Connect with us

سیمه ییز خبرونه

پوتین د ولسمشرۍ بله ۶ کلنه لوړه وکړه

خپور شوی

د

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې پر ورځ د غویی اتلسمه په کرملین ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر په توګه خپل نوی شپږ کلن پېر پیل کړ.

پوتین له دې مخکې څلور ځله د روسیې د اساسي قانون د ساتنې لوړه کړې ده.

ولادیمیر پوتین له ۱۹۹۹ ز.کال راپدیخوا د روسیې په سیاسي ډګر کې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه خپل واک ساتلی دی.

۷۱ کلن پوتین په تېر مارچ کې د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی وپېژندل شو.

د هغه تر ټولو نومیالی سیال الکسي ناوالني یوه میاشت مخکې د شمالي قطب په یوه زندان کې ناڅاپه مړ شو.

د الکسي ناوالني میرمنې په یوټیوب کې د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو مخکې یوه ویډیو خپره کړه؛ پوتین یې ظالم او قاتل یاد کړی او له پلویانو یې وغوښتل، چې د پوتین پر وړاندې مبارزه روانه وساتي.

امریکا، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو د پوتین د لوړې له مراسمو ډده کړی ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر د دوشنبې پر ورځ ویلي: مونږ به د هغه د لوړې په مراسمو کې استازی ونلرو. مونږ د [روسیې] ټاکنې ازادې او عادلانه نه ګڼو؛ خو پوتین د روسیې ولسمشر دی او په اټکل کیږي، چې خپل کار به روان وساتي.

د آلمان خبري آژانس او ​​د اروپايي اتحاديې د ډيپلوماتانو د څرګندونو له مخې؛ ځينو هېوادونو لکه فرانسې، هنګري او سلواکیا د پوتين د لوړې مراسمو ته د اړیکو د ساتلو لپاره خپل استازي استولي دي.

ولادیمیر پوتین، چې لږ تر لږه ۲۵ کاله په واک کې پاتې دی؛ تر ۲۰۳۰ پورې به د روسیې د ولسمشر په توګه خپلې دندې ترسره کوي.

سیمه ییز خبرونه

د سعودي عربستان او سوریې دفاع وزارتونو د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

دغه تړون ریاض ته د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د سفر او د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د هغه د لیدنې پر مهال لاسلیک شوی دی.

Published

on

 

د سعودي عربستان او سوریې دفاع وزارتونو د چارشنبې پر ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک کړ. دا په داسې حال کې ده، چې د یمن حوثیانو اوس هم پر سعودي عربستان خپل بریدونه روان ساتلي دي.

دغه تړون ریاض ته د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د سفر او د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د هغه د لیدنې پر مهال لاسلیک شوی دی.

دا په سعودي عربستان کې له یوې میاشتې څخه په کم وخت کې د دواړو لوریو دوه‌یمه لیدنه ده.

د دې هوکړه‌لیک د منځپانګې په اړه نور جزئیات  خپاره شوي نه‌دي.

رویټرز خبري آژانس تېره میاشت راپور ورکړی و، چې سوریه له حوثیانو سره د سعودي عربستان د جګړې له پراخېدا وروسته دې هېواد ته د پوځي مرستې پر برابرولو احتیاطي غور کوي.

یوه سوریایي ډیپلوماټ هغه مهال ویلي وه، چې د پوځي همکارۍ یا د تجربو د تبادلې هر ډول غوښتنه به « یوازې له رسمي لارو او د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د تنظیموونکو دوه‌اړخیزو تړونونو په چوکاټ کې » ترسره کېږي.

سعودي عربستان له حوثیانو سره د جګړې له بیا پیل وروسته د دفاعي او بریدیزو مرستو ترلاسه کولو لپاره له امریکا نیولې د اروپا او منځني ختیځ تر هېوادونو د مرستې غوښتنه کړې ده.

سعودي عربستان ته د احمد الشرع د سفر پر مهال دواړو هېوادونو څو نور تړونونه هم لاسلیک کړل. سعودي عربستان له سوریې سره مالي مرستې کوي او د بشار الاسد د حکومت له نسکورېدا وروسته یې له نړیوالو قدرتونو سره د دمشق د اړیکو په بیا ټینګولو کې مهم رول لوبولی دی.

