Connect with us

نړۍ

بایډن د کرونا ویروس له کبله قرنطین شو

د رویټرز د ټولپوښتنې له مخې، چې د سې‌شنبې پر ورځ پای ته رسیدلې شاوخوا ۴۰ سلنه ډیموکراټانو ویلي، چې بایډن باید له ټاکنیزو هڅو تېر شي. په سلو کې ۶۵ خپلواک رای ورکوونکي هم له دوی سره همغږي دي.

خپور شوی

د

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن پر کرونا ویروس اخته شوی او غواړي، چې د ډیلور ایالت په خپل ځانګړي استوګنځي کې ځان قرنطین کړي.

بایډن د چارشنبې پر ورځ ( د چنګاښ اووه‌ویشتمه ) د کرونا ویروس ازموینه وکړه او پایله یې په داسې حال کې مثبته شوه، چې نوموړي لاس وګاس ته د ټاکنیز کمپاین لپاره سفر کړی و.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پیر د ازموینې پایله له هغې وروسته اعلان کړه، چې بایډن پر کرونا ویروس د اخته کیدو له کبله خپله وینا لغو کړه.

هغې زیاته کړې، چې د امریکا ولسمشر واکسین شو او په ډیلور کې به ځان قرنطین کړي.

بایډن په داسې حال کې، چې الوتکې ته پورته کېدو او له لاس وګاس څخه ډیلور ته تلو؛ خبریالانو ته وویل، چې ښه دی؛ خو ورو – ورو له اندرپایې پورته شو، کټاره یې ونیوله او د الوتکې ور ته څو ګامه پاتې ول، چې ودرېد.

بایډن د ۲۰۲۲ کال په جون کې پر کرونا اخته شوی و؛ د جون پر یو‌ویشتمه یې د ازموینې پایله مثبته شوه او د جون پر اووه‌ویشتمه روغ شو. د جون پر دېرشمه بیا کرونا شو؛ خو د اګست پر اوومه بېرته بشپړ روغ شو.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا ناروغي د بایډن لپاره په داسې یو حساس وخت کې راځي، چې هغه د جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ پروړاندې په ایالتونو کې ټاکنیزه سیالي له لاسه ورکړې ده.

ټرمپ د شنبې پر ورځ په داسې حال کې له یوه مرګونې بریده ژوندی پاتې شو، چې په روانه اوونۍ کې د جمهوري غوښتونکیو د کنوانسیون مشري کوي.

د رویټرز د ټولپوښتنې له مخې، چې د سې‌شنبې پر ورځ پای ته رسیدلې شاوخوا ۴۰ سلنه ډیموکراټانو ویلي، چې بایډن باید له ټاکنیزو هڅو تېر شي. په سلو کې ۶۵ خپلواک رای ورکوونکي هم له دوی سره همغږي دي.

په دې ټولپوښتنه کې شاوخوا ۵۸ سلنه ډیموکراټ رای ورکوونکیو ویلي؛ دوی باور لري، چې بایډن ډېر زوړ دی او د حکومت مشري نشي کولی، چې ۷۰ سلنه خپلواک رای ورکوونکي هم ورسره همغږي دي.

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!