Connect with us

نړۍ

پر رفح د برید په صورت کې به پر اسرائیلو وسلوال ملاتړ ودرول شي – جو بایډن

خپور شوی

د

د امریکا ولسمشر جوبایډن د چارشنبې پر ورځ د لومړي ځل لپاره اسرائیلو ته رسنیز خبرداری ورکړ، چې که اسرائیلي ځواکونه د غزې په سویل کې له مهاجرینو څخه پر ډک ښار رفح پراخه برید وکړي؛ نو امریکا به دغه ځواک ته د وسلو ورکول ودروي.

بایډن له سي‌ان‌ان سره په مرکه کې څرګنده کړې: ما ښکاره کړه، چې که دوی رفح ته ولاړ شي … زه به د هغو وسلو کارول ودروم، چې د رفح په جګړه کې کارول شوي دي.

د بایډن څرګندونې پر رفح د اسرائیلو د برید د مخنیوي او په منځني ختیځ کې د امریکا د ې متحد تر منځ ډېرېدونکی واټن پر ګوته کوي.

بایډن ومنله، چې اسرائیلو اووه میاشتې مخکې د حماس د له منځه وړلو لپاره پر غزه برید وکړ او د ملکي وګړو د وژلو لپاره یې امریکايي وسلې وکارولې.

د غزې روغتیا وزارت ویلي؛ د اسرائیلو په عملیاتو کې تر اوسه  ۳۴ زره ۷۸۹ فلسطینیان وژل شوي، چې ډېري يي ملکي وګړي دي.

هغه اسرائیلو ته د ۲۰۰۰ پونډي بمونو د لیږلو په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي: په غزه کې د بمونو او نورو لارو په پایله کې خلکو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي، چې د نوم د نه ښودلو پر شرط یې خبرې کړي ویلي؛ واشنګټن په رفح کې د وسلو د لېږد په اړه څېړنه کړې، چې په پایله کې یې ۱۸ سوه ۲۰۰۰ پونډه (۹۰۷ کیلوګرامه) بمونه او ۱۷ سوه ۵۰۰ پونډه بمونه لېږدول درول شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د اسرایلو سفیر ګیلاد اردان د اوونۍ په پیل کې د واشنګټن پرېکړه ډېره ناهیلې کوونکې یاده کړه. که څه هم هغه باور نه‌درلود، چې امریکا به اسرائیلو ته د وسلو لېږل ودروي.

اسرائیلو روانه اوونۍ پر رفح برید وکړ. دا هغه ځای دی، چې له یو میلیون ډېرو فلسطینیانو په کې پناه اخیستې؛ خو بایډن ویلي، چې هغه د اسرائیلو بریدونه بشپړ یرغل نه‌ګڼي؛ ځکه، چې دوی پر ګڼ‌میشتو سیمو برید ندی کړی.

دا مرکه له هغې څو ساعته وروسته وشوه، چې دفاع وزیر لویډ جي آسټین تېره اوونۍ د بایډن پرېکړه ومنله، چې پر رفح د بریدونو د اندېښنو له کبله د زرګونو درندو بمونو لیږد بندوي؛ ځکه، چې واشنګټن پر ملکي سیمو د اسرائیلو د بریدونو مخالفت کوي.

اسرائیلو روانه اوونۍ پر رفح برید وکړ. دا هغه ځای دی، چې له یو میلیون ډېرو فلسطینیانو په کې پناه اخیستې؛ خو بایډن ویلي، چې هغه د اسرائیلو بریدونه بشپړ یرغل نه‌ګڼي؛ ځکه، چې دوی پر ګڼ‌میشتو سیمو برید ندی کړی.

امریکا په ۲۰۱۶ کال کې له اسرائیلو سره درېیم لس کلن هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې د ۱۰ کلونو لپاره د ۳۸ میلیارډ ډالرو نظامي مرستې چمتو کوي.

ویل کیږي، چې امریکا به اسرائیلو ته د دفاعي وسلو ورکول روان ساتي.

نړۍ

امریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ

په سپینه‌ماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.

Published

on

د چارشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا به د هوکړې د هلو ځلو په چوکاټ کې له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي.

په سپینه‌ماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د فشارونو یو مهم هدف دا دی، چې ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي راوګرځوي.

ویل کېږي، چې ایران تر اوسه ۹۰۰ پونډه (۴۰۸ کیلوګرامه) غني شويو یورانیم نه‌دي سپارلي.

Continue Reading

نړۍ

ایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ

ترمپ په سپینه‌ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د ایران پوځي بې‌وسۍ ته ګوته نېولې او څرګندوي؛ تهران باید «د ماتې منلو سپین بیرغ» پورته کړي، خو «د غرور له کبله دا کار نهکوي».

ترمپ په سپینه‌ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.

هغه ټینګار کړی، چې تهران ښکاره سخت دریځ ښيي؛ خو د پردې ترشاه د هوکړې غوښتونکی دی.

نوموړي همداراز په سیمه کې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري محاصره او فشارونه ستایي او وایي، چې دا ګامونه پایله ورکوونکې دي.

ترمپ د اوربند د ماتېدا د شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: مقابل لوری «پوهېږي، چې کوم کار باید ونه‌کړي» او که سرغړونه وشي؛ د امریکا غبرګون به څرګند وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ اوس هم روان دی او د بحران د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

Continue Reading

نړۍ

سپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسله‌وال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو

د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.

Published

on

د امریکا امنیتي چارواکو ویلي، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ډزو په یوه پېښه کې یو کس د امنیتي ځواکونو له لوري پر نښه او روغتون ته ولېږدول شو.

د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.

د خپرو شویو څرګندونو له مخې؛ د یاد کس روغتیايي حالت تر اوسه ناڅرګند دی او په دې پېښه کې یو ملکي وګړی هم ټپي شوی، چې ټپونه یې د اندېښنې وړ نه‌دي.

له دې پېښې وروسته د سپینې ماڼۍ ځینې برخې لنډمهالې قرنطین شوې او خبریالان د لنډ وخت لپاره خوندي خونو ته ولېږدول شول. د وضعیت له ارزونې وروسته، بېړنی حالت پای ته ورسېد او وضعیت بېرته عادي اعلان شو.

دغه راز راپور ورکړ شوی، چې ډونالډ ټرمپ د پېښې پر مهال په سپینه ماڼۍ کې دننه و؛ خو هغه ته زیان نه‌دی رسېدلی او خپلې چارې یې پرته له ځنډه روانې ساتلې دي.

دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې له اوونیو راپدېخوا د امریکا په پلازمېنه کې څو امنیتي پېښې ثبت او د ښار د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!