Connect with us

سوداگري

له یوه هندي شرکت سره د ارغندي ۵۰۰ کیلو ولټ سب سټیشن پر کار غځولو خبرې وشوې

د بغلان له دشت الوان څخه د کابل د ارغندي سیمې ته د ترکمنستان د برښنا لېږد پر پروژې کار روان دی او دوه میاشتې مخکې د رییس الورزا اقتصادي مرستیالۍ د څه باندې ۸ میلیون ډالرو پر ارزښت په کابل کې د ارغندي سب سټېشن پاتې چارې پرانیستلې.

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۱۳, ۱۴۰۳

د اوبو او  انرژۍ  وزارت چارسمبالي په ارغندي کې د ۵۰۰ کیلو ولټ سب سټیشن د ګټې اخیستنې په اړه د هندي شرکتونو له مسوولینو او د ګرین سټي شرکت له کاري ډلې سره خبرې وکړې.

د بغلان له دشت الوان څخه د کابل د ارغندي سیمې ته د ترکمنستان د برښنا لېږد پر پروژې کار روان دی او دوه میاشتې مخکې د رییس الورزا اقتصادي مرستیالۍ د څه باندې ۸ میلیون ډالرو پر ارزښت په کابل کې د ارغندي سب سټېشن پاتې چارې پرانیستلې.

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي په دې برخه کې اړوند بنسټونو ته لازمې لارښوونې کړي، چې د دې سب سټېشن د ترانسفرمرونو د سپارلو او لېږد د څرنګوالي په اړه لازم تدابیر ونیسي.

دا پروژه په دوه کلونو کې بشپړيږي، چې له بشپړېدو  سره به یې له دشت الوان څخه تر ارغندي پورې ۵۰۰ کیلو ولټ مزي، چې له دې سب سټېشن سره نښلول کېږي؛ د کابل، غزني، پکتیا، خوست او ننګرهار په ګډون په دولس ولایتونو کې شاوخوا څلور سوه زره کورنۍ له برښنا برخمنې کړي.

د دې  او نورو پروژو له بشپړېدو سره به شاوخوا زر میګاوا ټه برښنا افغانستان ته راشي، چې په هېواد کې به د برښنا د نشتوالي ستونزه  تر ډېره حل شي او افغانستان به د برښنا په تولید کې پر ځان بسیا کېدو ته نږدې شي.

د اوبو د برخې شنونکیو ویلي، چې د دغه پروګرام له مخې به په افغانستان کې د برښنا د تولید د بېلابېلو پروژو له بشپړېدو وروسته برښنا ته بشپړ لاسرسی زیات شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان یوازې څلوېښت سلنه کورنۍ برښنا ته لاس‌رسی لري او له ۷۵ سلنې څخه زیاته د اړتیا وړ برښنا له ګاونډ هېوادونو په ځانګړي توګه د منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه واردوي.

سوداگري

د شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو د توکو ټرانزیټ دوه برابره شوی

د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دې زیاتوالي په سیمه‌ییزه سوداګرۍ او ټرانزیټ کې د دغه بندر ارزښت نور هم لوړ کړی دی.

Published

on

 

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو د توکو ټرانزیټ د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۱۰۰ سلنه زیات شوی دی.

د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دې زیاتوالي په سیمه‌ییزه سوداګرۍ او ټرانزیټ کې د دغه بندر ارزښت نور هم لوړ کړی دی.

د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ایران د جنوبي خراسان ولایت د ګمرکونو عمومي رییس محمد کوه‌ګرد ویلي، چې د شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو ۸۰۵ زره ټنه توکي ټرانزیټ شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو، ۸۵ زره ټنه توکي هم د مبدأ ټرانزیټ د کړنلارې له مخې د ماهیروډ له ګمرک څخه تېر شوي، چې د تېر کال د همدې وخت پر پرتله یې وزن څه باندې ۱۳۰۰ سلنه زیات شوی دی.

کوه‌ګرد زیاته کړې، چې د دې کړنلارې له مخې د افغانستان د سوداګرو د توکو ګمرکي چارې په ماهیروډ ګمرک کې ترسره کېږي او توکي له دې لارې د سوداګرو د خوښې وړ موخو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

دغه ایراني چارواکي ویلي، چې د ماهیروډ او د افغانستان د فراه ترمنځ د لارې څه باندې ۶۵ کیلومټره برخه پاخه شوې ده. د دې لارې بشپړېدل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد وخت او د ټرانسپورټ لګښتونه راکم کړي.

