Connect with us

نړۍ

امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي

خپور شوی

د

امریکا او متحدینو یې پر اسرائیلو د بېساري برید له کبله پر ایران د نويو بندیزونو لګولو هڅې پیل کړي، چې پرې د اسرائیلو لخوا د کړکېچ زیاتولو مخه ونیسي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکا او اروپا پر ایران د اقتصادي او سیاسي بندیزونو د سختولو اعلان کړی او تمه ده، چې اسرائیل له پراخو غچ اخیستونکیو کړنو لرې وساتي.

د اسراییلو د پوځ ستر درستیز هرزي هالوی ویلي وه، چې پر اسرائیلو د ایران له ۳۰۰ ډېر توغندي او چاودېدونکې بې پلوټه الوتکې وتوغول شوې، چې بې ځوابه به پاتې نشي؛ خو په دې اړه یې له جزئیاتو وړاندې کولو ډډه وکړه.

د اسرائیلو یوې حکومتي سرچینې ویلي، چې د سې شنبې پر ورځ د جګړې کابینې غونډه وکړه؛ خو له توضیحاتو پرته چارشنبې ته وځنډول شوه.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې: امریکا په راتلونکیو ورځو کې د ایران د لرې ویشتونکیو توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پر پروګرام د نويو بندیزونو د لګولو پلان لري او تمه ده، چې متحدین یې هم ومني.

له دې مخکې هم د امریکا خزانې وزیرې جانټ یلن ویلي، چې امریکا به بندیزونه ولګوي او له خپلو متحدینو سره به د ایران د “ناوړه او بې‌ثباته کوونکیو فعالیتونو د مخنیوي لپاره کار وکړي.

هغې د ​​واشنګټن په خبري کنفرانس کې زیاته کړې، چې د ایران د “ترهګرۍ د تمویل” د مخنیوي لپاره ټول غوراوي پر میز پراته دي، چې د ایران پرضد نور بندیزونه ژر اعلان شي.

د اروپايي ټولنې بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بورل په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو له بېړني ویډیويي کنفرانس وروسته څرګنده کړې؛ ځینو غړیو هېوادونو غوښتنه کړې، چې پر ایران دې بندیزونه وغځول شي او د اروپايي ټولنې ډیپلوماټیکه څانګه دې پدې وړاندیز کار پیل کړي.

د اسرائیلو بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاټز ویلي، چې د یوه ډیپلوماټیک برید مشري کوي؛ له ۳۲ هېوادونو څخه ته یې لیکلې غوښتنه کړې، چې د ایران د توغندیو پروګرام تحریم کړي.

نړۍ

امریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ

په سپینه‌ماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.

Published

on

د چارشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا به د هوکړې د هلو ځلو په چوکاټ کې له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي.

په سپینه‌ماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د فشارونو یو مهم هدف دا دی، چې ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي راوګرځوي.

ویل کېږي، چې ایران تر اوسه ۹۰۰ پونډه (۴۰۸ کیلوګرامه) غني شويو یورانیم نه‌دي سپارلي.

Continue Reading

نړۍ

ایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ

ترمپ په سپینه‌ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د ایران پوځي بې‌وسۍ ته ګوته نېولې او څرګندوي؛ تهران باید «د ماتې منلو سپین بیرغ» پورته کړي، خو «د غرور له کبله دا کار نهکوي».

ترمپ په سپینه‌ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.

هغه ټینګار کړی، چې تهران ښکاره سخت دریځ ښيي؛ خو د پردې ترشاه د هوکړې غوښتونکی دی.

نوموړي همداراز په سیمه کې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري محاصره او فشارونه ستایي او وایي، چې دا ګامونه پایله ورکوونکې دي.

ترمپ د اوربند د ماتېدا د شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: مقابل لوری «پوهېږي، چې کوم کار باید ونه‌کړي» او که سرغړونه وشي؛ د امریکا غبرګون به څرګند وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ اوس هم روان دی او د بحران د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

Continue Reading

نړۍ

سپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسله‌وال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو

د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.

Published

on

د امریکا امنیتي چارواکو ویلي، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ډزو په یوه پېښه کې یو کس د امنیتي ځواکونو له لوري پر نښه او روغتون ته ولېږدول شو.

د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.

د خپرو شویو څرګندونو له مخې؛ د یاد کس روغتیايي حالت تر اوسه ناڅرګند دی او په دې پېښه کې یو ملکي وګړی هم ټپي شوی، چې ټپونه یې د اندېښنې وړ نه‌دي.

له دې پېښې وروسته د سپینې ماڼۍ ځینې برخې لنډمهالې قرنطین شوې او خبریالان د لنډ وخت لپاره خوندي خونو ته ولېږدول شول. د وضعیت له ارزونې وروسته، بېړنی حالت پای ته ورسېد او وضعیت بېرته عادي اعلان شو.

دغه راز راپور ورکړ شوی، چې ډونالډ ټرمپ د پېښې پر مهال په سپینه ماڼۍ کې دننه و؛ خو هغه ته زیان نه‌دی رسېدلی او خپلې چارې یې پرته له ځنډه روانې ساتلې دي.

دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې له اوونیو راپدېخوا د امریکا په پلازمېنه کې څو امنیتي پېښې ثبت او د ښار د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!