Connect with us

تازه خبرونه

نړیواله ټولنه دې د پاکستان د بې عدالتۍ او ظلم مخه ونیسي ـ د هوایي برید ټپیان

هر ټپي د برید دردوونکې کیسې لري او وايي پاکستانيو الوتکو هغه سیمې پر نښه کړې، چې کډوال په کې شپې سبا کوي.

خپور شوی

د

په پکتیکا کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې یو شمېر ټپیان له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د پاکستان د “بې عدالتۍ”  او ظلم مخه ونیسي.

د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي بريدونو له کبله د ماشومانو، لويانو او میرمنو  په ګډون يو شمېر ټپيان کابل ته لېږدول شوي دي.

هر ټپي د برید دردوونکې کیسې لري او وايي پاکستانيو الوتکو هغه سیمې پر نښه کړې، چې کډوال په کې شپې سبا کوي.

دوی وايي؛ د پاکستان پوځ له کډوالو سره غیر انساني چلند کوي؛ ماشومان او ښځې پر نښه کوي.

له آریانا نیوز سره داسې ټپیانو هم خبرې کړي، چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې یې د خپلو کورنیو ډېر غړي له لاسه ورکړي دي.

په هغو ټپیانو کې، چې کابل ته راوړل شوي دي؛ داسې ټپیان هم په کې ديؤ چې د خپلې کورنۍ ټول غړي یې له لاسه ورکړي دي.

په پکتیکا کې د پاکستان د هوايي برید له کبله ټپي شوی یحیی نومی ماشوم د خپلې کورنۍ د ټولو غړیو د له لاسه ورکولو په غم کې ژاړي.

له دې بریدونو څخه ان دوه میاشتنی ماشوم هم ندی خلاص شوی، دغه ماشوم اوس د خپلې مور د ګرمې غېږې پر ځای د کابل په یوه روغتون کې بستر دی.

د هوایي برید ټپیان وايي، چې د پاکستاني پوځ د بريدونو له وېرې له وزيرستانه افغانستان ته را کډه شول؛ خو دلته پرې هم بريدونه کیږي.

په پکتیکا کې د پاکستان د هوايي برید یو بل ټپي سهیل نومي ویلي؛ له همدې کبله له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د پاکستان د «بې عدالتۍ»  او ظلم مخه ونیسي.

د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان پوځ، چې د نړیوالو قوانینو خلاف په ګاونډ هېوادونو کې خپل وګړي پر نښه کوي؛ غواړي، چې کابل له اسلام‌آباد سره د کړکېچ نوي پړاو ته وردننه شي. هغه تاوتریخوالی، چې کیدی شي د سرحدي نښتو او د پاکستان پر خاوره د بریدونو د زیاتوالي لامل شي.

ویل کیږي، چې پاکستان پخپله غواړي د خپل پوځ او ټي ټي پي تر منځ جګړې ته زور ورکړي.

Advertisement

تازه خبرونه

جمعه‌خان فاتح له خپلو ځواکونو سره حکومت ته تسلیم شو

منابع می‌افزایند که قرار است افراد وابسته به جمعه‌خان فاتح خلع سلاح شوند و نیروهای امارت اسلامی کنترول کامل منطقه را در دست بگیرند.

Published

on

امنیتي سرچینو آریانانیوز ته ویلي: د زابل د والي پخوانی مرستیال جمعه‌خان فاتح، چې په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د ځواکونو له‌خوا تر سختې محاصرې لاندې و؛ له څو ورځنیو فشارونو وروسته له خپلو ځواکونو سره یوځای تسلیم شوی دی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د محاصرې د کړۍ له راتنګېدو وروسته فاتح له تسلیمېدو پرته بله لار نه درلوده. نوموړي په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت موجودو ځواکونو ته وسلې پر ځمکه ایښې دي.

د اسلامي امارت د اردو لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت هم نسي ولسوالۍ ته سفر کړی و، چې د جمعه‌خان فاتح د ډلې پر وړاندې د وروستي اقدام مشري وکړي.

ټاکل شوې، چې د جمعه‌خان فاتح ټول ملګري بې‌وسلې او سیمه په بشپړه ترې پاکه شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېرو پېنځه کلونو کې نږدې ۱۱۹ زره ښځې خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي

د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.

Published

on

د سترې محکمې د ویاند مرستیال منصور احمد حمزه ويلي، له تېرو پېنځه کلونو راپدېخوا د افغانستان په محکمو کې د ۱۱۸ زره او ۸۶۹ ښځو خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي.

د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې د ښځو د ملکیتونو د ثبت او تثبیت او د اسنادو د تائید په برخه کې هم ۱۸ زره او ۷۵۰ پېښو ته رسېدنه شوې او ۲۲ زره او ۷۰۳ نورې پېښې د میراث او ملکیت په برخه کې د اسنادو له پروسس او قضايي اقداماتو سره تړاو لري.

د سترې محکمې د ویاند مرستیال زیاته کړې، د ښځو د نفقې او نورو اړوند حقونو په برخه کې هم ۸ زره او ۹۰۴ پېښو ته قضايي رسېدنه شوې ده.

حمزه ټینګار کړی، چې میراث، ملکیت، مهر، نفقه او نور هغه حقونه، چې اسلامي شریعت ښځو ته ټاکلي، د هغوی ثابت حقونه دي؛ محکمې مکلفې دي، چې د ښځو قضیې په دقت او بې‌طرفۍ او د اسلامي شریعت او نافذه قوانینو له مخې وڅېړي.

هغه ویلي، د ښځو د حقونو د قضايي رسېدنې بهیر به د عدالت د تأمین او د هغوی د حقونو د ضایع کېدا د مخنیوي لپاره دوام ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر وکړ

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

Published

on

د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیاویونګ د جولای له دېرشمې څخه د اګست تر اتمې پورې ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر کړی دی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

هغه پاکستان او افغانستان ته د سفر پر مهال هم د دواړو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي او پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د چین بهرنیو چارو وزارت د دغو لیدنو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي؛ خو دغه سفر داسې مهال ترسره شوی، چې د کابل او اسلام‌آباد اړیکې له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!