدن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه له خپلې پرېکړې دفاع کړې او دا پرېکړه سمه بولي او وایي؛ که ورته شرایط بیا رامنځته شي، یو ځل بیا به همدا پرېکړه وکړي.
بایدن د خپلو خاطراتو په نوي کتاب کې لیکلي، چې د امریکا د هغه وخت دفاع وزیر لویډ آسټین او د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
نوموړي زیاته کړې، چې ډاډ ورکړ شوی و؛ د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان حکومت لږ تر لږه شپږ میاشتې خپل دوام وساتي؛ خو دغه حکومت یوازې په څو ورځو کې ړنګ شو.
د یادونې ده، چې د امریکا متحده ایالتونو او اسلامي امارت د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال د ۲۰۲۰ز. کال په فبرورۍ کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه هوکړهلیک لاسلیک کړی و.
تازه خبرونه
اروپايي هېوادونو روانډا ته د کډوالو پر لېږدولو هوکړه وکړه
تمه ده دغه هوکړه په ویانا کې اعلان شي.
ټاکل شوې، چې د دوشنبې پر ورځ پنځه اروپايي هېوادونه( جرمني، اتریش، یونان، ډنمارک او هالنډ ) رونډا ته د هغو کډوالو د لېږدولو طرحه اعلان کړي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي. د دې طرحې له مخې، دغه کسان به په روانډا کې د کډوالو د بېرته ایستلو یوه مرکز ته ولېږدول شي.
تمه ده دغه هوکړه په ویانا کې اعلان شي.
دا هڅه د اروپايي ټولنې د هغو نویو مقرراتو له تصویب وروسته کېږي، چې د کډوالو د بېرته ایستلو بهیر چټکوي.
د دغو مقرراتو له مخې، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه کولی شي له ټولنې بهر د کډوالو د بېرته ستنولو مرکزونه جوړ کړي.
د دې طرحې ملاتړ کوونکي حکومتونو ویلي، چې بنسټیزه موخه یې د ناقانونه کډوالۍ مخنیوی او د کډوالو د تګ مخه نیول دي؛ خو د بشري حقونو بنسټونو د کډوالو د حقونو له احتمالي سرغړونې او حسابورکولو لپاره د روښانه میکانیزم د نشتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.
روانډا سره له دې، چې د بشري حقونو د وضعیت او سیاسي آزادیو د محدودیتونو له کبله له نیوکو سره مخ ده؛ ځان یې د هغو کډوالو د منلو لپاره وړاندې کړی، چې لویدیځ هېوادونه یې د بېرته ایستلو هوډ لري.
دا طرحه یوازې هغه کډوال رانغاړي، چې په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدا لپاره یې ټولې قانوني لارې کارولي، خو غوښتنلیکونه یې رد شوي وي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد سعودي عربستان په مکه کې د دوه توغندیو د شنډولو پاتې شوني لوېدلي
-
تازه خبرونه4 days agoعراق له کردستان څخه افغانستان ته د تېلو د احتمالي قاچاق څېړنه کوي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان او ازبکستان د مالدارۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه
-
سوداگري4 days agoپه کابل کې د اسلامي پانګونې د پراختیا پر لارو چارو خبرې وشوې
-
تحول5 days agoتحول: کابل ته د روسیې د لوړپوړي پلاوي سفر
-
تازه خبرونه4 days agoد ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ د سوالګرۍ د مدیریت طرحه نړیوالو بنسټونو ته وړاندې کړه
-
تازه خبرونه1 day agoترکیې یونان ته د اوښتو په هڅه کې ۳۵ افغان کډوال ونیول
-
لوبی1 day agoپه آی ال ټي ۲۰ لیګ کې د افغان او اماراتي لوبغاړو ګډون اړین شو