د سوریې د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د سعودي عربستان پراختیايي صندوق د چارشنبې پر ورځ له دې وزارت سره شپږ تړونونه لاسلیک کړي، چې له مخې به یې د سوریې د پراختیايي او خدماتي برخو د ملاتړ لپاره د غوره شرایطو لرونکي څه باندې ۴۰۳ میلیون ډالرو پورونه ځانګړي شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ایران او امریکا د جګړې د پای ته رسولو خبرې بې‌پایلې پای ته ورسېدې

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د منځګړو له لارې پرله‌پسې خبرې اترې روانې دي او تهران خپل شرایط او وړاندیزونه وړاندې کړي دي.

Published

on

 

ایران ويلي، د اته میاشتو جګړې د پای ته رسولو لپاره له امریکا سره د منځګړو له لارې اړیکې اوس هم روانې دي؛ خو د قطر پر منځګړیتوب د خبرو اترو وروستی پړاو هم د کومې هوکړې له ترلاسه کولو پرته پای ته رسېدلی دی.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د منځګړو له لارې پرله‌پسې خبرې اترې روانې دي او تهران خپل شرایط او وړاندیزونه وړاندې کړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د خبرو اترو دوام د واشنګټن پر سیاسي دریځ پورې تړلی دی.

دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي تائید کړې، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تهران اووه‌پړاویزه طرحه اوس هم د خبرو اترو اصلي موضوع ده؛ خو د چټکې پلي کېدا لپاره لنډه شوې ده.

همدارنګه چین او روسیې د پوځي نښتو د بیا پیل په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو د کړکېچ د اواري غوښتنه یې کړې ده.

سره له دې، چې د منځګړیتوب هڅې روانې دي، ایراني سرچینې د امریکا له‌خوا د بیا برید احتمال هم مطرح کوي؛ خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره هوکړې ته رسېدل شوني دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ایران د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان پر ګډون له سیمه‌ییزې امنیتي غونډې خبر ورکړ

د ایران ملي امنیت عالي شورا د منشي مرستیال علي باقري دولتي رسنۍ« آی‌آر‌آی‌بي» ته ویلي، چې د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو ادارې مشر ابراهیم کالین به له ایراني امنیتي چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.

Published

on

 

ایران ویلي، چې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د لوړپوړو چارواکو پر ګډون به د سیمه‌ییز امنیت په اړه غونډه جوړه شي، چې په کې به د سیمې پر امنیتي بدلونونو او د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر لارو چارو خبرې وشي.

د ایران ملي امنیت عالي شورا د منشي مرستیال علي باقري دولتي رسنۍ« آی‌آر‌آی‌بي» ته ویلي، چې د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو ادارې مشر ابراهیم کالین به له ایراني امنیتي چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.

د باقري د څرګندونو له مخې، د ایران ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي به هم په دغو خبرو کې ګډون وکړي.

باقري ټینګار کړی، چې د تهران سټراټیژیک سیاست د سیمه‌ییزو هېوادونو د همکارۍ له لارې د امنیت ټینګښت او د بهرنیو لاسوهنو مخنیوی دی.

که څه هم د ایران دولتي رسنیو د دې غونډې د جوړېدا کره نېټه نه‌ده اعلان کړې؛ خو رویټرز خبري آژانس د دوه باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې دا غونډه به د دوشنبې پر ورځ ترسره شي.

دا غونډه په داسې حال کې پلان شوې، چې ویل کیږي؛ د ایران پر ملاتړ د یمن حوثیانو پر سعودي عربستان بریدونه زیات کړي او د سیمې امنیتي وضعیت او د هېوادونو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا د پام وړ ګرځېدلې دي. که دا غونډه جوړه شي؛ نو د ایران او درې نورو هېوادونو ترمنځ به د سیمه‌ییزو امنیتي ننګونو په اړه د لوړپوړو خبرو زمینه برابره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!