Connect with us

تازه خبرونه

ناقانونه کډوال دې د روان کال تر پایه ووځی – ایران

ویدیویی ‌که به تازگی در شبکه‌های اجتماعی نشر شده نشان می‌دهد که یک نوجوان افغان در جاده‌ای از سوی پولیس ایران به گونه خشونت آمیز بازداشت می‌شود.

خپور شوی

د

د ایران یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي له ناقانونه کډوالو غوښتي، چې د روان کال تر پایه دې خپل هېواد ته ستانه شي.

د ایرنا خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ د ایران د پولیسو عمومي قومندان احمد رضا رادان ویلي، چې د ایران د سیاست او پروګرام له مخې دې ټول بې اسناده مهاجرین له دې هېواد څخه بېرته ستانه شي.

دغه ایرانی چارواکی د روان کال تر پایه پ داسې حال کې د بې اسنادو مهاجرینو پر وتلو ټینګار کړی، چې په دې هېواد کې مېشت ډېري کډوال افغانان دي.

د مهاجرت نړیوالې ټولنې راپور ورکړی؛ په ۲۰۲۳ کال کې دې ټولنې له ایران څخه د شاوخوا یو میلیون افغان کډوالو راستنېدا ثبت کړي، چې ۷۰ سلنه یې بې اسناده او ۶۰ سلنه جبري ایستل شوي دي.

د بشري حقونو ډلو هم د ایراني پولیسو له‌خوا له افغان کډوالو سره له ناوړه چلند راپورونه ورکړي دي.

یوه ویډیو، چې په دې وروستیو کې ټولنیزو شبکو خپره کړې ښيي: یو افغان تنکی ځوان ایراني پولیسو پر سړک راڅملولی؛ پر اورمېږ یې ورته ګونډه ایښې او مور او خویندې یې هم ګواښل کیږي.

ويل کيږي چې دغه ځوان په ټپي حالت کې روغتون ته وړل شوى دى.

 

تازه خبرونه

ملا برادر په هرات ولایت کې د المونیمي ډبیو د تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن پنجشنبه( د مرغومي څلورمه ) د هرات ولایت په صنعتي پارک کې د ‌المونیمي ډبیو د یوه تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده.

د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.

ویل کیږي، چې دغه شرکت په ۱۶ جریبه ځمکه کې جوړېږي او ۱۷۰۰ هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د امریکا پر ملي ګارډ شکمن ډزې کوونکي ته ممکن د مرګ سزا ورکړ شي

فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمان‌الله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.

Published

on

امریکايي سرچینو ویلي: هغه افغان، چې په واشنګټن ډي سي کې د امریکا ملي ګارډ پر دوه غړیو د ډزو پر تور نیول شوی؛ اوس له داسې نویو تورونو سره مخ دی، چې ورته د مرګ سزا هم غوښتل کېدی شي.

فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمان‌الله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.

د ملي ګارد یوه غړې ۲۰ کلنه سارا بیکسټروم د نومبر د شپږویشتمې په برید کې ووژل شوه او انډریو وولف سخت ټپي شوی دی.

امریکایي څارنوال جینین پیرو ویلي؛ د لکنوال د دوسیې لېږد به له سترې محکمې څخه فډرالي محکمې ته د بیاکتنې او ارزونې داسې اجازه ورکړي، چې ووایي: آیا نوموړي ته د مجازاتو که د مرګ سزا ورکړ شي.

لکنوال د واشنګټن ډي سي د قانون له مخې د وسلې د لېږدولو، د لومړۍ درجې وژنې، د وژنې پر نیت برید او د وسلو د غلا پر څو جرمونو تورن دی.

د اف‌بي‌ای په یوه څرګندونه کې راغلي: هغه تومانچه، چې په ډزو کې کارول شوی؛ د ۲۰۲۳ کال په می کې د سیاټل ښار له یوه کور څخه غلا او بیا وروسته په واشنګټن ایالت کې لکڼوال ته ورکړ شوې او هغه هلته اضافي مهمات هم پېرودلي وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان پر جوماتونو او مدرسو نه د ترهګرو پر وړاندې عملیات کوي – خواجه آصف

خواجه آصف په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ د پاکستان عملیات د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د تائید شویو مرکزونو پر نښه کولو راڅرخي، چې پر وینا یې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

Published

on

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف د سېشنبې پر ورځ هغه هڅې رد کړل، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد عملیات؛ له هغه څه سره پرتله کوي، چې هغه یې “پر جوماتونو او مذهبي مدرسو د هند ناقانونه بریدونه” بولي.

خواجه آصف په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ د پاکستان عملیات د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د تائید شویو مرکزونو پر نښه کولو راڅرخي، چې پر وینا یې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د دې عملیاتو پرتله کول له هغو بریدونو سره، چې هند د بهاولپور او مریدکې پر دیني ځایونو کړي؛ « بشپړ ناسم او د منلو وړ ندي».

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت تل د پاکستان دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د پاکستان ناامني د دوی کورنۍ مسئله ده او هیڅ ډلې ته اجازه نه‌ورکول کېږي، چې د افغانستان له خاورې د نورو پر وړاندې فعالیت وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!