د ایران د بیرجند د سوداګرۍ خونې رییس ویلي، چې افغانستان د جنوبي خراسان ولایت تر ټولو مهم هدف بازار او سوداګریز شریک دی. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د وارداتو آسانتیا او د ګمرکي خنډونو لرې کول کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.

Continue Reading

سوداگري

ایران غواړي د هرات اوسپنې‌پټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځوي

میرمن صادق ویلي، چې ایران له افغانستان او ازبکستان سره د اوسپنې‌پټلۍ د اړیکو د پراختیا لارې چارې ارزوي او په پای کې باید دغه لار د منځنۍ آسیا او چین له اوسپنې‌پټلۍ سره ونښلول شي.

Published

on

Last Updated on: تله ۲۸, ۱۴۰۵

د ایران سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې فرزانه صادق د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د ټرانس‌افغان دهلیز په تخصصي غونډه کې غوښتنه کړې، چې د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ دې له هرات څخه د ازبکستان ترمذ پولې پورې وغځول شي.

میرمن صادق ویلي، چې ایران له افغانستان او ازبکستان سره د اوسپنې‌پټلۍ د اړیکو د پراختیا لارې چارې ارزوي او په پای کې باید دغه لار د منځنۍ آسیا او چین له اوسپنې‌پټلۍ سره ونښلول شي.

د هغې د څرګندونو له مخې؛ د دې لارې پراختیا کولی شي د توکو د لېږد او د سیمې د هېوادونو له‌خوا آزادو اوبو ته د لاسرسي لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې وړاندیز کړی، چې د ایران، افغانستان، تاجکستان، قرغزستان او چین د دهلیز پر لاره پرتو هېوادونو استازي دې د اقتصادي همکاریو ټولنې( اکو) په چوکاټ کې ژر تر ژره غونډه وکړي، چې د دې طرحې د عملي پلي کېدا لارې چارې مشخصې شي.

فرزانه صادق د ایران، افغانستان او هند ترمنځ د چابهار بندر ټرانزیټي هوکړې ته پر نغوته ویلي، چې دغه بندر د افغانستان او منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه نړیوالو بازارونو ته د توکو د لېږد د پراختیا وړتیا لري.

هغې د سرخس او رازي له لارې د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ له ترکیې او اروپا سره نښلول او د سرخس او جلفا له لارې قفقاز او تورې بحیرې ته لاسرسی هم په سیمه‌ییز لېږد رالېږد کې د عملي کېدا وړ طرحې بللې دي.

دغه راز د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې دغه هېواد د سیمې له هېوادونو سره د نښلېدا لپاره د پام وړ وړتیاوې لري او د اوسپنې‌پټلۍ د پراختیا او ټرانزیټي آسانتیاوو په برخه کې د ایران په ګډون د ټولو هېوادونو له پانګونې هرکلی کوي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ د پراختیا او د ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

د ټرانس‌افغان دهلیز په غونډه کې، چې په آستانه کې جوړه شوې وه؛ د ایران، اوزبکستان، پاکستان او قزاقستان د ټرانسپورټ وزیرانو او د افغانستان اسلامي امارت د اوسپنې‌پټلۍ ادارې رییس ګډون کړی و.

 

Continue Reading

سوداگري

دوغارون افغانستان ته د ایران د ۷۰ سلنې صادراتو اصلي لاره ده

د نوموړي د د څرګندونو له مخې، دوغارون ته د ایران د وارداتي توکو ۳۴ سلنه او له افغانستان څخه ایران ته د واردېدونکو ټرانزیټي توکو ۲۰ سلنه ځانګړې شوې ده.

Published

on

Last Updated on: تله ۲۷, ۱۴۰۵

 

د دوغارون سرحدي ترمینل مدیر محسن رکني ویلي، چې دوغارون د روان کال له لومړۍ نیمایي څخه راپدېخوا افغانستان ته د ایران د ۷۰ سلنې صادراتو په لېږدولو کې د خراسان رضوي ولایت د سرحدي لارو ترمنځ لومړی ځای خپل کړی دی.

د نوموړي د د څرګندونو له مخې، دوغارون ته د ایران د وارداتي توکو ۳۴ سلنه او له افغانستان څخه ایران ته د واردېدونکو ټرانزیټي توکو ۲۰ سلنه ځانګړې شوې ده.

رکني وايي، چې ودانیز توکي، اوسپنیز توکي، خوراکي توکي، مېوې، سابه او نفتي محصولات له دې لارې افغانستان ته د ایران مهم صادراتي توکي دي.

دوغارون د افغانستان پولې ته څېرمه د تایباد ښار په شاوخوا کې موقعیت لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او توکو د لېږد له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!