Connect with us

نړۍ

   په سوریه کې د بشارالاسد واکمني پای ته ورسېده

د رویټرز د مخالفانو د څرګندونو له مخې دا هم ویلي، چې دمشق اوس د بشارالاسد څخه آزاد شوی دی.

خپور شوی

د

رویټرز د سوریې د پوځ د یوه افسر د څرګندونو له مخې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ولسمشر بشارالاسد حکومت د مخالفینو لخوا له یوه چتک برید وروسته پای ته رسېدلی دی.

د رویټرز د مخالفانو د څرګندونو له مخې دا هم ویلي، چې دمشق اوس د بشارالاسد څخه آزاد شوی دی.

اسد د یکشنبې پر ورځ له دمشق څخه د نامعلوم ځای پر لوري روان شو. د هغه مخالفانو ویلي، چې دوی پلازمینې ته د اردو د ځای په ځای کولو له کومې نښې پرته ننوتي دي.

عیني شاهدانو ویلي، چې په زرګونه کسان په پښو او موټرو کې د دمشق په مرکز کې راټول شوي وه او د “آزادۍ” شعارونه یې ورکول.

اپوزیسیون ویلي: مونږ د سوریې له خلکو سره د خپلو بندیانو د خلاصون او له زنځيرونو د خلاصیدو او په صیدنایا زندان کې د بې عدالتۍ د پای ته رسیدو د اعلان په ویاړ جشن نیسو.

صیدنایا د دمشق په څنډه کې یو لوی پوځي زندان دی، چې د سوریې حکومت په زرګونه کسان بندیان کړي وه.

د FlightRadar ویب پاڼې د راپور له مخې، د سوریې یوه الوتکه د دمشق له هوایی ډګر څخه هغه مهال الوتنه وکړه، چې پلازمېنه د یاغیانو لخوا ونیول شوه.

الوتکې لومړی د سوریې ساحلي سیمې ته، چې د بشار الاسد د علوي ډلې مرکز بلل کېږي؛ الوتنه وکړه، خو بیا یې یو ناڅاپه یو حرکت وکړ او د څو دقیقو لپاره یې مخالف لوري ته الوتنه وکړه، چې له نقشې ورکه شوه.

له سوریې نه بهر د سوریې د اپوزیسیون د اصلي ډلې مشر هادي البحر سوري هم د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې دمشق اوس “د بشار الاسد له شتون پرته” دی.

له دې څو ساعته مخکې اپوزیسیون اعلان وکړ، چې د حمص مهم ښار یې له یوې ورځې جګړې وروسته په بشپړه توګه نیولی او د بشارالاسد د ۲۴ کلنۍ واکمنۍ پای ته نږدې شوی ده.

له دغه مرکزي ښار څخه د پوځ له وتلو وروسته د حمص په زرګونه اوسیدونکي سړکونو ته راووتل او نڅا یې کوله او د “بشارالاسد ولاړ او حمص آزاد د او “ژوندۍ دې وي سوریه او مرګ دې وي پر بشارالاسد” شعارونه ورکول.

مخالفانو هوايي بریدونه وکړل او ځوانانو د بشار الاسد پوسټرونه وسوځول.

د حمص له نيولو سره مخالفانو د سوريې ستراتيژيک مرکز تر خپل کنټرول لاندې راوست، چې له دې سره دمشق د بشار الاسد له دغه ساحلي سيمې جلا شو، چې د علوي فرقې اډه  او د هغه د روسي متحدانو بحري او هوايي اډه وه.

د التحریر الشام قومندان ابو محمد الجولاني، چې د اپوزیسیون مهم مشر دی؛ د حمص نیول یوه تاریخي شیبه وبلله او له خپلو کسانو یې وغوښتل، چې “هغو کسانو ته زیان ونه رسوي، چې وسلې پر ځمکه ږدي.

اپوزیسیون د ښار له زندان څخه زرګونه بندیان خوشي کړل. د دوی د اسنادو له سوځولو وروسته امنیتي ځواکونه په تېښته بریالي شول.

 

نړۍ

امریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ

په سپینه‌ماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.

Published

on

د چارشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا به د هوکړې د هلو ځلو په چوکاټ کې له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي.

په سپینه‌ماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د فشارونو یو مهم هدف دا دی، چې ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي راوګرځوي.

ویل کېږي، چې ایران تر اوسه ۹۰۰ پونډه (۴۰۸ کیلوګرامه) غني شويو یورانیم نه‌دي سپارلي.

Continue Reading

نړۍ

ایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ

ترمپ په سپینه‌ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د ایران پوځي بې‌وسۍ ته ګوته نېولې او څرګندوي؛ تهران باید «د ماتې منلو سپین بیرغ» پورته کړي، خو «د غرور له کبله دا کار نهکوي».

ترمپ په سپینه‌ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.

هغه ټینګار کړی، چې تهران ښکاره سخت دریځ ښيي؛ خو د پردې ترشاه د هوکړې غوښتونکی دی.

نوموړي همداراز په سیمه کې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري محاصره او فشارونه ستایي او وایي، چې دا ګامونه پایله ورکوونکې دي.

ترمپ د اوربند د ماتېدا د شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: مقابل لوری «پوهېږي، چې کوم کار باید ونه‌کړي» او که سرغړونه وشي؛ د امریکا غبرګون به څرګند وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ اوس هم روان دی او د بحران د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

Continue Reading

نړۍ

سپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسله‌وال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو

د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.

Published

on

د امریکا امنیتي چارواکو ویلي، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ډزو په یوه پېښه کې یو کس د امنیتي ځواکونو له لوري پر نښه او روغتون ته ولېږدول شو.

د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.

د خپرو شویو څرګندونو له مخې؛ د یاد کس روغتیايي حالت تر اوسه ناڅرګند دی او په دې پېښه کې یو ملکي وګړی هم ټپي شوی، چې ټپونه یې د اندېښنې وړ نه‌دي.

له دې پېښې وروسته د سپینې ماڼۍ ځینې برخې لنډمهالې قرنطین شوې او خبریالان د لنډ وخت لپاره خوندي خونو ته ولېږدول شول. د وضعیت له ارزونې وروسته، بېړنی حالت پای ته ورسېد او وضعیت بېرته عادي اعلان شو.

دغه راز راپور ورکړ شوی، چې ډونالډ ټرمپ د پېښې پر مهال په سپینه ماڼۍ کې دننه و؛ خو هغه ته زیان نه‌دی رسېدلی او خپلې چارې یې پرته له ځنډه روانې ساتلې دي.

دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې له اوونیو راپدېخوا د امریکا په پلازمېنه کې څو امنیتي پېښې ثبت او د ښار د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!