سوداگري
د ازبکستان او افغانستان خصوصي سکټورونو ترمنځ سوداګریز تړونونه لاسلیک شول
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت هم وايي، چې په دې نندراتون کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پرا ختیا لپاره نوي ګامونه پورته شي.
د ازبکستان او افغانستان په ګډ نړیوال نندارتون کې د دواړه هیوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي.
هغو پانګوالو، چې په دې نندارتون کې افغان تولیدات او محصولات نندارې ته وړا ندې کړي وايي؛ د نندارتون پر دوهیمه ورځ يي له ازبکستاني لوري سره نوي تړونونه لاسلیک کړل.
د افغانستان او زبکستان دا ګډ نندراتون د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو په پرا ختیا کې مهم رول لري.
افغان پانګوال هیله څرګندوي، چې د دې نندارتون تر پایه به د دواړه هېوادونو ترمنځ د میلیونونو ډالرو پر ارزښت تړونونه لاسلیک شي.
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت هم وايي، چې په دې نندراتون کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پرا ختیا لپاره نوي ګامونه پورته شي.
د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وایي: د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دې نندارتون اقتصادي اهمیت د افغان تولیداتو د پېژندني او د هغو لپاره د بازار موندني په برخو کې ډېره اړین دی او هیله شته، چې له ازبکستان سره نوي تړونونه هم لاسلیک شي.
دغه راز د صنایعو او کانونو خونې غړي عبدالنصیر رشتیا ویلي: د نندارتون په دوهیمه ورځ د افغانستان او ازبکستان ځینو شرکتونو ترمنځ تړونونه لاسلیک شول. هیله لرو، چې له افغان لوري سره نورې هوکړې هم وشي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو هم ويلي، چې له ازبکستاني لوري سره د سوداګریزو اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره دا نندارتون جوړ شوی او افغان چارواکو له ازبکستاني مسوولینو سره د اقتصادي پراختیا په اړه ناستې روانې ساتلې دي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وایي: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت پلاوي تر اوسه د ازبکستان د صنایعو او سوداګرۍ، ټرانسپورټ، کانونو، اوبو او انرژۍ او ماليي وزارتونو له مسوولینو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره لیدلي او دالړۍ روانه ده.
د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند ښار کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د دغه نندارتون په پرانیستغونډه کې د کابل او تاشکند تر منځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر ټینګښت ټينګار کړی؛ په افغانستان کې یې د ډاډمن امنیت او اسانتیاوو له مخې د ازبکستان له سوداګرو وغوښتل، چې په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي.
اړوند خبرونه:
افغانستان او ازبکستان د ګډې سوداګرۍ خونې پر جوړولو هوکړه وکړه
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارسمبالی د یوه پلاوي پر مشرۍ قزاقستان ته ولاړ
سوداگري
قزاقستان له افغان شرکت سره د جست ډبرو د صادراتو تړون لاسلیک کړ
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
د قزاقستان چارواکو ویلي، د دغه هېواد شالکیازینک شرکت په افغانستان کې له افغان ـ جرمن باختر شرکت سره د جست ډبرو د برابرولو تړون لاسلیک کړی دی.
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
د تړون له مخې، هر کال به شاوخوا ۳۰ زره ټنه د جست ډبرې له افغانستان څخه قزاقستان ته صادرېږي. د تړون ټول ارزښت ۱۸.۸۸ میلیون ډالر ښودل شوی او موخه یې شالکیازینک تولیدي فابریکو ته د خامو موادو برابرول دي.
قزاقستاني چارواکي وایي، افغانستان پر پراخو اقتصادي فرصتونو لرونکي بازار بدلېږي او د کانونو، کرنې او رغونې په برخو کې د همکارۍ زمینه پراخېږي.
د رسمي څرګندونو له مخې، په ۲۰۲۵ز.کال کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۵۴۱ میلیون ډالرو اوښتې او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې ۳ میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.
سوداگري
د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ ۲۵ تفاهملیکونه لاسلیک شول
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې هوکړهلیکونو کې د درملو، سابو، تازه او وچو مېوو د وارداتو او صادراتو ترڅنګ بانکي همکاري، اوړه، غنم، غوړي او کچالو هم رانغاړي.
سوداگري
د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د سمنګان ولایت د فیروزنخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون امریکايي ډالرو پر پانګونه لاسلیک شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا قرارداد د پنجشنبې پر ورځ د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او د «ایبک سمنت» شرکت ترمنځ لاسلیک شو. د قرارداد له مخې، یاد شرکت به د تولید شوي هر ټن سمنټو په بدل کې ۲۰۰ افغانۍ د دولت حق الامتیاز (رویالټي) ورکوي.
د کانونو او پټرولیم وزیر د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، دا پروژه د ۳۰ کلونو لپاره ورکړ شوې او د هغې دوام به د کانونو د اصولو، کړنلارو او په تړون کې د راغلو ژمنو له رعایت سره تړلی وي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پروژې له عملي کېدا سره به شاوخوا ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي. همداراز پانګوال شرکت ژمنه کړې، چې په ټاکلې موده کې به شاوخوا یو میلیون ډالر پر ټولنیزو خدماتو ولګوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.
-
تازه خبرونه2 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه11 hours agoافغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه2 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
-
تازه خبرونه12 hours agoپه کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoله افغانستان سره تعامل د بېثباتۍ د مخنیوي لپاره اړین دی – قزاقي استازی
-
څار3 days agoڅار: د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې


